د "چک جمهوریت" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و Undo revision 171304 by Afghanwrites (talk) |
ود سمون لنډیز نسته |
||
۷۶ کرښه:
}}
'''د چېک جمهوريت''' ([[چيکی ژبه|په چيکي]]:''Česká republika'')يو صنعتي هېواد دی چې په [[منځني اروپا|مرکزی اروپا]] کې
== تاریخ ==
د کلټ قبیلو په ۴۰۰ کال ق.م. کې په [[منځني اروپا|مرکزی اروپا]] کې یو دولت تاسیس کړ. هغه د کلټ قبیله د بویون ( په لاتین: بوهیم ) په نوم یادېږی. د دی لپاره د چېک دولت هم د [[بوهیما]] په نوم یادېږی. په پنځمه پیړی کې سلوانی قبیلې د آسیا څخه مرکزی [[اروپا]] ته راغللې او په بوهیما کې یی سلوانی دولت جوړ کړ. په ۷ پېړۍ کې په بوهیما کې لمړی قوی دولت تاسیس شو. هغه دولت په اوس وخت کې د سامو دولت په نوم یادېږی.
په ۸۳۰ کال کې په بوهیما او موراوا کې یو لوی او قوی دولت تاسیس شو . دغه دولت په اوس وخت کې لوی موراویا په نوم یادېږی. دغه لوی دولت به ۹۰۷ کال کې په پوهیما او موراوا تقسیم شو. د لوی موراوا د تقسیمولو وروسته په بوهیما کې لمړی د چېک دولت د پږېمسل کورنۍ لخوا تاسیس شو.په ۱۰ پېړۍ کې د پږیمسل حکمرانانو موراوا او سلواکېا ونیول. په ۹۷۳ کال کې په بوهیمیا کې د اسقف مقر جوړ شو.
په ۱۲۱۲ کال کې د چېک دولت په چېک پاچایۍ بدله شوه. په ۱۲۵۳ کال کې [[پښيميسل اوتاکار ۲]] چېکی پاچا شو.[[پښيميسل اوتاکار ۲]] د واده او توره په مرسته د چېک پاچایی پراخه وکړه او په دی ډول د چیک پاچایی د اروپا تر ټولو قدرتمن ( پیاوړی ) هېواد شو. مگر پاچا [[پښيميسل اوتاکار ۲]] په ۱۲۷۸ کال کې په جګړه کې د اتریش د اردو لخوا ووژل شو. زوی یی واتسلاف دوهم په ۱۲۸۳ کال کې چېکی پاچا شو.
|