ډونالډ رمزفيلډ


ډونالډ هينري رمزفيلډ (زوکړه: ۱۹۳۲ز د جولای ۹، مړينه: ۲۰۲۱ د جون ۲۹) يو امريکايي سياستپوه، حکومتي چارواکی او سوداګر و، چې په لومړي ځل يې د ګيرالډ فورډ “Gerald Ford” تر ولسمشرۍ لاندې له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۷ ز کال او بيا ځل د جورج ډبليو بوش “George W. Bush” تر ولسمشرۍ لاندې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې د دفاع وزير په توګه خدمت وکړ. نوموړی هم تر ټولو لږ او هم تر ټولو ډېر عمر لرونکی دفاع وزير و. رمزفيلډ له دې سربېره د ايلينوی ايالت څخه (۱۹۶۳-۱۹۶۹) د درې دورو لپاره د د متحده ايالتونو د کانګرس غړی، له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۰ز کال پورې د اقتصادي موکې ادارې “Office of Economic Opportunity” رئيس، له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۳زکال پورې د ولسمشر سلاکار، له ۱۹۷۳ څخه تر ۱۹۷۴ز کال پورې ناټو کې د متحده ايالتونو استازی او له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د سپينې ماڼې د دفتر رئيس و. د دفاع وزير په توګه د خپلو درې دورو په منځ کې يې د بېلابېلو شرکتونو د اجرائيه رئيس او رئيس په توګه هم خدمت وکړ. [۱۰][۱۱][۱۲]

ډونالډ رمزفيلډ
(انګلیسي: Donald Rumsfeld د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډونالډ رمزفيلډ
ډونالډ رمزفيلډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ جولای ۱۹۳۲[۱][۲][۳][۴][۵]
شیکاګو   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 29 جون 2021 (89 کاله)[۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ملټيپل ميولوما   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت ملټيپل ميولوما   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پوځي افسر
ډیپلوماټ
سوداگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۷][۸][۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ډونالډ رمزفيلډ
ډونالډ رمزفيلډ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په ايلينوي کې زېږېدلي رمزفيلډ پرېنسټن پوهنتون “Princeton University” کې زده کړې وکړې او په سياسي پوهه کې د سند په تر لاسه کولو سره، ورڅخه په ۱۹۵۴ز کال کې فارغ شو. په سمندري ځواک کې له درې کالونو خدمت څخه وروسته يې د ايلينوي ۱۳ پارلماني سيمه کې کانګرس ته د لار موندلو په موخه ټاکنيزه مبارزه پيل او په ۱۹۶۲ ز کال د ۳۰ کلنۍ په عمر يې ټاکنې وګټلې. نوموړي په ۱۹۶۹ زکال کې د ولسمشر ريچارډ نيکسن له لورې د اقتصادي موکې د دفتر مشر په توګه ګومارنه ومنله؛ د نيکسن له لورې سلاکار وټاکل شو او د کابينې [وزير] په کچه دريځ سرليک ورکړل شو. رمزفيلډ مخکې له دې چې ناټو کې د سفير په توګه وګومارل شي، د اقتصادي ثبات پروګرام “Economic Stabilization Program” مشري يې هم وکړه. کله چې د ۱۹۷۴ زکال په اګسټ کې بېرته واشنګټن ته راوبلل شو، د ولسمشر فورډ له لورې د دفتر رئيس وټاکل شو. نوموړي په ۱۹۷۵ ز کال کې هغه مهال چې د فورډ له لورې د دفاع وزارت ته نوماند شو، خپل يو وخته ځوان کارکونکی ډيک چيني “Dick Cheney” يې د خپل ځايناستي په توګه وګوماره. کله چې فورد د ۱۹۷۶ز کال ټاکنې وبايللې، رمزفيلډ شخصي سوداګرۍ او مالي ژوند [مالي برخو کې کار کولو] ته راوګرځېد او د جي ډي سيرلي اينډ کمپني “G. D. Searle & Company” درمل جوړونې شرکت مشر او اجرائيه رئيس شو. هغه له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د “General Instrument” اجرائيه رئيس او له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې د “Gilead Sciences” رئيس نومول شوی و.

