دوه مینه وال - اوټو مولر
یو هلک له خپلې ملګرې سره

چنغله هغه لقب دی چې یوې نجلۍ یا ښځې ته ورکول کیږي، او په تعریف کې، دا يوه ملګرې او انډيواله ده چې د یو چا سره په دوه اړخیزه توګه مينه ناکه یا عاشقانه جنسي اړیکه جوړوي؛ په هرصورت، دا سرلیک هغو ښځو او نجونو لپاره هم کارول کیږي چې د همجنسبازۍ له امله په عاشقانه-جنسي اړیکو کې ښکېل دي. [۱]

د "چنغلې" لقب پراخ او مختلف استعمالونه لري، نو په دې برخه کې ډېری بحثونه او اختلافونه شتون لري. په لوېدیځو ټولنو کې هغه نجلۍ چې د خپل نارینه غوره ملګري سره نږدې اړیکې لري د "ملګرې يا چنغلې" په نوم یادیږي او دا اړیکه تر ډېره د ملاقات، تلیفون کولو، بهر تګ او داسې نورو سره تړاو لري. د هلکانو لپاره، د ملګرتیا او دوستۍ لپاره د نجلۍ هڅول په ځوانۍ او نو ځوانۍ کې یو مهم پړاو دی. ځينې پښتانه خپلې کوژدنې ته هم چنغله وايي.

اړوندې پوښتنې سمول

  • ناسته ترتیب کړئ - نیټه ولرئ
  • د مخالف جنس سره ملګرتیا
  • چنغول

پايليکونه سمول