چنگېز خان

(له چنګيزخان نه مخ گرځېدلی)

چنګیز خان(له ۱۱۵۸ کال نه د ۱۲۲۷ ز کال د اګست تر ۱۸مې پورې) چې د تمیوچين په نوم زېږېدلی، د مغولي سترواکۍ بنسټ اېښودنکی او د هغې لوی خان (سترواک) دی چې نوموړې سترواکي د هغه له مړینې وروسته په تاریخ کې تر ټولو لویه نېښتې سترواکي شوه. چنګیز خان د شمال ختیځې آسیا د کوچیانو قومونو په یوځای کولو سره واک ته ورسېد او کله چې وروسته د مغولیانو عمومي واکمن چنګیز خان اعلان شو، نوموړي د مغولیانو یرغلونه پیل کړل، چې په پایله کې یې د یوریشیا ډېره برخه تر واک لاندې راوسته، چې په لوېدیځ کې تر پولنډ او په سویل کې ترمصر پورې پراخه وه. د نوموړي لویې لښکر اېستنې د قره خیتای، خوارزمیانو او د لویدیځ ژیا او د جین د کورنیو پر وړاندې وې او د منځنیو پیړیو پر ګرجستان، کیوان روس او پر بلغاریا یې بریدونه ترسره کړل.  

چنگېز خان
ᠴᠢᠩᠭᠢᠰ ᠬᠠᠭᠠᠨ، اوᠴᠢᠩᠭᠢᠰ ᠬᠠᠭᠠᠨ، اوЧингис хаан  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
چنگېز خان
چنگېز خان

د شخص مالومات
زېږون نوم ᠲᠡᠮᠦᠵᠢᠨ،  Тэмүжин  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۳۱ مې ۱۱۶۲
مړینه 18 اگسټ 1227 (65 کاله)[۱] او 25 اگسټ 1227 (65 کاله)[۲][۳]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د مغولو امپراتوري   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک پوځ مشر ،  پاچا   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د مغولو له خوا د خوارزمي سترواکۍ سوبه(فتحه)   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
چنگېز خان
چنگېز خان

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ
چنگېز خان

په سیمه ییزو تاریخونو کې چنګیز خان او د هغه سترواکي وېروونکی شهرت لري. د منځنیو پیړیو ډېری تاریخ پوهان او عصري تاریخ لیکونکي د چنګیز خان فتوحات د بې سارې ورانۍ لامل ګڼي چې د لویو ډیموګرافیکي بدلونونو او د ډله ییزو وژنو او لوږې په پایله کې د نفوسو د سخت کمښت لامل شول. یو محافظه کار اټکل وایي چې: نږدې څلور ملیونه ملکي وګړو (په داسې حال کې چې نورې شمېرې وایی چې له څلوېښتو نه تر شپیتو ملیونو وګړو) د چنګیز خان د نظامي خوځښتونو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. برعکس، د کوچو د پاچهۍ بودايي اویغور وګړو، چې په خپله خوښه یې د قره ختای سترواکۍ پرېښوده او د مغولیانو تابع شول، چنګیزخان ته د یو آزادي غوښتونکي په سترګه ګوري، خو چنګیز خان د مغولي سترواکۍ له لاري د دود، ټیکنالوژۍ او افکارو د لوی خپراوي لپاره د پخوانیو رنسانس سرچینو له خوا د مثبت ټکي او د درناوي وړ ګڼل کېږي. مغولي سترواکۍ د لوی خان د ژوند په پای کې د منځنۍ اسیا او چین ډېره برخه ونیوله. چنګیز خان د خپلو فوق العاده پوځي بریالیتوبونو له امله ډېری د ټولې زمانې د سترو فاتحانو له ډلې نه ګڼل کېږي.[۴][۵][۶][۷][۸][۵][۹][۱۰]

له خپلو پوځي لاسته راوړنو هاخوا، چنګیز خان مغولي سترواکۍ  ته په نورو برخو کې هم پرمختګ ورکړ. نوموړي پریکړه وکړه چې د اویغورلیکدود( رسم الخط)  د سترواکۍ د لیکلنیز سیستم په توګه ومنل شي. هغه د مغولیانو په سترواکۍ کې منصب د وړتیا پر بنسټ عملي کړ او دیني زغم یې وهڅاوه.  د شمال ختیځې آسیا کوچي قومونه یې متحد کړل. اوسنی منګولیا نوموړۍ د دې هېواد  بنسټ ایښودونکی بولي. هغه تر یوه همغږي سیاسي چاپیریال لاندې د ورېښمو د لارې د راوستلو له امله هم ستایل کېږي. دې کار د شمال ختیځې اسیا، د مسلمانانو سویل لویدیځې اسیا او عیسوي اروپا ترمنځ یو څه اسانه اړیکې او سوداګري را منځ ته کړه، چې د درې واړو سیمو دودیز لیدلوري یې پراخ کړل.[۱۱][۱۲]

