ډېسمونډ ټوټو

ډېسمونډ ټوټو
(انګلیسي: Desmond Tutu د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډېسمونډ ټوټو
ډېسمونډ ټوټو

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Desmond Mpilo Tutu د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۷ اکتوبر ۱۹۳۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 26 ډيسمبر 2021 (90 کاله)[۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کيپ ټاؤن[۱۰]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د پروستات سرطان  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سوېلي افريقا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده د بشري حقوقو فعال
دينپوهنه  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۱][۱۲][۱۳]
افریکانس ژبه
خوسایي ژبه
تسوانایي ژبه
سوتي ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د انګلستان کليسا[۱۴]
وګړنيز حقوق[۱۴]
مدني او سياسي حقونه[۱۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه (۲۰۰۳)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ډېسمونډ ټوټو
ډېسمونډ ټوټو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډېسمونډ مپیلو ټوټو (زېږېدنه ۷ اکټوبر ۱۹۳۱-2021) د سویلي افریقا د انجیلیکان عیسوي فرقې ملا او د الهیاتو عالم دی چې د  خپلو اپارتاید ضد او بشري حقونو فعالیتونو له امله مشهور شوی دی. هغه له ۱۹۸۵ تر ۱۹۸۶ پورې د جانسبرګ سیمې راهب او له ۱۹۸۶ تر ۱۹۹۶ پورې د کېپ ټاون ښار ستر راهب پاتې شوی دی. په دې دواړو مواردو کې ډېسمونډ لومړنی تورپوستی دی چې دغه دنده يې ترلاسه کړې ده. د الهیاتو له اړخه، هغه په دې لټه کې و چې د تورو الهیاتو (black theology) او افریقايي الهیاتو (African theology) مفکورو ته یو له بل سره تړاو ورکړي.

ټوټو د سویلي افریقا د کلېرکس ډراپ په سیمه کې د خهوسا او موتسوانا په یوه دو رګه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلی دی. په ځوانۍ کې ښوونکی و او د نومالیزو په نوم ښځې سره يې واده وکړ او له هغې یې ډېر اولادونه درلودل. په ۱۹۶۰ز کال کې، هغه د انګلیکان عیسوۍ فرقې پادري شو او په ۱۹۶۲ ز کال کې انګلستان ته ولاړ او هلته يې د لندن په کینګز کالج کې الهیات (دیني پوهنه) ولوستل. په ۱۹۶۶ز کال کې بېرته سویلي افریقا ته راستون شو او د الهیاتو په فډرالي مدرسه او وروسته يې په بوتسوانا پوهنتون، لیسوتو او سوازیلنډ کې استادي کوله. په ۱۹۷۲ ز کال کې د افریقا د الهیاتو تعلیمي صندوق مشر وټاکل شو. که څه هم دغه دنده يې په لندن کې وه خو باید د افریقا لویې وچې ته يې منظم سفرونه کړي وای. په ۱۹۷۵ز کال کې هغه په سویلي افریقا کې لومړی د جانسبرګ سیمې د سنټ ماري کلیسا رییس او وروسته د لیسوتو سیمې کلیسا راهب شو. هغه له ۱۹۷۸  ۱۹۸۵ ز کال پورې د سویلي افریقا د کلیساګانو شورا عمومي منشي وټاکل شو. هغه د سویلي افریقا د توکمیز تبعیض او د سپینو لږکي حکومت پر ضد د سرسختو مخالفینو په توګه راڅرګند شو. که څه هم هغه د "ملي ګوند" حکومت ته ګوتڅنډنه کړې وه چې د اپارتاید پر ضد غوسه د توکمیز تاوتریخوالي لامل کېږي خو د یوه فعال په توګه هغه په سوله ییزو لاریونونو او د رايې عمومي حق په تړاو پر بهرنیو اقتصادي فشارونو ټینګار درلود. 

