چارلز کورټېس

چارلز کورټېس (د ۱۸۶۰زکال د جنوري له ۲۵- د ۱۹۳۶ز کال د فبروري تر ۸) یو امریکایی څارنوال او د کنزاس په استازیتوب جمهوري غوښتونکی سیاستوال و چې د ۱۹۲۹ز کال نه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د یودېرشم مرستیال ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي مخکې هم د ۱۹۲۴ ز کال نه تر ۱۹۲۹ ز کال پورې د سنا د اکثریت مشر په توګه خدمت وکړ.  

چارلز کورټېس
(انګلیسي: Charles Curtis د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلز کورټېس
چارلز کورټېس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ جنوري ۱۸۶۰[۱][۲][۳][۴]
مړینه 8 فبروري 1936 (76 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
څارنوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱]
فرانسوي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
چارلز کورټېس
چارلز کورټېس

کورټیس چې د کاو قوم غړی او د کنزاس په خاوره کې زېږېدلی و، لومړنی کس و چې د سورپوستانو د هر نسب او د تصدیق شوي غیر اروپایي نسب په درلودلو سره په فدرال اجرائیوي څانګه کې له دوو ترټولو لوړو چوکیو نه یوه خپله کړه. هغه تر اوسه پورې ترټولو لوړ رتبه سورپوستی غړی دی، چې په فدرال حکومت کې یې خدمت وکړ. نوموړی د اجرائیوي څانګې ترټولو وروستی د مقام څښتن دی چې د ایالت یا فدرالي ناحیې نه بهر په بله خاوره کې زېږېدلی دی. 

کورټېس د خپلې شخصي تجربې پربنسټ، باور درلود چې سورپوستان کولای شي د موجوده زده کړې او فرهنګي یوشانوالي نه ګټه واخلي. کله چې کورټېس ۳۲ کلن و، سیاسي ژوند ته دننه شو او د کنزاس په توپیکا کې یې د خپلې ناحیې نه څو دورې وګټلې او په ۱۸۹۲ ز کال کې یې د متحده ایالاتو د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکي په توګه کار پیل کړ. کورټېس د استازيتوب د خدمت پرمهال، د ۱۸۹۸ ز کال د کورټېس قانون په تصویب کې مرسته او مالي ملاټر وکړ، چې دې کار د سورپوستانو خاورې پنځو متمدنه قبیلو ته د داوس قانون وغځاوه. په دې توګه یې د دوی ځانواکمنۍ پای ته ورسوله او د قبیلې غړو انفرادي کورنیو ته وروسته له هغه چې په رسمي لېستونو کې ثبت شوې، ګډې ځمکې تخصیص کړې. دې کال د هغوی قبیلوي محکمې او حکومت محدود کړ. کومې ځمکې چې نه وې توزیع شوې، فدرال حکومت اضافي وګڼلې او د ځمکې دا برخې یې په  غیر بومي خلکو وپلورلې. د دې قانون پلي کولو د سورپوستانو په خاوره کې د قبایلي ځمکو د مالکیت سندونه له منځه وړل بشپړ کړل، چې دا لویه خاوره يې برابره کړه ترڅو د اوکلاهوما د ایالت په توګه ومنل شي، چې په ۱۹۰۷ ز کال کې ترسره شو. حکومت هڅه وکړه چې سورپوستان وهڅوي، چې انفرادي تابعیت او ځمکې ومني او  اروپايي-امریکایی کلتور په لاره واچوي. د ۱۹ پېړۍ په پای کې یې د سورپوستو ماشومانو لپاره لیلیه لرونکې ښوونځۍ ،د فرهنګي یوشانته والي د یوې بلې تګلارې په توګه را منځ ته کړ.  

کورټېس لومړی په ۱۹۰۶ ز کال کې د کنزاس مقننه قوې له خوا او بیا په ۱۹۱۴، ۱۹۲۰ ز او ۱۹۲۶ ز کلونو کې د خلکو په رایو سره د متحده ایالاتو د سنا مجلس ته وټاکل شو. کورټېس (د مرستیال ولسمشر په توګه له خپلې ټاکنې وروسته) د ۱۹۰۷ ز کال نه تر ۱۹۱۳ کال پورې یوه شپږ کلنه دوره او بیا د ۱۹۱۵ کال څخه تر ۱۹۲۹ کال پورې ډېری دری دورې  خدمت وکړ. په کنزاس کې د کورټېس پراخ شهرت او اړیکو او ولسي سیاست مرسته وکړه ترڅو په سنا مجلس کې پیاوړی مشر شي؛ نوموړي د ۱۹۱۵ کال نه تر ۱۹۲۴ ز کال پورې د مشر د جمهوري غوښتونکي مرستیال په توګه او بیا د ۱۹۲۴ کال نه تر ۱۹۲۹ ز کال پورې د سنا مجلس د اکثریت مشر په توګه د خپل ټاکل کېدو لپاره ملاتړ چمتو کړ. هغه په دې چوکیو کې د قوانینو په اداره کولو او د جمهوري غوښتونکو ملي موخو په سرته رسولو کې ګټور و. 

