چارليماګني

چارليماګني
چارليماګني
چارليماګني

د شخص معلومات
پيدايښت العقد 740
آخن  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه ۲۸ جنوري ۰۸۱۴[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آخن[۶][۷][۸][۹][۱۰][۴][۱۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ناروغي  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.84 متر[۱۲]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خاندان کارولينګين کورنۍ[۱۳]  د (P53) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده پاچا[۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه[۱۵][۱۶][۱۷]
يوناني ژبه[۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
چارليماګني
چارليماګني

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارليماګني يا ستر چارلس (زوکړه: ۷۴۷ د اپرېل ۲، مړينه: ۸۱۴ د جنوري ۲۸) د کارولينګي کورنۍ غړی و، چې له ۷۶۸ز کال څخه د فرانکس پاچا “King of the Frank”، له ۷۷۴ز کال څخه د لومباردس پاچا “King of Lombards” او له ۸۰۰ کال څخه د مقدس روم لومړنی سترواک و. چارليماګني د لويديځې او مرکزي اروپا د ډېری برخو په يو ځای کولو بريالی شو او لومړنی پېژندل شوی سترواک و، چې نږدې درې پېړۍ وړاندې يې د لويديځ روم د سترواکۍ له ړنګېدلو څخه وروسته له لويديځې اروپا څخه واکمني وکړه. د فرانک هغه پراخه دولت چې چارليماګني رامنځته کړی و، د کارولينګي سترواکۍ په نوم يادېده. نوموړی د درېيم انټيپاپ پاشال نومي قانون له لورې (چې وروسته بې اعتباره وګڼل شو) قانوني شخص ګڼل شوی و او اوسمهال په کاتوليک کليسا کې د ځينو نورو له لورې سپېڅلی او ستر شخص (چې د سپېڅلتيا په لاره کې يو ګام دی) ګڼل کېږي. [۱۸]

چارليماګني د شارټ پيپين “Pepin the Short” او د لاون بيرټرادا “Bertrada of Laon” تر ټولو مشر زوی و. نوموړی د هغوی له قانوني واده څخه مخکې زېږېدلی و. چارليماګني په ۷۶۸ز کال کې د خپل پلار له مړينې څخه وروسته د فرانکس پاچا شو او په پيل کې په ۷۷۱ز کال کې د خپل ورور لومړی کارلومېن تر مړينې پورې له نوموړي سره ګډ واکمن و. د يوازيني واکمن په توګه، نوموړي د پاپ دورې د خونديتوب برخه کې د خپل پلار تګلارې ته دوام ورکړ او د هغه يوازينی ګټندوی پاتې شو، شمالي ايټاليا کې يې لومبارديان له واک څخه لرې کړل او اسلامي هسپانيه کې يې د يو بريد مشري وکړه. نوموړي د هېواد ختيځ کې د ساکسونيانو پر وړاندې هم مبارزه وکړه او د مرګ سزا د ورکولو له لارې يې هغوی عيسويان کړل، چې دا چاره د ويردين عام وژنې “Massacre of Verden” په څېر پېښو لامل شوه. چارليماګني په ۸۰۰ کال کې هغه مهال د خپل واک لوړو پوړيو ته ورسېد، چې د روم د پخواني سېنټ پيټر په باسيليکا “Old St. Peter’s Basilica” کې د عيسويانو د اختر (کرسمس) په ورځ د پاپ درېيم ليو “Pope Leo III” له لورې د روميانو د سترواک په توګه تاج ور پر شو. [۱۹][۲۰]

چارليماګني ته «د اروپا پلار» ويل شوی دی، ځکه چې نوموړي د رومي سترواکۍ له لرغونې دورې راهيسې په لومړي ځل د لويديځي اروپا زياتره برخې او د اروپا ځينې هغه برخې سره يو ځای کړې، چې وار له مخه هيڅکله د رومي يا فرانکي واکمنۍ لاندې نه وې. د نوموړي د واکمنۍ دورې کارولينګي رنسانس راوپاروه، چې په لويديځه کليسا “Western Church” کې د پياوړي کلتوري او فکري فعاليت دوره وه. چارليماګني د ختيځ ارتودوکس کليسا لپاره ډېر د پام وړ ځکه نه و، چې نوموړي د نایسين عقيدې (فيليوک “filioque”) څخه ملاتړ کاوه او د سترواک په توګه د پاپ له لورې د ختيځ روم سترواکۍ له لومړنۍ ښځينه واکمنې د اتن ايريني “Irene of Athens” څخه غوره ګڼل کېده. دا او نور مخالفتونه په پای کې د ۱۰۵۴ز کال په ستر بېلتون “Great Schism” کې د روم او قسطنطنيې د بېلتون لامل شول. [۲۱][۲۲]