په ۱۹۸۵ز کال کې، ټوټو د جانسبرګ راهب وټاکل شو او ورپسې په ۱۹۸۶ز کال کې د کېپ ټاون ښار ستر راهب وټاکل شو چې دا په سویلي افریقا کې د انګلیکان کلیسا تر ټولو ستره چوکۍ وه. په دې دنده کې هغه د مشرتابه د ټولنې جوړولو پر موډل ټینګار وکړ او [ټولنې ته] د ښځینه پادریانو د ورپېژندلو د کار څارنه يې کوله. په همدې توګه هغه په ۱۹۸۶ز کال کې د افریقا د کلیساګانو کنفرانس رییس وټاکل شو چې په پایله کې يې دې لويې وچې ته سفرونه ډېر شول. له هغه وروسته چې ولسمشر اف ډبلیو ډو کلېرک په ۱۹۹۰ز کال کې د اپارتاید ضد فعال نېلسون منډېلا له زندان څخه خوشې کړ او دواړو د اپارټاید د له منځه وړلو او ګڼ-توکمیزې ولسواکۍ رامنځ ته کولو پر سر مذاکرات وکړل، ټوټو [له دې بهیر سره] د تورپوستو د سیالو ډلو تر منځ د منځګړي په توګه مرسته وکړه. له هغه وروسته چې  د ۱۹۹۴ ز کال کې د عمومي ټاکنو په پایله کې د منډېلا په مشرۍ ائتلافي حکومت جوړ شو، ټوټو د ریښتیا او پخلاینې کمېسیون مشر شو څو هم د اپارتاید پلویو او هم د اپارتاید ضد ډلو له خوا په تېر کې د بشري حقونو سرغړونو پلټنه وکړي. د اپارتاید له سقوط وروسته، ټوټو د نارینه همجنسګرایانو د حقونو لپاره کمپاین وکړ او په ګڼو موضوعاتو يې خبرې وکړې، لکه د اسراییلیانو-فلسطین شخړه، د عراق له جګړې سره مخالفت او د سویلي افریقا پر دوو ولسمشرانو هر یو تابو مبېکي او جاکوب زوما نیوکه کول. هغه په ۲۰۱۰ زکال کې له دولتي او عمومي چارو تقاعد شو او په کور کېناست.

ټوټو د خپلو ګډوډو مفکورو له امله په ۱۹۷۰مو کلونو کې ډېر مشهور شو. د اپارټایډ پلویانو سپین پوستو محافظه کارانو له هغه کرکه کوله، خو بیا ډېری سپینو لیبرالانو ده ته د ډېر سختدریځ خطاب کاوه. ډېرو سختدریځو تورپوستانو هغه ډېر نرم بللی و چې ټول پام يې د سپین پوستانو د ښه نیت په رامنځ ته کولو ورټول کړی و خو په ورته مهال مارکسیسټانو-لیننسټانو پر ده د کمونیسټي ضد دریځ له امله نیوکه درلوده. هغه د سویلي افریقا د اکثریت تورپوستانو تر منځ مشهور دی او په نړیواله کچه د اپارتاید ضد فعالیت له امله ستایل شوی او د نوبل د سولې جایزې په ګډون یې ډېری جایزې ګټلې دي. هغه د خپلو ویناوو او خطبو څخه ګڼ کتابونه تالیف کړي دي.

ماشومتوب او ځواني سمول

ماشومتوب: ۱۹۳۱-۱۹۵۰ سمول

ډېسمونډ مپېلو ټوټو د شمال لویدیځې سویلي افریقا په کلېرس ډراپ سیمه کې د ۱۹۳۱ز کال د اکټوبر میاشتې په ۷مه نېټه زېږېدلی دی. د هغه مور، الېن ډوروتیا ماوېرتسېک ماتلېر د بوکسبورګ سیمې په موتسوانا کورنۍ کې زیږېدلې وه. د هغه پلار، ذکریا زېلیلو ټوټو د خهوسا قبیلې په امافېنګو قوم کې زېږېدلی او د ختیځ کېپ په ګکووا سیمه کې لوی شوی دی. مور او پلار يې په کور کې په خهوسا ژپه خبرې کولې. دوی دواړو په بوکسبورګ سیمه کې واده کړی و او د  ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو کلونو کې کلېرکس ډراپ سیمې ته راکډه شوي وو او هلته د سیمې په "اصلي موقعیت"، یا د تورپوستو د استوګنې په سیمه کې اوسېدل چې پر هغې يې د مکویتېنډ نوم اېښی و. ذکریا د مېتودیست کلیسا په لومړني ښوونځي کې مدیر و او له کورنۍ سره یوځای د همدې کلیسا د سر ښوونکي لپاره له خټو او خښتو جوړ شوي کور کې اوسېده. کينډۍ:Sfnm[۱۵][۱۶][۱۷]

Church of Christ the King
په سوفیاټاون کې د کرایسټ ده کېنګ کلیسا، چېرته چې ټوټو د پادري ټرېور هوډلسټون تر لاس لاندې خدمت کولو.