هربرټ هوور د ولسمشر په توګه او کورټېس د مرستیال ولسمشر په توګه په ۱۹۲۸ ز کال کې نوماند شول. دوی په زیات توپیر سره بریا خپله کړه. کله چې دوی د ستر ناورین پرمهال په ۱۹۳۲ ز کال کې بیا نوماند شول، خلکو  د رایو په زیات توپیر سره ډیموکراټان فرانکلین ډي روزولټ او جان نانس ګارنر وټاکل.  

د  ژوند لومړني او زده کړې   سمول

کورټېس د ۱۸۶۰ ز کال د جنورۍ په ۲۵مه، یو کال مخکې له دې چې کنزاس د ایالت په توګه ومنل شي، د کنزاس خاورې په شمالي توپیکا کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، چارلز کورټېس ۳\۸ د سورپوستان او ۵\۸ اروپایی امریکایی اصل او نسب درلود. مور یې، الن پاپن (چې د پاپان په بڼه هم لیکل کیږي)، کاو، اوسیج، پوتاواتومي او فرانسوي وه.  پلار یې، اورن کورټېس، د انګریزانو، سکاتلندیانو او ویلزیانو له نسب نه و. کورټېس د خپلې مور له پلوه، د کاو قوم د مشر وایټ پلم او د اوسیج قوم د مشر پاوهوسکا له اولادې نه و. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د کورټېس د ماشومتوب لومړنۍ خبرې په فرانسوي او کانزا وې، چې دواړه ژبې یې له خپلې مور نه زده کړې وې. نوموړې په ۱۸۶۳ ز کال کې کله چې کورټېس ۳ کلن و، مړه شوه، خو وروسته له هغه د یوې مودې لپاره د کاو په خاوره کې یې د خپلې مورنۍ انا او نیکه سره یو څه وخت ژوند وکړ او په وروستیو کلونو کې دوی ته بېرته راستون شو. هغه د آس ځغلولو سره مينه پیدا کړه، وروسته په چټکه آس ځغاسته کې ډېر بریالی آس ځعلوونکی شو.  [۱۲]

وروسته له هغه چې د کورټېس مور په ۱۸۶۳ ز کال کې مړه شوه، پلار یې بیا واده وکړ خو ډېر ژر یې طلاق ورکړ. اورن کورټېس په کورنۍ جګړه کې د خپل خدمت په اوږدو کې ونیول شو او بندي شو. کمکی چارلز د دې مودې په جریان کې د خپلې مورنۍ انا او نیکه له خوا ساتل کېده. همدارنګه هغوی وروسته له ده سره مرسته وکړه چې په شمالي توپیکا کې د خپلې مور د ځمکې ملکیت ترلاسه کړي، چې د کاو قبیلې د مورني سیستم پر پربنسټ له هغې نه په میراث ورته پاتې و. پلار یې د دې ځمکې د کنټرول ترلاسته کولو لپاره ناکامه شو. اورن کورټېس په درېیم ځل واده وکړ او د تریزا پرملیا "ډالي" کورټیس په نوم د یوې لور څښتن شو، چې د جګړې د ختمېدو وروسته په ۱۸۶۶ ز کال کې وزېږېده.  [۱۲]

