د "امير حبيب الله خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
 
۲۸ کرښه:
'''سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا''' چې په لنډه توگه د '''امير حبيب الله خان''' يا '''امير حبيب الله شاه''' په نامه هم يادېږي (۲ د جولای، ۱۸۷۲ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز.) (په انگرېزي:'''Amir Habibullah Khan''') له ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز. د افغانستان واکمن پاچا و. هغه د [[امير عبدالرحمن خان]] مشر زوی او دمحمدافضل خان لمسى و. هغه وخت چي اميرعبدالرحمن خان دبخارا لور ته په تيښته و، دی په ١٨٧٢ ز کال دسمرقند په سېمه کې پيدا شو. دده مور دبدخشان دسيميز امير لور وه.<ref>تاج التواريخ، ١٢٠ مخ ١ټوک. اميرعبدالرحمان خان، ژباړن :عبدالقيوم زاهد مشواڼى،دانش خپرندويه ټولنه.١٣٧٩کب .</ref> په ١٨ کلنۍ کي،دپلار له خوا دسردار کلان په حيث وټاکل شو. <ref>دافغانستان پر معاصرتاريخ يوه لنډه کتنه ،١٤٤ مخ . کانديداکاډميسن محمد ابراهيم عطائي.ميوند خپرندويه ټولنه،١٣٨٣هـ ل.</ref>اميرعبدالرحمن خان په ١ اکتوبر ١٩٠١ ز کال وفات شو او په ځاى يې حبيب الله خان دواک پر ګدۍ کښيناست او د پلار ارام هيواد ور پاته شو. د هيواد خلک د امير عبدالرحمن څخه ډېر په ډار کي وه، حتی د ده تر مرگ وروسته خلکو تر ډېره وخته باور نه کاوه چي امير مړ دئ .
 
حبيب الله خان له پاچاکېدلوسره سم هندي وايسراى ته پيغام وليږه ، له هغې خوا څخه ورته مبارکي راغله او هيله يي ورڅخه وکړه تر څو [[هند]] ته ورشي،خو حبيب الله خان لومړى ونه منله،وروسته يې د [[سردارامير عنايت الله خان]] په مشري يو پلاوى هند او [[انګلستان]] ته وليږه.
امير حبيب الله خان په ١٩٠٢ ز کال کې دسراج الملة والدين لقب ځانته خوښ کړ.