څمڅلکی ډوله خوځندکې

Odonata
څمڅلکی
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
طبقه خوځندکې
څېرمه طبقه وزر لرونکی خوځندکې
طايفه څمڅلکی

څمڅلکی ډوله خوځندکې (علمي نوم: Odonata) د وزر لرونکو خوځنکو څخه یوه طایفه (ډله) ده چې په دريو څېرمو طایفو تقسیمېږي. د دي ژوي تر اوسه پورې ۵۰۰۰ ډوله ژوي پېژندل شوي دي چې په ځانگړي ډول په گرمو سیمو کې ژوند کوي. څمڅلکی ډوله خوځندکې غوښه خورونکي ژوي دي.

تاريخ سمول

لمړني رښتياني څمڅلکی ۱۶۰ - ۲۰۰ میلیونه کاله مخکې په نړۍ کې ژوند کړي ول چې د لویو لرغونيو څمڅلکو (Protodonata) څخه رامنځ ته شوي ول. د هغو لرغونيو څمڅلکو څخه Moraviptera reticulata تر ټولو مشهور دي چې ۲۹۸ میلیونه کاله کېږي په نړۍ کې یې ژوند کاوه. د وزرونو پلنوالي یی ۷۰ سانتيمتره وو او د لرغونیو الوتونکو خوځندکو څخه تر ټولو لوي حشره وه. د دي خوځندکو فوسیلونه په چېک جمهوريت او امریکا کې کشف شول. آنیسوزیگوپتېرا د هغو حشرو څخه دي چې د مېزوزوييک د وخت څخه راهيسي په ختيځي آسیا کې ژوند کوي.

توصيف سمول

څمڅلکی وزر لرونکي، ښه الوتونکي او غوښه خورونکي خوځندکه ده چې اوږدي، نری بدن او عالي سترگې لري. څمڅکي درې ژوندي مرحلې (هگی، جينجي او څمڅلکي) لري. اوږدوالي یې ۲۰ - ۱۳۰ میلیمتره وي او وزن یې ۲۰ - ۱۲۰۰ میلیگرامه دي. څمڅلکي رنگي ژوي دي. د دي حشرې ښځينه او نارينه معمولا توپير لرونكي رنگونه لري. څمڅلکی لوي سر او مرکبې سترگې لري. هر سترگه د ډېرو کوچنيو سترگو څخه جوړه شوي ده. د وزرونو پلنوالي یې ۱۹ - ۲۰۰ میليمتره دي. وزرونه یې رنگي، بې رنگي یا روښاني دي.