د "عبدالصمد خان اڅکزی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Abdul-Samad-Khan-Achakzai.png|کيڼ|250px|بټنوک|شهيد عبدالصمد خان اڅکزی]]
 
عبدالصمد خان اڅکزی (۷ د جولای، ۱۹۰۷ ز. - ۲ د ډېسمبر، ۱۹۷۳ ز.) د سهېلي پښتونخوا يو مخور ولسي مبارز، سياسي مشر او نامتو ادبي شخصيت ؤ. هغه د خپلو سياسي فعاليتونو او په سياست کې د ښکېل پاتې کېدو په سبب د برتانيوي هند د واکمن حکومت لخوا په وار وار زنداني شوی. نوموړی د انجمن وطن په نامه د يوه ولسي غورځنګ مشر او بنسټګر ؤ چې بيا دغه ولسي غورځنګ د هند د کانګرېس او خدايي خدمتګارو له خوا په رسميت وپېژندل شو.
 
== مخينه او زده کړې ==
عبدالصمد خان اڅکزی د نور محمد خان اڅکزي زوی ؤ. هغه د سهېلي پښتونخوا په ګلستان نومې سيمه کې زېږېدلی ؤ. نوموړی چې د خان شهيد په نامه هم شهرت لري، خپلې لومړنۍ زده کړې تر اتم ټولګي پورې په منظمه توګه ترسره کړې وې، بيا يې نورې زده کړې په دوديزه توګه د سيمې له ديني عالمانو څخه ترسره کړي وې. کله چې په ۱۹۲۹ ز. کال کې د سياسي ښکېلتيا په سبب په ۱۴ کاله بند محکوم شو، نو بيا يې په بنديخانه کې په غير رسمي ډول د فاضل پښتو، فارسي، مېټرک او اېف اې په آزموينو کې ګډون وکړ او د برياليتوب سندونه يې ترلاسه کړل. نوموړی په پښتو دري، اردو او عربي ژبو ښه پوهېده او احاطه يې پرې درلوده. هغه خپل ټول عمر په زده کړه، فرهنګي او سياسي فعاليتونو تېر کړی او د سياست په ډګر کې له هېواد سره د مينې په ګناه د مچ، هري پور او ملتان په زندانونو کې يې سختې شپې او ورځې تېرې کړي.
 
== سياسي فعاليتونه ==
اڅکزی په ۱۹۳۰ ز. کال هند ته لاړ او د لاهور د کانګرېس په کلنۍ غونډه کې يې ګډون وکړ په دې غونډه کې يې د ښکېلاک ضد شعارونه او خبرې واورېدې، کله چې بېرته کور ته راستون شو په حال او احوال کې يې بدلون راغلی ؤ، دغه حال يې محمد ايوب خان اڅکزي او خپل ورور عبدالسلام خان ته بيان کړ، چې دوی درې واړو د يوې ملي سياسي ټولنې په جوړېدو لاس پورې کړ. کله چې انګرېزان د دوی له فعاليت څخه خبر شول، د دوی دغه ګوند يې غير قانوني وباله او درې واړه يې بنديان کړل. کله چې هغوی له بنده خوشې شول، نو په ۱۹۳۲ ز. کال کې يې په سوېلي پښتونخوا کې د يوه سياسي مرکز په جوړولو لاس پورې کړ، چې د همدغه کال په ډېسمبر کې د سند او سوېلي پښتونخوا په پوله په يعقوب آباد نومې سيمه کې د انجمن وطن په نامه د خان عبدالصمد خان په مشرۍ د يوه ولسي تحريک بنست کېښود. دغه انجمن د هند د کانګرېس او د خدايي خدمتګارو لخوا په رسميت وپېژندل شو. نوموړي په ۱۹۳۶ ز. کال کې په خپل شخصي لګښت يوه چاپخونه هم رانيوله او د ۱۹۳۸ ز. کال په جنوري کې يې په پښتو او اردو ژبو د استقلال اخبار چاپ او خپور کړ. دغه اخبار په ۱۹۵۰ ز. کال کې د پاکستان د حکومت لخوا مصادره او ضبط شو او په خپله عبدالصمد خان زندان ته لاړ. کله چې هغه له بند نه خلاص شو نو بيا يې دوه نور ګوندونه هم جوړ کړل چې يو يې د ورور پښتون او بل د اسمان ګل په نامه يادېده. د لومړي ګوند مشري پخپله د صمد خان په غاړه وه او د دويم مشري يې شهزاده عبدالکريم خان بلوڅ کوله.
 