ټوټوخېل بېوزلي و او څرنګه چې وروسته ټوټو د خپلې کورنۍ په اړه لیکي: "نه ډېر ماړه وو او نه ډېر نېستمن وو". ټوټو د سیلویا فونیکا په نامه مشره خور درلوده چې دوی مپېلو یعنې "ژوند" بلله او دا نوم يې د خپلې انا پرې اېښی و. هغه د کور دویم اولاد و او لومړی زوی یې سییفو نومېده چې ماشومتوب کې مړ شوی و. د ټوټو بله خور ګلوریا لینډيوي نومېده چې له ده وروسته زېږېدلې وه. ټوټو پيدایښتي ناجوړه و او د پولیو له امله یې ښی لاس کوچنی پاتې شوی و او یو ځل د ډېرې شدیدې سوځېدا له امله په روغتون کې بستر شوی و. ټوټو له خپل پلار سره ډېرې نږدې اړیکې لرلې سره له دې چې د پلارله خوایې د ډېرو شرابو څښلو له امله په غوسه وو او کله نا کله به یې خپله ښځه وهله. دا کورنۍ میټوډیسټه عیسوۍ وه او ټوټو ته د ۱۹۳۲زکال د جون په میاشت کې میتوډيېستې کلیسا ته د اوښتلو په پار د تعمید غسل (د دین اړولو) ورکړل شو. دوی ورپسې نومونه هم ورته بدل کړل. لومړۍ یې د افریقا د میتوډېسټ د سترراهب کلیسا ونوموله او بیا يې د انګلیکان کلیسا نوم پرې کېښود. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په ۱۹۳۶ز کال کې، د ټوټو کورنۍ تشینګ ته کډه شوه او ذکریا د مېتوډیست ښوونځي مدیر وټاکل شو. ټوټو هلته خپلې لومړنۍ زده کړې پيل کړې او افریقايي ژبه یې زده کړه او د سنټ فرانسیس انګلیکان په کلیسا کې خدمتکار شو. هغه له مطالعې سره مینه پیدا کړه او د کارټون درلودونکي کتابونه او د اروپا د پیریانو او دېوانو کیسې يې خوښېدې. شاوخوا په ۱۹۴۱ ز کال کې د ټوټو مور وېټواټرسرنډ سیمې ته ولاړه څو هلته د جوهانسبورګ ښار د اېزېنزیلیني د ړندو په انسټیټوټ کې د آشپزې په توګه دنده ترسره کړي. په جوهانسبورګ کې هغه د مېتوډېست لومړني ښوونځي ته لاړ او بیا په سنټ اګنېس مېشن کې سوېډېش بورډېنګ ښوونځی ته تبدیل شو. شپږ میاشتې وروسته يې مور او پلار بېرته روډه پورټ وېسټ ته راستانه شول او ټوټو د سوېډېش بورډېنګ ښوونځي درسونه بیا پیل کړل. له عیسویت سره د هغه د لېوالتیا له امله، ټوټو په ۱۲ کلنۍ کې په رسمي توګه د روډه پورټ د سنټ ماري کلیسا رسمي غړی وپېژندل شو. [۱۹][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

ټوټو په ۱۹۴۵ز کال کې د جوهانسبورګ د بانټو لیسه ولوسته او تل به یې نومره لوړه وه. هلته د ښوونځي د راګبي لوبې په ټیم کې شامل شو او ټول عمر يې له دې لوبې سره مینه وکړه. [۲۶]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. GND ID: https://d-nb.info/gnd/118643029 — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Desmond-Tutu — subject named as: Desmond Tutu — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. د ټولټال کار کتنه په: http://www.oxfordreference.com/view/10.1093/acref/9780195382075.001.0001/acref-9780195382075 — سمونګر: Emmanuel K. Akyeampong او Henry Louis Gates, Jr. — سرليک: Dictionary of African Biography — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-538207-5
  4. subject named as: Desmond Tutu — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/198908c0b91b4cd3ab3eac1840546934 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/tutu-desmond-mpilo — subject named as: Desmond Mpilo Tutu — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/104928 — subject named as: Desmond Tutu
  7. subject named as: Desmond Tutu — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017434 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. South Africa's Archbishop Desmond Tutu dies at 90 — خپرونکی: بي بي سي — د خپرولو نیټه: ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۱
  9. Nobel Prize-winning anti-apartheid hero Desmond Tutu dies aged 90 — د خپرولو نیټه: ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۱
  10. https://www.elmundo.es/internacional/2021/12/26/61c813dbfc6c83a27b8b45bc.html
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120177875 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20010601944 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/44940387
  14. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20010601944 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  15. Allen 2006، صص. 14–15.
  16. Allen 2006، ص. 14.
  17. Allen 2006، ص. 11.
  18. Allen 2006، ص. 21.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Allen 2006، ص. 20.
  20. Du Boulay 1988، ص. 22.
  21. Allen 2006، ص. 19.
  22. Allen 2006، ص. 34.
  23. Allen 2006، ص. 25.
  24. Allen 2006، ص. 24.
  25. Allen 2006، ص. 33.
  26. Allen 2006، صص. 25, 34–35.