د "ککړتیا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۴ کرښه:
 
==لرغونی کلتور==
د هوا ککړتیا تل له تمدن سره مل وه. ککړتیا له تاریخ نه مخکې یا ماقبل تاریخ دورې نه پېل شوه کله چې [[انسان]] اور ولګولی شو. د یو ې ساینسي رسنۍ د راپور مطابق کال ۱۹۸۳، په یوه لرغوني غار کې چې د تاریخ نه وړاندې وه د کاربون یا اور د لوګي ډېر غلیظ تور والی ېې پر دېوارونو او د اور لپاره د لوګي وتلو ځای کې پېدا کړ چې د دې دورې انسانانو ډېر ستر اور لګولی وو او لوګي ېې فضا ککړه کړې وه. د وسپنې جعل هم ښي چې د هوا د ککړتیا وجه ګرځي. په ګرینلینډ کې د یخ یچالونه کچه ښي چې د رومان، چین او یونان د وسپنې تولید هوا ککړه کړې وه، خو په دې وخت کې ککړتیا ډېره کمه وه چې د طبعیت لخوا اداره کیدای شوه.
==ښاري ککړتيا ==
د سکرو او لروګیو سوزولو او په ډېر ځایونو کې د اسانو شتون له ښارونو د ککړتیا مرکز جوړ کړی. صنعتي انقلاب د کیمیاوي موادو داسې توکي له ځان سره راوړل چې بې درملنې وو او د اوبو په پایپونو کې وکارول. په انګلستان کې چې کله د سمندر د سکرو سوزول مضر وګڼل شول نود انګلستان پاچا لمړی ایډوارډ د سمندر سکاره سوزول په کال ۱۲۷۲کې بند کړل.
۱۱ کرښه:
کله چې دوېمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده نو د هوا د ککړتیا په اړه راپورونه خپاره شول او د خپرېدو لامل وجه ېې د رادیو اکتیف موادو عواقب, هوا ککړول او اتومي ازموینې وې. له دې پرته د انګلستان په لندن ښار کې، د هوا ککړتیا په کال ۱۹۵۲ کې، د ۴۰۰۰ کسانو ژوند واخیست نو په همدې وجه د پاکې هوا قانون په نامه قوانین وضع شول. همداسې په امریکا کې کانګریس د غږ د مخ نیوي، د پاکې هوا قانون، د پاکو اوبو او د ملي محیط پالیسي په نامه قوانین تصویب کړل چې د خلکو پام ېې خپل کړ او د پاکې هوا ساتلو لپاره ېې هلې ځلې پېل کړې
ځنې جدي پېښو د ککړتیا په اړه ډېر زېات پوهاوی رامنځ ته کړ لکه په کال ۱۹۷۴ کې د هډ سن په سیند کې د پي سي بي (داورګانیک کلورین ترکیب) اچونه د دې پاېله شوه چې اي پي اې (د متحده ایالاتو دمحیط د ساتنې اداره) د دې سیند ماهیانو په خوړولو باندې بندیز ولګاوه. لکه په کال ۱۹۴۷ کې د ډیوکسین ککړونکي توکي (د پولي هالي جینیټېډ عضوي ترکیب) د لف په کانال کې، په کال ۱۹۷۸ کې یو ملي رسنیز خبر وګرځېد او پاېله ېې د چاپېریال غبرګون ته د قانون جوړونې ځواب شو. همداسې صنعتي ک کړتیا خلکو ته یو لفظ برون فیلډ (هغه ځمکه چې د صنعت لپاره کارېدلې وي) ور وپېژانده چې اوس مهال د ښاروالۍ لخوا د ښار جوړونې پلان لپاره کاریږي. د اټومي یا هستوي ساینس پرمختګ د رادیو اکتیف ککړونکي توکي خلکو ته ورپه ګوته کړل دا وژونکي ککړونکي د زرګونو کلونو لپاره رادیو اکتیف پاتې کیږي. د روسې د کراچې تالاب کله چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې د نړۍ تر ټول ککړ تالاب شو نو د د ورلډ واچ انسټیټیوټ په نامه ونومول شو.
همداسې د سړې جګړې پر مهال اتومي ازموینې وشوې چې د خلکو [[روغتیا]] ته ېې لوی تاوان واړوه او له هماغه وخته تر اوسه پورې پر اټومي ځواک بندیزونه ولګول شول.
همداسې په دې انډسټري کې د احتیاط لارې چارې وټاکل شوې له دې وروسته دازموینې بندیز تړونونه وشول. تاسې کولای شې د تري مایل ټاپو او چېرن بوای انډسټریانو په اړه مالومات وګورئ.
په کال ۱۹۷۸ کې د بریتاني او په کال ۱۹۸۴ کې د بوپال پېښې دا په ډاګه کړه چې طبعېت او اتومسفیر پولې یا سرحد نلري او د طبعیت ساتنې لپاره نړیوالو هڅو ته اړتیا ده.
۴۶ کرښه:
 
== سرچینې==
 
[[category:چاپېریالپوهنه]]
[[category:چاپېریال ساتنه]]
[[category:چاپېریال]]
[[category:ککړتیا]]