د "پښتونستان واټ" د بڼو تر مېنځ توپير

۲٬۷۷۵ بايټونه ورگډ شول ،  ۲ کاله مخکې
د سمون لنډيز پرته
 
[[دوتنه:Pashtonistan watt 1950.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|پښتونستان واټ په ۱۹۵۰ ز. کال کې]]
'''پښتونستان واټ''' د [[کابل]] په مرکز کې يوه سيمه ده.
پښتونستان واټ لنډه پېژندنه
کابل کې د پښتونستان واټ تاریخی ارزښت !
 
په ۱۳۲۸ لمریز کال ، په پغمان کې د ټولې پښتونخوا قومي مشرانو ، د لرو پښتنو د ملتپالو ګوندونو سرمشرانو او استازو ، د برو پښتنو د سیاسي کړیو استازو او د افغاني دولت لوړ پوړو چارواکو په یوې سترې ملي جرګې کې پریکړه وکړه چې د وږي ۹ مه به د افغانانو ، پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ وي او د پښتونستان د ورځې په نوم به یادیږي . همدارنګه نوموړې جرګه کې د پښتونستان په ملي ترانه هم هوکړه وشوه چې دا ترانه به تل د پښتنو او بلوڅو لپاره د کابل راډيو د هغه مهال د خپرونې په پای کې د شپې د اتو بجو د پښتو خبري سرویس څخه مخکې خپرېده .
د وږي ۹ مه له ۱۳۲۸ کال روسته ، په لرې پښتونخوا او په تیره بیا افغانستان کې د یوې ملي ورځې او جشن پتوګه هرکال لمانځل کېده . په دې ورځ به کابل کې د کابلیانو او د لرو برو پښتنو لخوا لوی لاریون ترسره کېده او بیا به ټول لاریون وال د کابل په پښتونستان واټ کې راټولېدل او په پرتمینه غونډه کې به يي د لرو پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د ملي حقوقو په اعاده کې له هغوی سره خپل پيوستون او ملاتړ څرګنداوه . زیات وختونه به دلته د پښتنو وتلو مشرانو لکه ارواښاد فخرافغان باچاخان د پښتونستان د خپلواکۍ په اړه د ورځې مبرمې خبرې کولې او کله به د پښتنو انقلابي شاعر اجمل خټک په دې اړه خپل سوځنده شعرونه لوستل . دلته به ګډونوالو د پښتونستان پنوم شعارونه ورکول او په ملي اتڼونو سره به يي ددي ورځې ښکلا او لویا لازیاتوله . افغانستان راډیو به د پښتونستان په اړه د ملي سندرو او ترانو په وړاندې کولو سره د لروبرو پښتنو په بیا پيوستون کې خپل اغیز بخښه . همدارنګه دا ورځ به د افغانستان په نورو ښارونو لکه جلال اباد کې هم ، په پرتمینه توګه لمانځل کېده .
دې دود په لږو ډېر توپير سره تر ۱۳۷۱ کال پورې ادامه درلوده