د "افغانستان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
۶۰ کرښه:
|پايڅوړ =
}}
'''افغانستان''' ([[پښتو]] / [[فارسي ژبه|دري]]: ''افغانستان'') چې په رسمي توگه '''د افغانستان اسلامي جمهوريت''' په نوم ياديږي, په [[غر|غرونو]] کې کلابند يو [[هېواد]] دی چې د [[آسيا]] د [[لويه وچه|لویې وچې]] په څلورلارې کې پروت دی. په ټولگړې توگه دا هېواد د [[منځنۍ اسيا]] يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمې څرگند شوی چې نه په [[منځنی ختيخختيځ|منځني ختيځ]] او نه پر [[سوېلي اسيا]] پورې تړلې ده،‌ او دا پدې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره [[هڅوب|هڅوبيز]]، [[ژبتوکمپوهنهژونپوهنه|ژبتوکميز]] او [[ځمکپوهنه|جغرافيکي]] اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې له [[ايران]] سره،‌ په سوېل او ختيځ کې له [[پاکستان]] سره،‌ په شمال ختيځ کې له [[چين]] سره، په شمال کې له [[تاجکستان]]، [[اوزبکستان|اوزبكستان]] او [[تورکمنستان|توركمنستان]] سره گډې پولې لري.
 
په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې افغانستان د لومړي ځل لپاره د [[احمد شاه بابا]] له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې مالومې شوې. افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلورلارې کې پروت د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی. دا يو ډېر لرغونی هېواد دی او د تاريخ له نظره دا يو لوی سوداگريز مرکز پاتې شوی او په همدې توگه په بېلابېلو وختونو کې دبېلابېلو قوتونو له خوا تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د [[تاريخ]] په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول شوی. نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انگليس جگړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توگه هغه وخت راڅرگند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده. په دغه هېواد د روسيې د يرغل وروسته، په هېواد کې بد امني، خپلمنځي جگړې، د طالبانو واکمني او بيا وروسته د يوولسم د سېپتمبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل د دغه هېواد تاريخ ويجاړ کړ.
۷۹ کرښه:
په مستندو تاريخونو كې د (افغان) ويي د لومړي ځل د پښتنو لپاره په ۱۳۱۶ز كال د سلطان ابوسعيد مرزا په پير كې د تاريخپوهانو لخوا وكارول شو.
دارنگه دا ويي (افغان) د پښتنو لپاره د شاه عباس اعظم (چې په ۱۵۸۷ز كال د پارس يو لوى واكمن تېر شوې) په پير كې كارول شوې دى.
د پښتنو (افغانانو) په اړه د افغانستان نامتو تاريخپوه [[احمد علي كهزاد]] په خپل تاريخ (تاريخ افغانستان لومړي ټوك) كې دا ښكاره كړې چې پښتانه دا حقيقت د (اريا) نسل يوه قبليه ده چې تقريبا شپږ يا اووه زره كاله مخزيږ د لومړي ځل لپاره له خپل ټاټوبي [[منځنۍ اسيا]] څخه باختر ته چې د امو له سيند څخه دېخوا سيمو ته راوكوچېدل او د زرگونو كلونو استوگنې څخه وروسته ۲۰۰۰ يا ۱۹۰۰م.خ كلونه پس ننني افغانستان، [[پارسه|پارس]] او د سند د درې پر غاړه اباد شول. دې سيمې ته يې بيا [[آريانا|اريانا]] يا اريانه ويجه وويله.
 
د مخزنې افغان ليكوال [[نعمت الله]] بيا د افغان ويي [[ابراهیم|ابراهيم عليه السلام]] ته رسوي، او وايي چې د ساول يا تالوت په نامه يو واكمن ؤ، دده نوسې افغانا نومېده. د تالوت له مرگ څخه وروسته [[داود|داود عليه السلام]] د واكمنۍ په پير لوړو پوړيو ته ورسېد، د [[سلیمان|سلېمان عليه السلام]] په پير كې د پوځ د سپه سالار په توگه وټاكل شو، ددې افغانا زوزات بې اندازې زيات شو، چې د وخت په تېرېدو سره د بني اسرايل په نامه ياد شول. په ۶مه مخزيږې پېړۍ كې د [[بابل]] واكمن [[بخت نصر]] په جودا بريد وكړ، او د افغانا زوزات يې د غور (د افغانستان يو ولايت) پر لور وشړل.
۱۶۶ کرښه:
 
=== [[سپين غر]] ===
د [[سپين غر]] لړۍ د افغانستان په ختيځه خوا كې پرتې دي د ۱۵۰ كيلو مترو په انازه اوږدوالې لري او [[پېښور]] د لوديځ د ۴۸ كيلو مترۍ څخه پيل كېږي او د لوديځ لور ته درومي. د سپين غر لړۍ څو څآنگې لري چې ځينې څانگې يې د كابل تر سيول ختيځو پورې رسېږي او د هغې ځاۍ څخه يې يوه بله ځانگه د سويل خواته ځي. د غرونو دا لړۍ لومړې د [[جلالكوټ]] حوه د گرمې او غرنۍ بخه كې [[د لوگر سيند]] د كرمې له سيند څخه جلا كوي. او همدا ډول د كابل د سيند په واسطه د [[هندوکش]] د جنوبي لړيو غرو څخه جلا كېږي. ډېره لوړه څوكه يې د سېكارام په نوم يادېږي چې د سمندر له كچې څخه ۴۷۵۵ متره لوړه پرته ده. چې تل په واورو پټه وي. ددې غره شمالي او سويلي لمنې د لمنځو، نښترو، كاجو، جلغوزو او څېړيو زيات ځنگلونه لري او ډېر مشهور كنډو يې چې د [[د پکتيا ولايت|پكتيا]] او [[د لوگر ولايت|لوگر]] ترمنځ پروت دى شترگردن نومېږي چې د [[سمندر]] له كچې ۳۷۲۰ متره لوړ پورت دى.
 
=== ختيځ تورغر ===
۱۸۷ کرښه:
== وټه ==
{{آرنی|د افغانستان وټه}}
[[دوتنه:Afghan60cTractors in Afghanistan.jpg|thumb|234x234px]]
افغانستان يو ډېر غريب هېواد دی، دا په نړۍ کې د غريبو او لږپرمختلونکو هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږي. د افغانستان د وگړو د ۳ برخو څخه ۲ برخې يې تر ۲ امريکايي ډالرو لږو پيسو باندې په يوه ورځ کې خپل ژوند تېروي. د افغانستان وټه او اقتصاد د روسانو د يرغل، د کورنيو جگړو د پيل، د طالبانو د واکمنۍ او په اوسمهال کې د سياسي ربړو په پايله کې خورا زيانمن شوی. ددغو ناورينونو سره سره په افغانستان کې له ۱۹۹۸ ز. کال نه تر ۲۰۰۱ ز. کال پورې د وچکالۍ او طبيعي بدمرغيو په سبب هم دا افغانستان خلک خوار کړي.