چارليماګني په ۸۱۴ زکال کې د سږو د ساري ناروغۍ له امله مړ شو. نوموړی د خپلې سترواکۍ د پلازمېنه ښار اچين “Aachen” په اچين ستره کليسا “Aachen Cathedral” کې خاورو ته وسپارل شو. هغه لږ تر لږه څلور ځلې واده وکړ او درې مشروع زامن يې درلودل، چې تر ځوانۍ پورې يې ژوند وکړ. د زامنو له ډلې يې يوازې کشر زوی دينداره لويس “Louis the Pious” د هغه د ځايناستي کېدلو تر وخته ژوندی پاتې شو. چارليماګني او د هغه سلف يا نيکونه د کېپټي کورنۍ، اوتوني کورنۍ، د لوکزامبورک کورنۍ او ايوريا کورنۍ په ګډون د روپا د زياتره شاهي کورنيو مستقيم نيکونه دي. [۲۳][۲۴][۲۵]

نومونه او لقبونه سمول

د سترواک «چارليماګني» نوم چې په عمومي ډول انګليستان کې يې پرې خلک پېژني، له فرانسوي چارليس لي ماګني “Charles-le-magne” څخه اخېستل شوی دی، چې «د ستر چارلس» معنا لري. په معاصره الماني ژبه کې (Karl der Große) نوم ورته معنا لري. د نوموړي ورکړل شوی نوم يوازې چارلس و، چې لاتيني کوې ورته کارولس “Carolus”، لرغونې سترې الماني کې ورته کارلس “Karlus” او روماني ژبه کې ورته کارلو “Karlo” ويل کېږي. نوموړی د خپل نيکه چارلس مارتيل په نوم نومول شوی و او دا هغه غوراوی يا ټاکنه وه، چې نوموړی يې په ارادي ډول د مارتيل د رښتيني وارث په توګه په نښه کړ. [۲۶][۲۷][۲۸]

د ماګنس “magnus” (ستر) لقب ښايي د هغه په ژوند کې وار له مخه ورپورې تړل شوی وي، مګر دا خبره يقيني نه ده. معاصر لاتيني شاهي فرانکي انالس نوموړی په عادي ډول “Carolus magnus rex” (ستر پاچا چارلس) بولي. د لقب په توګه ياد نوم نږدې ۹۰۰ زکال کې يوازې د پويټتا ساکسو “Poeta Saxo” په کتابونو يا اثارو کې په يقيني ډول تاييد شوی دی او يوازې نږدې ۱۰۰۰ ز کال کې د خپلې پخوانۍ سترواکۍ په ټولو سيمو کې معياري شو. [۲۹][۳۰]

د چارلس لاسته راوړنو د هغه نوم ته يوه نوې معنا ورکړه. د اروپا په زياترو ژبو کې د «پاچا» ويی د نوموړي له نوم څخه اخېستل شوی دی. د بېلګې په ډول: پولينډي «król»، اکرايني «король (korol')»، چکي «král»، سلواکي «kráľ»، هنګري «király»، ليتوانيايي «karalius»، لتويايي «karalis»، روسي «король»، مقدونيايي «крал»، بلغاريايي «крал»، سيربو او کروشيايي سيريليک «краљ/kralj» او ترکي «kral». دا پرمختګ په اصلي رومي سترواکۍ کې د قيصرانو له نوم سره موازي دی، چې په نورو سترواکيو کې يې بڼه قيصر “kaiser” او تزار (يا زار) شوه. [۳۱]

سياسي شاليد سمول

په ۶ ز پېړۍ کې د فرانکس “Franks” په نوم د ختيځ المان قبيله کاتوليک مذهب ته د لومړي کلووېس “Clovis I” د اوښتلو له امله د پام وړ کچه عيسوي شوې وه. فرانسيا “Francia” چې د ميرووېنګيانو “Merovingians” له لورې پرې واکمني کېدله، د پاچاهيو له ډلو تر ټولو ځواکمنه وه، چې د لويديځ رومي سترواکۍ ځايناستې شوه. د تیرټرای له جګړې “Battle of Tertray” څخه وروسته د ميرووېنګيانو واک کمزوری شو، چې له امله يې د “rios faineants” (بې واکه پاچاهان) ونومول شول. نږدې ټول حکومتي واکونه د ماڼۍ د ښاروال په نوم د دوی د لوړ پوړي مشر له لورې پلي کېدل. [۳۲][۳۳][۳۴]