نوم او سپلېنګ

د Secret History (پټ تاریخ) پر بنسټ: تیموچین د تاتار مشر تیموچین اوګي د نوم له امله نومول شوی چې د هغه پلار هغه مهال نیولی و. د پاول پېلیوت له قوله: د تیموچین نوم  د ترکي-مغول تمیورسین سره سمون لري چې د پښ(آهنګر) په معنا دی. په هغه ځای کې داسې دود شتون درلود چې چنګیز خان یې د آهنګر په توګه ګاڼه، که څه هم بې بنسټه ښکاري، خو د دیارلسمې پېړې په نیمه کې یې شهرت پیدا کړ. [۱۳]

د وړیار لقب چنګیز خان ښایي د د ترکي تنګیز نه اخیستل شوی وي، چې د سمندر په معنا دی، چې په تحت الفظي توګه "د سمندري واکمن" دی او په سبمولیک ډول د "نړیوال واکمن" په توګه تعبیر شوی دی. چنګیز خان په مختلفو ژبو کې په بېلابېلو بڼو لیکل کېږي، لکه په منګولیایې کې: Chinggis Khaan، په انګلیسي کې: Chinghiz, Chinghis, Chingiz، په چینایي کې: 成吉思汗، په پینین کې: Chéngjísī Hán ، په ترکي کې: Cengiz Han, Çingiz Xan, Chingizxon, Shın'g'ısxan, Çingiz Han Çıñğız Xan, Şıñğıs xan, Çiñğiz Xaan, Çiñğizhan,، په روسي کې: Чингисхан (Čingiskhan) or Чингиз-хан (Čingiz-khan), او داسې نور. تیموچین په ساده چینایي کې: 铁木真 او په دودیزه چینایي کې: 鐵木眞 او په پینین کې: Tiěmùzhēn لیکل کېږي. [۱۴][۱۵]

کله چې قوبلای خان په ۱۲۷۱ ز کال کې د یوان د کورنۍ بنسټ کېښود، هغه خپل نیکه اړ کړ چې چنګیز خان په رسمي سندونو کې ولیکي او هغه ته یې د معبد نوم تایزو (په چینایي کې:  太祖)، او له مرګ وروسته نوم سترواک شینګوا (په چینایي کې: 聖武皇帝) نوم ورکړ. کلوګ خان وروسته د چنګیز خان لقب د سترواک فاتیان قیون شینګوا (چینایي: 法天啟運聖武皇帝) ته پراخ کړ. له دې امله چنګیز خان ته په چینایي تاریخ کې د یوان تایزو (د یوان سترواک تایزو چینایي: 元太祖)  هم ویل کېږي.

پخوانی ژوند

زېږون او نسب

چنګیز خان ښایي په ۱۱۶۲ ز کال کې د بورخان خلدون غره و د اونون او کرلین سیند ته نږدې په  دیلیون بولدوګ او اوسنۍ شمالي منګولیا کې اوسنۍ پلازمېنې اولانباتار ته نږدې زیږېدلی وي. د مغولیانو پټ تاریخ بیانوي چې: تموچین د زېږون په وخت کې په خپل لاس کې د وینې ټوټه نیولې وه، چې دا یوه دودیزه نښه ده چې د هغه برخلیک د یوه لوی مشر په توګه ټاکل شوی و.  

هغه د خپل پلار یسوګي د دویمې ښځې هویلون لومړی زوی و، چې د خاماګ مغول په ټولنه کې د کې د کیاد مشر و او د کرایټ قبیلې د توغرل ملګری و.[۱۶]

د یسوخي قبیله بورجیګین وه او هویلون د چنګیرخان د قبیلې د اولخونت له فرعي نسب نه و. دوی د نورو قومونو په څېر کوچیان وو. د تیموچین غوره شالید، هغه ته لاره هواره کړه چې له نورو مغول قبیلو نه مرسته وغواړي او په پای کې یې یوځای کړي.[۱۷][۱۸][۱۹]