په ۱۹۳۹ ز. کال کې چې د ملي خوداراديت څپې څپڅپانده وې د پاکستان پوځي حکومت د هغو د آرامولو او له منځه وړلو په خاطر بنديزونه لګولي وو او خان يې د مارشل لا له قوانينو څخه د سرغړونې په تور ۱۴ کاله بندي کړ.
 
== ادبي هلې ځلې ==
عبدالصمد خان اڅکزی يوازې يو سياسي او ټولنيز شخصيت نه ؤ، هغه يو هر اړخيزه وګړی ؤ چې د رسنيو د چاپ تر څنګ په ادبي او علمي چارو کې هم بوخت پاتې شوی او ګڼ شمېر فرهنګي خدمتونه يې کړي دي. ده برسېره پر دې چې د استقلال په ورځپاڼه کې يې خپلې ليکنې خپرولې، د ګلستان له مجلې او نورو ملي خپرونو سره يې هم همکاري کوله. د ده ليکنې په يوې سيمې پورې محدودې نه وې، بلکې د افغانستان، بلوچستان او پېښور په مطبوعاتو کې وخت په وخت خپرېدلې.
 
=== چاپ شوي آثار ===
# صمد اللغات - د پښتو ژبې سيند چې په لس هاو زره لغتونه په کې راغلي. دا سيند په ۱۹۵۳ ز. کال کې د کوټې په جېل کې ليکل شوی دی.
# زما ژوند - په دې اثر کې د خان صاحب ژوند پېښې په ۷۹۰ مخونو کې راغلی دی
# پښتو ژبه او ليکدود - دا يوه کوچنۍ رساله ده چې په ۱۹۵۶ ز. کال کې په کوټه کې چاپ شوې ده.
 
=== ژباړې ===
# ګلستان - د شېخ سعدي د ګلستان پښتو ژباړه - دا کتاب په ۱۹۵۰ ز. کال کې د هري پور په زندان کې ژباړل شوی.
# ترجمان القرآن - دا د مولانا ابوالکلام آزاد، د ترجمان القرآن پښتو ژباړه ده چې په ۱۹۴۷ ز. کال کې د مچ په زندان کې ژباړل شوی.
# کيميای سعادت - د امام غزالي د کيميای سعادت پښتو ژباړه
# سيرة النبي - د شبلي نعماني د سيرة النبي د لومړي ټوک پښتو ژباړه
# د آزادۍ پای - د چارلټ اوډايس مارټر د کتاب (Future of Freedom) پښتو ژباړه
# آزادي کا افق - د همدې پورتني کتاب اردو ژباړه.
 
== مړينه ==
عبدالصمد خان اڅکزی يو ټول منلی پښتون مبارز د ګڼ شمېر فرهنګي او ټولنيزو چوپړونو وروسته په ۲ د ډيسمبر، ۱۹۷۳ ز. کال د کوېټې په ښار کې د خپل کور په مېلمستون کې د لاسي بم په بريد کې شهيد شو.
 
== سرچينې ==
*د آريانا دايرة المعارف - ۲۲۱ او ۲۲۲ مخونه
 
 
Line ۲۵ ⟶ ۵۵:
 
[[وېشنيزه:پښتانه سياستوال]]
[[وېشنيزه:پښتانه ليکوال]]
[[وېشنيزه:پښتانه]]