رمزفيلډ د ۲۰۰۱ ز کال جنوري کې د ولسمشر جورج ډبليو بوش له لورې د دويم ځل لپاره د دفاع وزير وټاکل شو. نوموړي د دفاع وزير په توګه د افغانستان او عراق بريدونو کې مرکزي ونډه ولوبوله. نوموړي د عراق له جګړې څخه مخکې او د جګړې پر مهال ادعا وکړه، چې عراق د ډله ييزې ويجاړۍ د وسلو فعال پروګرام درلود؛ مګر تر اوسه يې هيڅکله زېرمې ونه موندل شوې. د پينټاګون يو عمومي پلټونکي راپور وموندل، چې د رمزفيلډ د لوړ سياست مرستيال د عراق او القاعده د اړيکې په اړه بديلې استخباراتي ارزونې رامينځته، توليد او وروسته خپرې کړې، چې ځينې داسې پايلې په کې وې، چې د لوړ پوړو پرېکړه کونکو او استخباراتي ټولنې د رايو له عمومي يووالي يا اجماع سره په ټکر کې وې. د رمزفيلډ د خدمت دوره د ځورونې يا شکنجې کارولو او د ابو غريب د ځورونې او له بنديانو سره د ناوړه چلند د تور له امله تر پوښتنې لاندې او د بحث وړ ده. نوموړي په پرله پسې ډول سياسي ملاتړ له لاسه ورکړ او د ۲۰۰۶ زکال په وروستيو کې يې له دندې څخه لاس واخېست. هغه د خپل تقاعد په کالونو کې د معلوم او نامعلوم “Known and Unknown” تر سرليک لاندې يو خپل ژوندليک او همدا راز د رمزفيليد اصول: سوداګرۍ، سياست، جګړه او ژوند کې د مشرۍ درسونه “Rumsfeld’s Rules: Leadership Lessons in Business, Politics, War and Life” نومي اثر خپور کړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ژوند لومړي کالونه او زده کړې سمول

ډونالډ هينري رمزفيلډ د ايلينوي په شيکاګو کې د ۱۹۳۲ز کال د جولای په ۹ زېږېدلی دی، چې د جورج ډونالډ رمزفيلډ او جينيټ کيرسلي (کورنی نوم: هسټيډ) زوی دی. پلار يې له يوې الماني کورنۍ څخه و، چې په ۱۸۷۰ز لسيزه کې له ويهي “Weyhe” څخه ښکتي ساکسون “Lower Saxony” ته راکډوال شوی و، مګر ځوان ډونالډ ځيني وختونه د «سخت سويسي» په څېر ښکارېده. رمزفيلډ چې د ايلينوي په وېنيټکا کې يې ژوند کاوه، په ۱۹۴۹ زکال د ايګل سکاټ امريکايي سکې ګټونکی شو او هم يې د امريکا د څارونکو يا جاسوس هلکانو ادارې “Boy Scouts of America” له لورې په ۲۰۰۶ زکال کې د ځانګړي ايګل سکاوټ انعام “Distinguished Eagle Scout Award” او د سپينو زرو “Silver Buffalo Award” انعام تر لاسه کړ. په وېنيتکا کې د اوسېدلو پر مهال يې کورنۍ په يوه ډله ييزه کليسا کې ګډون وکړ. نوموړي له ۱۹۴۳ څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې د کليفورنيا په کوروناډو کې ژوند وکړ، په داسې حال کې چې پلار يې په دويمه نړيواله جګړه کې په ارام سمندر کې يوه الوتکه وړونکې بېړۍ کې ګومارل شوی و. هغه په ۱۹۴۹ زکال په فېمونټ سکاټ رانچ “Philmont Scout Ranch” کې د شاهي باغ ساتونکی و. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

رمزفيليډ بېکر ډيمونسټرېشن سکول “Baker Demonstration School” کې ګډون وکړ او وروسته له نيو ټراير عالي ښوونځي “New Trier High School” څخه فارغ شو. نوموړي د پوهنيز او NROTC په پلوی پوهنيزو بورسيو له لارې پرېنسټن پوهنتون کې ګډون وکړ. هغه «د ۱۹۵۲ زکال د فولادو د نيونې قضيه او پر ولسمشريزو واکونو باندې يې اغېز» تر سرليک لاندې د لوړ [ارزښت لرونکي] تيزس له بشپړولو څخه وروسته، په ۱۹۵۴ ز کال کې د سياست برخه کې د “A. B” سند په تر لاسه کولو سره فارغ شو. په پرنسټون پوهنتون کې د اوسېدلو پر مهال، نوموړی يو تکړه شوقي غېږ نيونکی يا پهلوان و، چې وروسته د پوهنتون د غېږ نيونې لوبډلې مشر او د لايټ وايټ فوټبال “Lightweight Football” لوبډلې مشر شو، چې defensive back” لوبه يې کوله. هغه مهال چې پرېنسټن کې و، د فرانک کارلوکسي په نوم له يو بل راتلونکي دفاع وزير سره ملګری شو. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

