د "شاپور ۱" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: cs:Šápúr I.
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۲۲ کرښه:
|[[هرمز ۱]]
|}
[[File:Ghal'eh Dokhtar2.jpg|300px|thumb|left|دبیشاپور کلا]]
 
'''شاپور ۱''' د ساسانیانو د کوړنی څخه یو مشهور حکمران او فاتح وو. پلار یی [[اردشیر پاپاکان]] چی [[د ساسانیانو واکمني|د ساسانیانو د کوړنی]] بندسټ ایښودونکی وو.
شاپور په [[ایران]] کی ډير ښارونه او کلی تاسیس کړ او د رومانی امپراطوری په خلاف یی جګړه کوله.
==جګړې==
[[File:Ghal'eh Dokhtar2.jpg|300px|thumb|left|دبیشاپور کلا]]
شاپور ۱ د اردشیر پاپاکان تر لاس اخیستلو (استعفاء ورکولو) وروسته [[د ساسانیانو واکمني|د ساسانیانو د واکمنی]] شاهنشاه (حکمران) شو. په دی وخت کی د ساسانیانو واکمنی د رومانی امپراطوری په خلاف جګړه کوله.
په ۲۴۳ کی نوی جګړه پیل شوه او د رومانی پوځ د ساسانیانو د اردو لخوا ماته وخوړله. تر جګړې وروسته نوی رومانی امپراطور د شاپور سره سوله وکړه او هر کال یی شاپور ته پیسې او باج ورکولی.<br />په ۲۵۲ کال کی شاپور ارمینیا ونیول او پر وروستی رومانی سیمی یی برید وکړ.
په ۲۶۰ کال کی د ایدیسا د ښار نژدې شاپورد رومانی پوځ سره ونښتل او په جګړه کی یی رومانی امپراطور ونیول. رومانی امپراطور چی نوم یی والیریان وو د ساسانیانو په زندان کی یی مړ کړ.شاپور د خپلو بریو په هکله په ډبره کی مظمون هک کړ چی په اوس وخت کی د نقش رستم د څلی په نوم یادېژی.<br />شاپور د مذهبی نظره ډېر زغمناک حکمران وو. هغه د ساسانیانو په واکمنی کی ډېر ښارونه تاسیس کړل.
په ۲۶۶ کال کی شاپور د فارس په ولایت کی یو ښار جوړ کړ. دغه ښار د [[بیشاپور]] په نوم یادېږی چی په ساسانی فارسی ژبه وه شهپهر (''Veh Sháhpuhr'') ویل کیږی او د ښه – ستر شاپور معنی ورکوی. [[بیشاپور]] د ساسانیانو واکمنی یو پایتخت وو او د رومانی اسیران لخوا جوړ شو. د ښار په مرکز کی یوه ستره کلا وه. دغه کلا د قلعه دختر په نوم یادېږی چی په اوس وخت هلته یوازې ویرانه پاتی ده.<br />په ۳ پیړی کی شاپور د خراسان رضوی په ولایت کی یو ښایسته ښار جوړ کړ چی په اوس وخت کی د [[نیشاپور]] په نوم یادېږی. د نیشاپور نوم په ساسانی فارسی ( ''Névsháhpuhr'') د زړه ور شاپور معنی لری.شاپور په ۲۷۱ کال کی وفات وکړ.