په ۶۸۷ ز کال کې د هيرسټال پيپين “Pepin of Herstal” چې د استراشيا د ماڼۍ ښاروال و، په ټيرټرای سيمه کې په خپلې بريا سره د بېلابېلو پاچاهانو او د هغوی د ښاروالانو تر منځ جګړې پای ته ورسولې. نوموړی د ټولې فرانکي پاچاهۍ يوازينی واکمن شو. پيپين د ميټز د سېنټ ارنولف “Saint Arnulf of Metz” او د لېندين پيپين “Pepin of Landen” په نومونو د استراشيايي پاچاهۍ د دوه مهمو څېرو لمسی و. د هيرسټال پيپين پر ځای يې په پای کې زوی چارلس واک ته ورسېده، چې وروسته د مارتيل چارلس “Charles Martel” (Charles the Hammer) په نوم وپېژندل شو. [۳۵][۳۶][۳۷]

چارلس له ۷۳۷ ز کال څخه وروسته د پاچا پر ځای فرانکس اداره کړ او ځان ته له پاچا ويلو څخه يې انکار وکړ. له چارلس څخه وروسته يې په ۷۴۱ز کال کې زامن کارلومېن او لنډی پيپين “Pepin the Short” (د چارليماګني پلار) ځايناستي شول. دواړو ورونو په سيمه کې د بېلتون غوښتنې د مخنيوي په موخه، ۷۴۳ زکال کې درېيم چيلدريک واکمن کړ. نوموړی وروستی مارووېنګي پاچا و. کارلومېن په ۷۴۶ز کال له واک څخه لاس واخېست او د راهب په توګه يې د کليسا ژوند ته لومړيتوب ورکړ. پيپين د پاچاهۍ مسئله پاپ زاچري “Pope Zachary” ته وړاندې کړه او ورڅخه يې وپوښتل، چې ايا پاچا لپاره مناسب دي چې هيڅ شاهي واک دې ونه لري. پاپ په ۷۴۹ ز کال کې د نوموړي پرېکړه ونه منله او حکم يې وکړ، چې پيپين لپاره دا غوره دي چې پاچا وبلل شي؛ ځکه چې د ښاروال په توګه يې د ستر مقام واکونه درلودل. نوموړي د همدې له امله پيپين ته امر وکړ، چې رښتينی پاچا شي. [۳۸]

په ۷۵۰ زکال کې پيپين د فرانکس د يوې جرګې له لورې غوره، د ستر پادري له لورې د مذهبي دود له مخې په تېلو سره غوړ او وروسته د پاچا مقام ته پورته شو. پاپ درېيم چېلدريک «بې اعتباره پاچا» وګڼه او نوموړی يې په يوه صومعه کې وګوماره. د ميرووېنګي کورنۍ پر ځای په دې ډول کارولينګي کورنۍ واک ته ورسېده، چې د چارلس مارتيل په نوم نومول شوې ده. په ۷۵۳ز کال کې پاپ دويم سټيفن “Pope Stephen II” له ايټاليا څخه فرانسيا ته وتښتېده او د سينټ پيټر د حقونو لپاره يې له پيپين څخه د مرستې غوښتنه وکړه. په دې غوښتنه کې يې د چارلبس ورور کارلومېن ملاتړ وکړ. په بدل کې پاپ يوازې مشروعيت ورکولی شو. نوموړي يو ځل د مذهبي دود له مخې په تېلو سره د پيپين د غوړولو او تاييدولو له مخې دا کار وکړ او دا ځل يې د نوموړي کشران زامن کارولس (چارليماګني) او کارلومېن هم شاهي ميراثي شتمنۍ ته ورزيات کړل. دوی په دې ډول د هغې پاچاهۍ يا سلطنت وارثان شول، چې وار له مخه يې د لويديځې اروپا ډېری برخه پوښلې وه. په ۷۵۴ز کال کې پيپين د پاپ بلنه ومنله، چې د سېنټ پيټر د حقونو په استازولۍ ايټاليا څخه ليدنه وکړي او په دې ډول يې له لومبارد “Lombards” سره په برياليتوب راکړه ورکړه وکړه. [۳۹]