رمزفيلډ د ۱۹۵۴ زکال د ډسمبر په ۲۷ نېټه له جويس پي پيرسن سره واده وکړ. دوی درې کوچنيان، شپږ لمسيان او يو کړوسی درلود. نوموړي په “Case Western Reserve University School of Law” او “Georgetown University of Law Center” کې ګډون وکړ، مګر له هېڅ يوې ادارې څخه يې سند ترلاسه نه کړ. [۳۱]

سمندري ځواک کې د رمزفيلډ خدمت سمول

رمزفيلډ له ۱۹۵۴ زکال څخه تر ۱۹۵۷زکال پورې د متحده ايالتونو سمندري پوځ کې د سمندري هوا نورد او الوت د لارښود په توګه خدمت وکړ. د هغه لومړنۍ روزنه د شمالي امريکا د “SNJ Texan” بنسټيز روزنتون کې وه، چې له دې ځايه وروسته ټي ۲۸ “T- 28” پرمختللي روزنتون ته بدل شو. نوموړی په ۱۹۵۷ ز کال کې سمندري زېرمه ځواک “Naval Reserve” ته بدل شو او د پوځي تمرين د ساتونکي په توګه يې د الوت او اداري دندو برخه کې خپل سمندري خدمت ته دوام ورکړ. رمزفيلډ د ۱۹۵۸ز کال د جولای په لومړۍ نېټه د کولمبيا سيمې په اناکوشيا سمندري هوړايي تم ځای د اوبتل ضد ۶۶۲ ډلګي “Anti-submarine Squadron 662” کې د انتصابي يا ټاکنيز ساتونکي په توګه وګومارل شو. نوموړي ته د ۱۹۶۰ زکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د مشيګن په ګروسي ايلي سمندري هوايي تمځای “Naval Air Station Grosse Ile, Michigan” کې د اوبتل ضد ۷۳۱ ډلګي د مشرۍ يا قوماندې دنده وروسپارل شوه، چې نوموړي په همدې ځای کې “S2F Tracker” ته الوتنه ورکړه. نوموړی په ۱۹۷۵ زکال کې کله چې د دفاع وزير شو، “Individual Ready Reserve” ټولګي ته بدل شو او په ۱۹۸۹ زکال يې ورڅخه د کپتان يا جګړن رتبې په درلودلو سره لاس واخيست. [۳۲][۳۳]

حکومتي مسلک (۱۹۶۲ – ۱۹۷۵ز کال) سمول

د کانګرس غړی سمول

رمزفيلډ په ۱۹۵۷ز کال د ډوايټ ډي ايسينهوور “Dwight D. Eisenhower” د ادارې پر مهال د مشر ډيويډ اس ډينېسن د اداري مرستيال په توګه خدمت وکړ، چې د اوهايو د ۱۱ ټاکنيزې سيېمم په استازولۍ د کانګرس غړی و. نوموړی په ۱۹۵۹ ز کال د مشيګن د کانګرس غړي روبرټ پي ګرېفين د استخدام مرستيال شو. رمزفيلډ چې له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۶۲ زکال پورې يې د ای جي بيکر اينډ کمپني په نوم د پانګه اچونې له بانکې شرکت سره د دوه کالونو لپاره خدمت کې بوخت و، خپله دا دنده پرېښوده او د پارلمان يا کانګرس غړی شو. [۳۴][۳۵]

نوموړی په ۱۹۶۲ز کال د ۳۰ کلنۍ په عمر د ايلينوی د ۱۳ پارلماني سيمې لپاره د متحده ايالتونو د استازو جرګې ته وټاکل شو او له دې څخه وروسته په ۱۹۶۴، ۱۹۶۶ او ۱۹۶۸ ز کالونو کې په پرله پسې ډول د بيا ځل لپاره وټاکل شو. کانګرس کې د خدمت موده کې اقتصادي ګډې کمېټه، د ساينس او هوايي چلند کمېټه، د حکومتي عملياتو کمېټه او همدا راز د پوځي او بهرنيو عملياتو څېرمه يا فرعي کمېټو کې خدمت وکړ. نوموړی سره له دې چې د اطلاعاتو قانون د ازادۍ “Freedom of Information Act” مخکښ ګډ تمويل کونکی و، د جاپان او امريکا د بين الپارلماني شورا “Japanese-American Inter-Parliamentary Council” ګډ بنسټګر هم و. [۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې سمول

