د "پيسې" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
 
۱ کرښه:
{{وټپوهنه}}
'''پيسې''' هر هغه څه چې په عام ډول سره د [[اداينه|اداينې]] په توگه ومنل شي او د اومتوکو او د خلکو د لاس رسي او د [[پور]] د اداینې جوگه وي پیسې بلل کیږﺉ.
 
== [[پيسې څه ته وايي؟]] ==
پیسې (Money):
 
پيسو ته په انګرېزي ژبه کې Money وايي چې د لاتيني ژبې له Moneta  څخه اخېستل شوی دی. مونيټا د روم د جونو د الهې نوم دی چې په خپل معبد کې يې د پيسو سکې (Coins) جوړولې.
 
===تعريف: ===
 
د تبادلې وسيله او د بيو او پورونو د اظهارولو معياري واحد ته پیسې ويل کېږي.
 
==د پيسو منځ ته راتګ==
 
===پيسې څه وخت منځ ته راغلې دې؟ ===
 
له کله چې انسانانو د ځمکې پر مخ ژوند پيل کړی، پيسو په يونه يو شکل شتون درلود. د پيسو ډول د هر وخت د ژوند کولو له معيارونو سره سم تغير کړی او ورځ تربلې يې پرمختللي بڼه خپله کړې ده. د ښکار په عصر کې د وحشي حيواناتو پوستکي د پيسو په توګه کارول کېدل، د مالدارانو ټولنو پسونه او بېلابېل حيوانات د پسو په توګه کارول، د کروندګرو ټولنو تخمونه، غنم، او نور کرنيز توليدات د پیسوپر ځای کارول. يونانيانو سکې د پيسو پر ځای کارولې.
 
==د پيسو د تاريخ پنځه مرحلې==
 
1.     د توکو پيسې (جنسي پيسې)؛ د انساني تمدن له پيل څخه د توکو او اجناسو بېلابېل ډولونه د پیسو په څېر کارول شوي دي. د انساني ژوند په لومړيو پړاوونو کې قېمتي ډبرې، پوستکي، تنباکو، چای، د کب نېونې وسايل، غېشي او جنګي وسایل، د ښکار وسايل او ګڼ شمېر نور توکي او وسايل د پيسو په ډول کارول کېدل.
Line ۲۸ ⟶ ۲۹:
5.     نژدې پیسې (Near Money)؛ د پيسو د رامنځته کېدو وروستۍ مرحله د تبادلې وړ اسنادو رامنځته کېدل دي چې د بيه لرونکو اسنادو، اسهامو، ونډو او نورو په نومونو سره يادېږي. دا چې ياد ډولونه د پيسو تر ټولو نژدې عوض دي ځکه نو ورته نژدې پيسې ويل کېږي. دا ډول پیسې سياله شتمني ګڼل کېږي او له همدې امله پيسې غيرقابل لمس شتمني ده او ملکيت يې يوازي د ثبت په کتاب کې په ليکلو سره له يوه شخص څخه بل شخص ته انتقالېدلای شي.
 
'''===د پیسيو جوړښت:''' ===
 
پيسې په ټوله کې له دوو برخو جوړې دي، يوه برخه يې حقيقي ارزښت يا ترکيبي جوړښت(Bullion) ده او بله برخه يې اسمي يا ظاهري ارزښت ده.
Line ۳۸ ⟶ ۳۹:
د کاغذي پيسو تر رامنځته کېدو وړاندې د حقيقي او اسمي ارزښتونو تر منځ کوم توپير نه وو خو دکاغذي پيسو اوسکو له رامنځته کېدو وروسته د حقيقي او اسمي ارزښتونو تر منځ توپير رامنځته شو تر څو له پيسو په ځانګړې توګه له سکو څخه د تجارتي موادو په توګه کاروانخېستل شي. ځکه نو مرکزي بانکونو د سکو په جوړښت کې پر طلا برسېره مس او سرپ هم ورګډ کړل او د هغوی اسمي ارزښت يې تر حقيقي ارزښت زيات وټاکه چې خلک ورڅخه يوازي د تبادلې د وسيلې په توګه واخېستلای شي، نه د طلا او نقرې په توګه.
 