سرچينې سمول

  1. سرليک: Карл Великий — نشرونه لخوا د: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume XIVа, 1895 — ارزښت: Вскоре после этого К. заболел лихорадкой и умер 28 января 814 г.
  2. دوتنه: Margaret Bryant — سرليک: Charlemagne — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition — ارزښت: Early in 814 he was attacked by a fever which he sought to subdue by fasting; but pleurisy supervened, and after partaking of the communion, he died on the 28th of January 814, and on the same day his body was buried in the church of St Mary at Aix.
  3. chapter: Coronation of Louis – Charlemagne's Death — دوتنه: Einhard — سرليک: Vita Karoli Magni او Life of Charlemagne
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ chapter: Coronation of Louis – Charlemagne's Death — سرليک: Charlemagne — نشرونه لخوا د: Catholic Encyclopedia — ارزښت: died at Aachen, 28 January, 814.
  5. chapter: Coronation of Louis – Charlemagne's Death — سرليک: Karl I. der Große — ورځپاڼه: 15 — پاڼه: 127–152 — نشرونه لخوا د: Allgemeine Deutsche Biographie, 15th volume — ارزښت: † am 28. Januar 814.
  6. پیوستون : 118560034  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. پیوستون : 118560034  — سرليک: Karl der Große — نسخهاول — پاڼه: 117 — خپرونکی: C.H. Beck
  8. پیوستون : 118560034  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Карл Великий — نسخهدريم — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  9. https://gutenberg.org/ebooks/838 — دوتنه: Samuel Smiles
  10. http://www.funtrivia.com/en/subtopics/Does-It-Really-Look-Like-That-69435.html
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20000082682 — د نشر نېټه: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹
  12. https://dx.doi.org/10.1016/j.ehb.2009.12.005
  13. سرليک: Karl der Große — نسخهاول — پاڼه: 32 — خپرونکی: C.H. Beck
  14. دوتنه: Christian Settipani — سرليک: La Préhistoire des Capétiens — پاڼه: 191-197 — ISBN 978-2-9501509-3-6
  15. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۲۰ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  16. د ټولټال کار کتنه په: https://www.vostlit.info/Texts/rus11/Einhard/frametext.htm — دوتنه: Einhard — سرليک: Vita Karoli Magni او Life of Charlemagne — موضوع: 25
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/230900067
  18. Becher 2005، ص. [[[:کينډۍ:Google books]] 96].
  19. Bradbury, Jim (2004). [[[:کينډۍ:Google books]] The Routledge Companion to Medieval Warfare] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Routledge. د کتاب پاڼي 19–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-59847-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Barbero 2004، صص. 12–.
  21. Papst Johannes Paul II (2004). "Ansprache von seiner Heiligkeit Papst Johannes Paul II" (په الماني ژبه کي). Internationaler Karlspreis zu Aachen. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Gregory 2005، صص. 251–52.
  23. Schleifring, Joachim H.; Galassi, Francesco M.; Habicht, Michael E.; Rühli, Frank J. (2019). "Autopsing history: The mummy of Charlemagne (c. 747 – 814 AD), father of Europe". Economics & Human Biology (په انګلیسي ژبه کي). 32: 11–17. doi:10.1016/j.ehb.2018.11.002. PMID 30544097. S2CID 56484821. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Durant, Will. "King Charlemagne." Archived 24 December 2011 at the Wayback Machine.. Story of Civilization, Vol III, The Age of Faith. Online version in the Knighthood, Tournaments & Chivalry Resource Library, Ed. Brian R. Price.
  25. "Charlemagne – King of the Franks". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Wells, John (3 April 2008). Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd). Pearson Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-8118-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Nelson 2019، ص. 2.
  28. Becher 2003، صص. 42–43.
  29. Fried 2016، ص. 4.
  30. Barbero 2004، ص. 413.
  31. Anderson, Perry (2013). [[[:کينډۍ:Google books]] Passages from Antiquity to Feudalism] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Verso Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78168-008-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Waldman او Mason 2006، صص. 270, 274–75.
  33. Fouracre 2005، صص. 5–8.
  34. Collins 1999، صص. 161–72.
  35. Waldman او Mason 2006، ص. 271.
  36. Frassetto 2003، ص. 292–93.
  37. Frassetto 2003، ص. 292.
  38. "France :: Pippin III – Encyclopædia Britannica". Britannica.com. (24 April 2013). 
  39. The background relies heavily on Einhard, putative 741–829, Years 745–755