دانق یوه فارسي کلمه ده چې په ایران او عراق کې کارول کیږي.

د دانق وزن سمول

د لغت له مخې الدانق قيرطان د دوه قیراطو یو دانق دی، ابن اثیر وايي، الدانق السدس الدرهم، دانق د درهم شپږمه برخه ده، يانې يو دانق کې شپږ درهم ارزښت وي.وَالدِّرْهَمُ سِتَّةُ دَوَانِيقَ، وَالدَّانِقُ قِيرَاطَانِ، وَالْقِيرَاطُ طَسُّوجَانِ، وَالطَّسُّوجُ حَبَّتَانِ، يو درهم شپږ دانقه کيږي، يو دانق دوه قيراطه کيږي، قيراط د طسوج برابر دی او طسوج د حبې برابر دی.

د حنفيانو اختلاف سمول

د حنفي مذهب له نظره دانق ۱/۶ دی، ملا علي قاري د الدانق السدس الدرهم لیکي، د دانق وزن ۱/۶ درهم دی.

توپیر سمول

د محدثينو له نظره يو دانق دوه قيراط او د حنفي فقهاوو په اند يو دانق څلور قيراطه وزن لري.

  • د محدثينو له نظره يو دانق = دوه قيراط يا 1/6 درهم = 4.1/5 رتي.
  • د احناف له نظره یو دانق = څلور قيراط = 7.1/5 رتي

په لسیزسیسټم کې سمول

  • د محدثینو په وینا، یو دانق = 510.3 ملي ګرامه وزن لري
  • د احنافو له نظره يو دانق = 874.8 ملي ګرامه وزن لري [۱] .

حوالې سمول

  1. اسلامی اوزان صفحہ15،فاروق اصغر صارم،ادارہ احیاء التحقیق الاسلامی گوجرانوالہ