د مغولو له خوا د خوارزمي سترواکۍ سوبه(فتحه)

د مغولو له خوا د خوارزم فتحه، یا په فارس باندې د مغولو برید (په فارسی کې: حمله مغول به ایران)، د چنګېزخان او هلاکو خان تر مشرۍ لاندې د مغولیانو له خوا په خوارزمي سترواکۍ باندې یرغل ګڼل کېږي. د مغولیانو له خوا د دې ترک-فارس سترواکۍ بشپړه ماتې او نسکورېدلو، د منځنۍ آسیا او اسلامي نړۍ د نیولو پیل په ګوته کړ. [۱][۲][۳]

د هغو پېښو بهیر چې د مغولیانو د برید لامل شو، هغه وخت پيل شو چې د خوارزم پاچا دویم پاچا محمد، له چنګيز خان سره د سولې تړون مات کړ. د پاچا له امر سره سم، د اوترار (فاراب) ښاروال، د مغولیانو د سوداګریز کاروان ټول غړي ونیول او ووژل. کله چې خان د لویې جګړې د مخنیوي د هڅې لپاره ګرکانج سیمې ته پاچا ته دری ډیپلوماټان ولېږل، د پاچا له خوا له یوه نه ککرۍ پرې شوه، د نورو یې په عامه حضور کې سپکاوی وشو. چنګیز له دې سپکاوي نه په غوصه شو او په چین کې یې خپلې جګړې و ځنډولې او په خوارزم یې برید ته چمتووالی ونیو.  

په ورپسې شخړو کې، چې څه کم دوه کاله یې دوام وکړ، د مغولو لښکرو له خوا د پاچا سترواکي نسکوره شوه. چنګیز، چې شاوخوا د سل زره کسیز پوځ مشري کوله، د خوارزمیانو د ستروکۍ له شته کمزورتیاو او شخړو نه په ګټه خپل دښمنان جلا او ووژل. د خوارزمي سترواکۍ دری مخکښ ختيځ ښارونه (بخارا، سمرقند او ګرګانج) په بریالۍ توګه کلابند او لوټ شول، د لوېديځو ښارونو مروې او نيشاپور وګړي د بشر په تاريخ کې د یوې خونړۍ جګړې په ترڅ کې د تورو په تورتم کې وځپل شول. پاچا محمد چې د خپلې پاچهۍ له لاسه ورکولو نه ستړی شوی و، چې د مغول له سترواکۍ سره د یوځای کېدو په حال کې وه، د کسپین سمندرګي په یوه ټاپو کې له نړۍ نه سترګې پټې کړې.  

په منځنۍ اسیا کې د خوارزمیانو د ارزښتناکه سیمو په نیولو سره، په قفقاز او عباسي سترواکۍ باندې د مغولیانو د راتلونکو بریدونو لپاره لاره هواره شوه. کله چې وروسته مغول سترواکي په څلورو جلا خانانو ووېشل شوه، د خوارزمیانو ډېری خاوره به د چنګیز تر واک لاندې راغلې وه چې د ځواکمنو ایلخانانو تر واک لاندې وه، چې د شمالي ډېری خاوره د چغتای د خان له خوا اداره کېدله. دې شمالي برخو د تیمور لپاره لاره هواره کړه چې د پاتې آسیا پر لور خپل لښکر را وباسي.  

د جګړو سرچینې

سمول

د چنګیز خان د مغلستان سترواکۍ د قره ختایانو له ماتې وروسته، د خوارزم له سترواکۍ سره ګډه پوله ترلاسه کړه، چې د پاچا علاو الدین محمد تر واک لاندې وه. پاچا په وروستیو کې ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې وې او نوموړی له خلیفه ناصر سره په شخړه کې بوخت و. پاچا خليفه ته د اسلام د مشر په توګه د بعیت نه ډډه کړې وه او پرته له کوم عادي امتیاز او پلمې نه يې د خپلې سترواکۍ د پاچا په توګه د رسمیت پېژندلو غوښتنه درلوده. دې کار نوموړي ته یوازې د سویلي پولې په اوږدو کې ستونزې را پورته کړې. په همدې مهال د مغولو ګړندۍ پراخېدونکې سترواکۍ اړیکه ټینګه کړه. مغول تاریخ پوهان په دې خبره کلک ولاړ دي چې په هغه وخت کې لوی خان په خوارزم سترواکۍ د برید هوډ نه درلود او یوازې سوداګري او ان له احتمالي یووالي سره یې لېوالتیا درلوده. [۴][۵]