چنګیزخان د پلار له اړخه د قابل خان، امباغي او هاتلو خان سره نسب لري، چې دوی د خاماګ مغول د ټولنې مشري کوله او د بوندوچار منخاګ (۹۰۰ ز کال) زامن وو. کله چې په ۱۱۶۱ ز کال کې د جورچین جین کورنۍ خپل ملاتړ له مغولو نه تاتاریانو ته بدل کړ، هغوی قابل خان له منځه یووړ. [۲۰][۲۱]

د چنګیز خان پلار، یسوګي (د کیات بورجیګین قبیلې مشر او د امباغای او هاتلوخان له خوا د خوشال خان، امباغی او هوتولا خان وراره) د مغولیانو د کورنۍ د مشر په توګه راڅرګند شو. دا درېځ، د تایی چیود قبیلې له خوا له مخالف سره مخامخ شو، چې د امباغی مستقیم نسل و. کله چې تاتاریان له ۱۱۶۱ ز کال نه وروسته ډېر ځواکمن شول، جین له تاتارانو نه خپل ملاتړ کرایتانو ته بدل کړ.  [۲۲][۲۳][۲۴]

مخينه

زوكړه

 
د اونون سيند, منگوليا, هغه ځاى چې تيموجېن پكې وزېږېد او رالوى شو.

په هغه وخت كې د ليكدود د كمښت له امله د تيموجن (چنگېزخان) د زېږېدنې او كوشنيتوب په اړه څه كره مالومات په لاس كې نشته، مگر كومې سرچينې چې دده د ژوند په اړه يوڅه مالومات وړاندې كوي، هغوي هم پرې چندانې باوري نه ول.






سرچینې

  1. Script error: The function "Lang" does not exist. — موضوع: Genghis Khan
  2. Script error: The function "Lang" does not exist. — موضوع: Чингисхан — ورځپاڼه: 34 — پاڼه: 592 — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia — منښتلیک: works protected by copyrights
  3. د ټولټال کار کتنه په: http://enc.cap.ru/ — ليکوال: Yury Isayev — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Chuvash publishing company — ISBN 978-5-7670-1471-2
  4. Ian Jeffries (2007). Mongolia: a guide to economic and political developments. Taylor & Francis. pp. 5–7. ISBN 0-415-42545-X.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Lane 2004، مم. 29–41.
  6. Diana Lary (2012). Chinese Migrations: The Movement of People, Goods, and Ideas over Four Millennia. Rowman & Littlefield. p. 53. ISBN 9780742567658.
  7. Andrews, Evan. "10 Things You May Not Know About Genghis Khan". History Channel.
  8. "Twentieth Century Atlas - Historical Body Count". necrometrics.com. بياځلي په 2020-10-21.
  9. Weatherford, Jack (October 25, 2016). Genghis Khan and the Quest for God: How the World's Greatest Conqueror Gave Us Religious Freedom. Penguin. ISBN 978-0-7352-2116-1.
  10. Weatherford 2005، م. کينډۍ:Pn.
  11. "Genghis Khan". North Georgia College and State University. خوندي شوی له the original on March 6, 2010. بياځلي په January 26, 2010.
  12. "Mongol empire – The Golden Horde". Encyclopedia Britannica. بياځلي په April 10, 2020.
  13. Denis Sinor (1997). Studies in Medieval Inner Asia. p. 248.
  14. ЧИНГИСХА́Н Archived 2022-06-20 at the Wayback Machine. — Big Russian Encyclopedia, 2010
  15. Cartwright, Mark (16 September 2019). "Definition:Genghis Khan". World History Encyclopedia. بياځلي په 25 October 2021.
  16. Morgan 1986، م. 58.
  17. Guida Myrl Jackson-Laufer, Guida M. Jackson, Encyclopedia of traditional epics, p. 527
  18. Kahn, Paul (adaptor) (1998). Secret History of the Mongols: The Origin of Chingis Khan (expanded edition): An Adaptation of the Yüan chʾao pi shih, Based Primarily on the English Translation by Francis Woodman Cleaves. Asian Culture Series. Boston: Cheng & Tsui Co. p. 192. ISBN 978-0-88727-299-8.
  19. Columbia University، م. 3.
  20. Derenko او نور 2007، م. 5.
  21. Ratchnevsky 1991، مم. 9–10.
  22. ЧИНГИСХА́Н Archived 2022-06-20 at the Wayback Machine. — Big Russian Encyclopedia, 2010
  23. Lee 2016، مم. 4-6.
  24. Derenko او نور 2007، م. 2.