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bz6dq7 — subject named as: Donald Rumsfeld — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Donald-Rumsfeld — subject named as: Donald Rumsfeld — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/rumsfeld-donald-henry — subject named as: Donald Henry Rumsfeld
  4. subject named as: Donald Rumsfeld — PLWABN ID: https://dbn.bn.org.pl/descriptor-details/9810589158405606
  5. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000013527 — subject named as: Donald Rumsfeld — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Donald Rumsfeld, Defense Secretary During Iraq War, Is Dead at 88 — د نشر نېټه: ۳۰ جون ۲۰۲۱ — خپرونکی: The New York Times — د خپرولو نیټه: ۳۰ جون ۲۰۲۱
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13021608n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2003163173 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  9. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/199428707
  10. "Donald H. Rumsfeld – George W. Bush Administration". Office of the Secretary of Defense – Historical Office. مؤرشف من الأصل في May 29, 2019. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Donald H. Rumsfeld – Gerald Ford Administration". Office of the Secretary of Defense – Historical Office. مؤرشف من الأصل في May 29, 2019. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Cronk, Terri Moon; Garamone, Jim (June 30, 2021). "Rumsfeld Was Nation's Youngest, Oldest Defense Secretary". United States Department of Defense. مؤرشف من الأصل في July 2, 2021. د لاسرسي‌نېټه July 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. . Truth, War And Consequences: Why War? – In Their Own Words – Who Said What When. Frontline. PBS
  14. Jackson, Brooks (September 2, 2005). "Anti-war Ad Says Bush, Cheney, Rumsfeld & Rice "Lied" About Iraq". FactCheck.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في July 29, 2020. د لاسرسي‌نېټه May 28, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په February 8, 2007 باندې). Pentagon office produced 'alternative' intelligence on Iraq. McClatchy.
  16. (په February 4, 2005 باندې). Rumsfeld Says He Offered to Quit.
  17. Burns, Robert (2021-06-30). "Former U.S. Defense Secretary Donald Rumsfeld dies at 88". CTVNews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Rumsfeld, Donald (January 11, 1946). "My autobiography" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في January 16, 2017. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Donald Rumsfeld | Biography & Facts". Encyclopedia Britannica. مؤرشف من الأصل في October 18, 2020. د لاسرسي‌نېټه October 25, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. . Donald Henry Rumsfeld.
  21. Bradley Graham (2009). By His Own Rules: The Ambitions, Successes, and Ultimate Failures of Donald Rumsfeld. PublicAffairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58648-421-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Jon C. Halter (September 2006). "Speakers Highlight Scouting's Core Values". Scouting. Vol. 94 no. 4. د کتاب پاڼې 35. مؤرشف من الأصل في June 29, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Nicholas G. Hahn III (August 5, 2013). "Donald Rumsfeld's Golden Rule". Real Clear Religion. مؤرشف من الأصل في August 6, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. . Radio Interview with Defense Secretary Donald Rumsfeld on KOGO Radio San Diego with Mark Larson. KOGO
  25. "Secretary Rumsfeld's Remarks at the White House Conference on Cooperative Conservation". United States Department of Defense. August 29, 2005. مؤرشف من الأصل في October 2, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Known and Unknown – Donald Rumsfeld – Author Biography". Litlovers.com. مؤرشف من الأصل في June 24, 2017. د لاسرسي‌نېټه April 17, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Habermehl, Kris (January 25, 2007). "Fire Breaks Out at Prestigious High School". د اصلي آرشيف څخه پر April 20, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 28, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. کينډۍ:Cite thesis
  29. "Princeton University Senior Theses Full Record: Donald Henry Rumsfeld". د اصلي آرشيف څخه پر October 13, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په December 30, 2018 باندې). Frank Carlucci: The Shrewdly Low-Key Defense Secretary. Politico.
  31. Mills, Curt (June 30, 2021). "Donald Rumsfeld, Nixon Republican Turned Iraq War Salesman, Dead At 88". The American Conservative. مؤرشف من الأصل في July 2, 2021. د لاسرسي‌نېټه July 5, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. . Rumsfeld revealed: Secretary's Navy career spanned 35 years. Air Force Times.
  33. "DefenseLink's Rumsfeld Biography". د اصلي آرشيف څخه پر July 7, 2006 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "RUMSFELD, Donald Henry". Biographical Directory of the United States Congress. April 22, 2007. مؤرشف من الأصل في April 25, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. . Donald Rumsfeld.
  36. "Donald Rumsfeld". White House. مؤرشف من الأصل في June 1, 2008. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Donald Rumsfeld". White House. November 3, 1975. د اصلي آرشيف څخه پر July 15, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Freedom of Information Act at 40". National Security Archive. July 4, 2006. مؤرشف من الأصل في July 4, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)