د "انقره" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۷۳ کرښه:
 
'''انقره''' پخوا په انگورا يادېده. په١٩٣٠ع کې پرې انقره نوم کېښودل شو.د اروپايې ترکيې پلازمينه او د هېواد مهم ښار بلل کېږي. له سمندر څخه ١٢٥ ميله لرې د سويل په لور پروت دى.
 
ددې ښار سم تاريخ او د رغولو پېر په کتابونو کې نشته؛ خو د اندونو له مخې دا ښار د تېږو له پېر څخه رغول شوى. په ١٠٧٣ سلجوقو ترکانو په دې ښار حمله وکړه، په ١٤٠٣ کې د سلجوقو شهزاده گانو د ښار په امنيت راوستو کې په خپلو کې سره ونښتل. په ١٣٦٠ع کې د اورخان ولکې ته ورغى. په ١٤٠٣ع يو ځل بيا د عثماني سلطنت يوه برخه شوه، او پرمختگ يې وکړ.
له لومړۍ نړيوالې جگړې څخه وروسته عطاترک دا ښار خپل مرکز وگرځاوه. او په ١٩٢٣ع کې انقره د تل لپاره د هېواد پلازمينه وټاکل شوه. ددې ښار له رغوني څخه ددې ښار تاريخ مالومېږي.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/انقره" نه اخيستل شوی