د "ادبپوهنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۴ کرښه:
د ادبپوهنې په فرعي څانګو پورې دا برخې اړوندې دي : د ادب پوهنې د تاريخ مېتوډالوژي، کتاب پوهنه ( بيبليوګرافي) او متن پوهنې يا څېړنې (ميتوډولوژي) شاملې دي . په ادبې تيورۍ کې د ادبي آثارو د ټولنيز بنسټ سرچينې يا ماهيت ، خانګړنو ، د ادب د ودې او پرمختيا قوانين تر څېړنې او مطالعې لاندې نيول کېږي . ادبي تاريخ د يوې ژبې د ادبياتو د ودې او پرمختګ لړۍ مطالعه کوي او په دغه لړ کې د بېلابېلو ادبي آثارو ځای او ارزښت په ګوته کوي . د ادب پوهنې درېيمه څانګه په لاندې توګه يادېږي :
درېيمه څانګه ادبي کره کتنه نومېږي : په دې لړ کې د ادبي آثارو د ښېګڼو او بدګڼو يا ښکلا ؤو او کمزورتياؤو ښودلو ، او په هکله ېې د پرېکړې کولو دنده په غاړه لري . دغه لړۍ د يو لړ ځانګړو معيارونو له مخې ادبي آثار مېچوي (ارزيابي ) کوي . يا هم په ادبي اثارو ځينې پرېکړې کوي او د هغو ښه او بد يا ښکلي او بدرنګ اړخونه رابرسېره کوي . دغه پورتنۍ درې واړه څانګې ، چې هره يوه ېې د څېړنې او مطالعې پراخه ډګر لري په ټولنييزه توګه ادبپوهنه نومېږي .
== سرچينې ==
* د آريانا دايره المعارف ۲۵۸ ــ ۲۵۹ مخونه