د ۱۸۶۸ ز کال د جون په لومړۍ نېټه، ۱۰۰ بیزوګیانو جنګیالیو د کاو په ریزرواسیون یرغل وکړ. د کاو نارینه وو خپل مخونه رنګ کړل، رګالیا یې واغوستې او په آسونو سپاره شول، ترڅو د بیزوګیانو سره مقابله وکړي. سیال سورپوستو جنګیالیو غوره آس سپرلي نندارې ته وړاندې کړه، چې د جګړه ییزو نارو او د مرمیو او غشو په وېشتلو سره مل وه. ډار شوو سپین پوستو استعمارګرو هملته نږدې کونسل ګروف ته پناه یووړه. نږدې څلور ساعته وروسته، بیزوګیان د څو غلا شویو آسونو او د کونسل ګروف سوداګرو له لوري د قهوې او بورې د سولې وړاندیز سره شاتګ وکړ. دواړو خواوو ته کوم زیان نه وو اوښتی. د جګړې په اوږدو کې جو جېم چې یو کاو ژباړونکي و، ۶۰ مایله (۹۷ کیلومتره) تېز توپیکا ته ولاړ، ترڅو د والي نه مرسته وغواړي. اته کلن چارلز کورټېس د جېم سره سپور و، چې بیا د "سورپوستی چارلي" په نامه یادېده.[۱۳]   

کورټېس چې په ځوانۍ کې له کنزاس نه د سورپوستانو خاورې ته لېږدول شوی و، بېرته د کاو قوم غړی شو. کورټېس د اناګانو او نیکونو دواړو جوړو تر کلک اغېز لاندې لاړ. د سورپوستو لپاره په ټاکل شوې ځمکه کې د خپلې مورنۍ انا او نیکه، ام. پاپن او جولي ګانویل سره د ژوند کولو وروسته، د توپیکا ښار ته راستون شو. هلته یې د خپل پلارنۍ انا او نیکه سره یې ژوند کاوه، په عین حال کې یې د توپیکا عالي لیسه کې زده کړې کولې. دواړه اناګانو نوموړي په زده کړو کې هڅاوه.  [۱۴]

کورټېس په یوه رسمي شرکت کې چې نیم وخت کار یې کاوه، قانون ولوست. په ۱۸۸۱ ز کال کې په وکالت کې ومنل شو او په توپیکا کې یې عملي کار پیل کړ. هغه د ۱۸۸۵ ز کال نه تر ۱۸۸۹ ز کال پورې د کنزاس په شاني ولایت کې د څارنوال په توګه خدمت وکړ. [۱۵][۱۶]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb16192707v — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6b85gnw — subject named as: Charles Curtis — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2895 — subject named as: Charles Curtis — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=curtisc — subject named as: Charles Curtis
  5. "From a Kansas Log Cabin to Leadership in the Senate". The Kansas City Times (Kansas City, Missouri). June 16, 1928. p. 6.
  6. Estes, Roberta (2013-08-14). "Charles "Indian Charley" Curtis – 1st Native American in the White House". Native Heritage Project (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Genealogy of Vice President Charles Curtis". www.vpcharlescurtis.net. مؤرشف من الأصل في March 5, 2002. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 4 February 2014 باندې). Charles Curtis: America's Indian Vice President. Cherokee One Feather.
  9. . January 29 – This Date in History: Kaw Member Charles Curtis Becomes US Senator. Native News Online.
  10. Christensen, Lee R. The Curtis Peet Ancestry of Charles Curtis Vice-President of the United States 4 March 1929-3 March 1933. مؤرشف من الأصل في November 7, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Genealogy of Vice President Charles Curtis – Mother's side: Pappans (of Charles Curtis)". VPCharlesCurtis.net. مؤرشف من الأصل في July 23, 2012. د لاسرسي‌نېټه July 19, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ "Charles Curtis, 31st Vice President (1929–1933)". U.S. Senate: Art & History. US Senate.gov. مؤرشف من الأصل في January 18, 2012. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), reprinted from Vice Presidents of the United States, 1789–1993. Washington, DC: US Government Printing Office. 1997. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Unrau, William E. (1971). Mixed Bloods and Tribal Dissolution: Curtis and the Quest for Indian Identity. Norman, OK: University of Oklahoma Press. د کتاب پاڼي 72–75. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) and Crawford, Samuel J. (1911). Kansas in the Sixties. Chicago, IL: A.C. McClurg. د کتاب پاڼې 289. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gershon, Livia (January 13, 2021). "Who Was Charles Curtis, the First Vice President of Color?". Smithsonian Magazine (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 13, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Curtis, Quarter Indian, Began His Ride To Fame as a Jockey; Roamed Plains With Kaws When a Boy; Fought Way Upward". Associated Press. Cincinnati Enquirer. June 6, 1928. p. 6.
  16. "Charles Curtis". www.kshs.org. March 2015. مؤرشف من الأصل في December 17, 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)