د "نړیوال تشيال تمځای" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه: STS-133 International Space Station after undocking 5.jpg |بټنوک|300px|کيڼ|نړيوال تشیال تمځای په ۲۰۱۱ کال کی]]
نړیوال تشیال تمځای (International Space Station) د ځمکې په ټیټ چورلېځ (low Earth orbit) کې یوه مېشتوړه لاسي [[سپوږمکۍ]] (artificial satellite) ده چې لومړۍ برخه یې په ۱۹۹۸ کې چورلېځ (مدار) ته ولېږل شوه. دا تمځای نن سبا په تشیال کې تر ټولو لویه لاسي (مصنوعي) سپوږمکۍ ده چې له ځمکې څخه زیاتره په لغړو سترګو هم لیدل کېدای شي. نړيوال تشیال تمځای له فشاري رغبېلګو (pressurized modules)، بهرنیو اډانو، لمریزو هیندارو، او نورو رغتوکو جوړ شوی دی. د دې تمځای رغتوکي په ټوټو ټوټو د پروټون (Proton) او سویوز (Soyuz) په نامه روسي توغندیو او همدارنګه امریکایي تشیالي ماکوګانو (Space Shuttles) له لارې تشیال ته ولېږل شول.
 
نړیوال تشیال تمځای په ټیټ‌راښکون (microgravity) او تشیالي چاپېریال (space environment) کې د یوه څېړنیز لابراتوار دنده ترسره کوي چې په دې کې د څېړنډلو له خوا د ژوندپوهنې، وګړ-ژوندپوهنې، پنځپوهنې، ستورپوهنې، هسکاڼپوهنې، او نورو پوهنیزو ډګرونو اړوند ازموینې ترسره کېږي. برسېره پر دې، دا د هغو تشیالبېړیو (spacecraft) د سامانونو د کتلو او ازمویلو لپاره هم مناسب ځای دی چې سپوږمۍ او مریخ ته ماموریتونه ترسره کوي. دا تمځای د ځمکې په ټیټ چورلېځ کې له ۳۳۰ څخه تر ۴۳۵ کیلو متره (۲۰۵ – ۲۷۰ میله) لوړوالی لري چې د زوېزډا رغبېلګې (Zvezda Module) او یا هم د ورغلیو تشیالبېړیو د انجنونو له لارې پر‌له‌پسې مانورې کوي--- او په یوه شپه او ورځ کې ۱۵،۵۴ واره پر ځمکې را چورلي.
۸ کرښه:
وروسته له دې چې په کال ۲۰۱۱ کې د امریکا د تشیال ماکو پروګرام (Space Shuttle Program) پای ته ورسېد، نړیوال تشیال تمځای ته د ستورمزلو د وړلو راوړلو دنده یوازې د روسي سویوز توغندیو (Soyuz Rockets) له غاړې شوه، او ډرېګن (Dragon) هم یوازې له تمځای څخه ځمکې ته د توکو د راوړلو دنده ترسره کوي؛ هغه په دې خاطر چې د سویوز دا وړتیا ډېره محدوده ده.
 
د نړیوال تشیال تمځای پروګرام (ISS Programme) د پنځو تشیالي ادارو لکه [[ناسا]] (NASA)، روسکوزموس (Roscosmos)، جاکسا (JAXA)، اروپايي تشیال ادارې (European Space Agency, ESA)، او کاناډايي تشیال ادارې (Canadian Space Agency, CSA) یوه ګډه پروژه ده. د دې تمځای څښتنتوب (ملکیت) او کارونه د دې هېوادونو ترمنځ پر تړونونو ولاړ دي. تمځای پر دوو برخو وېشل شوی چې روسي چورلیزه ونډه (Russian Orbital Segment, ROS) او امریکایي چورلیزه ونډه (United States Orbital Segment, USOS) یې بولي--- چې ډېر نور هېوادونه په شریکان دي.
 
{{تشيال تمځی}}