د فارسي تاریخ لیکونکي منهاج سراج له قوله: چنګیز خان د خوارزمیانو د سترواکۍ واکمن دویم محمد ته یو پیغام ولېږه چې د سوداګرۍ غوښتنه یې وکړه او هغه ته یې د خپل ګاونډی په توګه روغبړ کړی و: "زه د لمرختو د خاورې مالک یم، په داسې حال کې چې تاسو د لمرلوېدو پر خاوره واکمني کوئ. راځئ چې د ملګرتیا او د سولې کلک تړون ټینګ کړو، یا یې هغه ویلې: "زه د لمر-ختو د خاورې خان یم، په داسې حال کې چې ته د لمرلوېدو د خاورې سلطان یې: راځئ چې د ملګرتیا  او سولې کلکه هوکړه ټینګه کړو". پاچا د سوداګرۍ د تړون په اړه د چنګیز په لېوالتیا شک درلود او د چین په ژونګډو (بیجینګ) کې د پاچا سفیر په خپلو پیغامونو کې د جین له کورنۍ سره په جګړې کې پر ښار د برید پر مهال د مغولیانو وحشت ته ګوته ونیوله. د پام وړ خبره دا وه چې د مغولیانو له يرغل نه څو کاله وړاندې د بغداد خليفه هڅه کړې وه چې د مغولیانو او پاچا ترمنځ جګړې ته اور ورکړي. د خلیفه له خوا له چنګیز خان سره د یووالي هڅه د ناصر او پاچا تر منځ د شخړو له امله وه، خو خان له داسې واکمن سره د یووالي لپاره هېڅ لېوالتیا نه درلوده چې ځان د مطلق واکمن په توګه و ګڼي، که ولیعهد وي یا نه، او دې کار خلافت له نسکورېدو سره مخ کړ چې د چنګیز لمسي هلاکو پر مټ ترسره شو. په هغه وخت کې، دا هڅه د دې لپاره وه چې پاچا د ځان لپاره د خوارزم د سلطان لقب غوښتنه کوله، خو خليفه د دې لقب له ورکولو سره لېوالتیا نه درلوده او پاچا هم په خپل وار سره د نوموړي د واک له منلو نه انکار وکړ. که څه هم دا ډول واک خيالي بڼه درلوده، خو دا ښکاره وه چې چنګیز د جګړې نظر رد کړ ،ځکه چې هغه د جین له کورنۍ سره په جګړه کې ښکېل و او د خوارزم له سترواکۍ سره یې له سوداګرۍ نه ډېره شتمني ترلاسه کوله. [۶][۷]

وروسته چنګیز له خوارزمیانو سره د رسمي سوداګریزو اړیکو د ټینګولو لپاره د مسلمانانو ۵۰۰ کسیزه کاروان واستاوه، خو د اوترار (فاراب) ښار د خوارزميانو والي انالچوک (غایرخان) د هغه کاروان غړي و نیول چې له منګوليا نه راغلي وو او ادعا يې کوله چې دا کاروان د خوارزم پر وړاندې دسیسه ده. نوموړي د سلطان محمد له رضایت سره سم ټول کاروان اعدام کړ او مالونه یې په بخارا کې وپلورل،  خو داسې نه ښکارېده چې د سوداګریز پلاوي کوم غړي دې جاسوس وي او نه هم داسې ښکارېده چې چنګیز د دې د کاروان له لارې د خوارزم له سترواکۍ سره د جګړې د پیل هڅه کوله، په داسې حال کې چې هغه په ورته وخت کې په شمالي چین کې د جین د سترواکۍ په وړاندې د پر له پسې پرمختګ په حال کې و. [۸]

چنګیز خان د دویم ځل لپاره د درېو سفیرانو (یو مسلمان او دوه مغلولیانو) یوه بله ډله د پاچا سره د لیدو لپاره ولېږله او غوښتنه یې وکړه چې د اوترار کاروان باید خوشې شي او والي باید د سزا لپاره دوی ته وسپارل شي. پاچا د سفیرانو له بېر ته ستنېدو نه مخکې د دواړو مغولیانو استازو سرونه وخریل او د مسلمان استازي سر يې پرې کړ. محمد امر وکړ چې د کاروان غړي دې اعدام شي. دا کړنې د خان لپاره چې سفیران یې "سپېڅلي او دتاوتریخوالي وړ نه ګڼل"، د لوی سپکاوي په توګه وګڼل شوې. دا کار د خوارزمیانو پر سلطنت د چنګیز خان د برید لامل شو. مغولیانو د تيان شان له غرونو نه تېر شول او په ١٢١٩ ز کال کې د پاچا سترواکۍ ته را ورسېدل.[۹][۱۰]

سرچینې

سمول
  1. CLASH OR COMPROMISE? MONGOL AND MUSLIM LAW IN THE ILKHANATE (1258–1335) SOAS
  2. Religion under the Monols (Cambridge)
  3. The Chosen Few
  4. Saunders, J. J. The History of the Mongol Conquests
  5. Hildinger, Eric. Warriors of the Steppe: A Military History of Central Asia, 500 B.C. to A.D. 1700
  6. Soucek, Svatopluk A History of Inner Asia
  7. Ratchnevsky, Paul. Genghis Khan: His Life and Legacy, p. 120.
  8. Leo de Hartog (2004). Genghis Khan: Conqueror of the World. Tauris Parke. pp. 86–87. ISBN 1-86064-972-6.
  9. Prawdin, Michael. The Mongol Empire.
  10. Ratchnevsky 1994, p. 129.