'''==کاغذي پيسې او خيالي پيسې'''==
 
کاغذي پیسې هغه پيسو ته ويل کېږي چې په پوره توګه تضمين شوې او د غوښتنې پر مهال د بدلېدو وړ وي. لکه ټول عادي بانک نوټونه او سکې.
Line ۴۴ ⟶ ۴۵:
خيالي پيسې: هغه پيسو ته ويل کېږي چې هيڅ تضمين ونلري او يوازي د حکومتي اعتبار درلودونکې وي. د غوښتنې پر مهال يې په بدل کې بهرني اسعار يا توکي د حکومت له لوري ورکول کېږي.
 
'''==قانوني او غيرقانوني (اجباري او غيراجباري)نوټونه'''==
 
قانوني (اجباري) نوټونه هغه نوټونه ته ويل کېږي چې هر شخص يې بايد د پېر اوپلور پر مهال وکاروي، لکه عادي بانک نوټونه.
Line ۵۰ ⟶ ۵۱:
غيرقانوني(غیراجباري) نوټونه هغه دي چې هر شخص يې په تر لاسه کولو يا کارولوباندي اړ نه وي. لکه بانکي چيکونه چې يوازي هغه کسانو ته ورکول کېدای شي چې پخپله خوښه يې غوښتنه وکړي.
 
'''==د پيسو ځانګړتياوې(خواص):''' ==
 
په اوسني عصر کې اقتصاد پوهانو د پيسو لپاره يو شمېر معيارونه ټاکلي او هر هغه شی چې دا معيارونه پوره کړي، د پيسو په توګه کارول کېدای شي:
Line ۷۰ ⟶ ۷۱:
8.     يوشان والی؛ د پيسو هر نوټ بايد له بل سره مساوي ارزښت ولري. د بېلګې په ډول د پنځوسو افغانيو ټول نوټونه بايد له مساوي ارزښت څخه برخمن وي، داسي نه چې يو نوټ لږ او بل ډېر ارزښت ولري.
 
'''==د پيسو دندې/وظايف'''==
 
د پېسو دندې په څلورو بېلابېلو برخو کې تر بحث لاندې نېول کېږي: 
Line ۱۲۸ ⟶ ۱۲۹:
2.3.  غيرقابل تبادله پيسې: هغه ډول پيسې دي چې په سکو يا قيمتي فلزاتو د بدلېدو تضمين ونلري.
 
دوهم څپرکی
 
'''==د پيسو عرضه، تقاضا او مارکېټ'''==
 
پيسې هغه شتمني ده چې عام خلک يې د خپلو ورځنيو اړتياوو، کاروبار او تجارت لپاره ساتي او ترلاسه کوي. پيسې هم د شتمنۍ د نورو ډولونو په څېر عرضه، تقاضا او مارکېټ لري.
۲۱۲ کرښه:
لومړی:
 
'''==(M1 يا د افغانستان بانک د پيسو لومړی تعريف):''' ==
 
د پیسو دا تعريف درې برخې په بر کې نيسي چې په مټ يې د افغانستان بانک د ټولو موجودو پيسو مجموعه (عرضه) اټکل کېږي.
۲۳۴ کرښه:
M1 = Currency in circulation + Demand Deposits + Checkable Deposits
 
'''===د پیسو دوهم تعريف (M2):'''===
 
د پيسو دا تعريف د لومړني تعريف په پرتله پراخ مفهوم لري او پر پورتنيو پيسو برسېره يو شمېر هغه توکي او حسابونه چې پيسې ندي خو د پيسو په څېر دنده ترسره کولای شي او د اړتیا پر مهال ژر په پيسو بدلېدلای شي، هم په بر کې نيسي. دا تعريف  له دوو برخو جوړ دی:
۲۴۶ کرښه:
Saving Deposits: د سپما هغه حسابونه دي چې په پیسو د بدلولو لپاره يې مخکې له مخکې خبرتيا ته اړتيا نه لري.
 
==يادونه==
'''يادونه''': په M2 کې ټول هغه حسابونه راځي چې تر 100000  سل زره امريکايي ډالر زياتې پيسې پکښې وي او د پيسو دې ډول (M2) ته په افغانستان کې Broad Money وايي.
 
په ګڼ شمېر هېوادونو کې د پیسو تعريف تر دې هم پراخ شوی او د هماغه هېوادونو د مالي او پولي توکو د شتون او کارونې مطابق m3 او حتی M4 هم رامنځته شوي دي، خو دا چې په افغانستان کې پيسو ته ورته مالي او پولي توکي تر اوسه کم دي او ډېر نه کارول کېږي، ځکه نو يوازي په همدې دوو تعريفونو بسنه شوې ده.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/پيسې" نه اخيستل شوی