د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
۹۹ کرښه:
== مېرویس خان ، د خپلواکۍ او کورواکۍ مخکښ گټونکی ==
مېرویس خان چې د ځان او هېواد خطرناک دریز یې د دوه وو سترکواکېو په منځ کې لېده نو د کندهار سروالان او مخـَوُرمشران یې راوبلل او وروسته له هغه چې د دوه وو ختېزو او لوېدېځو دولتونو او د سمبال شویوپوځونو په منځ کې یې د افغان ملت سیاسي درېز و څېړه د خپلو څرگندونو په ترڅ کې یې زیاته کړه چې : که تاسو ماته لاس راکړي نو د خپلواکۍ او آزادېـپالنۍ بیرغ به تل رپانده وساتم او هېڅکله به پرې نږدم چې د پردیو د مرییتوب پړی زموږ په غاړه کې واچول شي. څوک چې خپلواکي نه خوښوي او د پردي د مرییتوب پړی غوره گڼي نو موږ نه له هغه سره اړېکه او نه ورسره وروري لرو او داسې ځای ته دې ولاړ سي چې هلته یو ناتارگر پاچا پري واک وچلوي<ref>حبيبى، تاريخ مختصر افغانستان، ټوک ٢، پ ٧٣، هوتکىها، د عبدالرئوف بينوا چاپ ١٣٣٥، پ ٤٤</ref>. د مېرویس خان دغه خبرې د کندهار د آزادېپالو وگړو په زړونو کې د بهاندو ویالو په توگه په خوځېدو شوې او ټولو وگړو مېرویس خان د توکم د مشرپه توگه ومانه. وروسته د صفوي پاچا د تیرایستنې په موخه یې هغه ته یو لېک ولیږه او بل لېک یې د هند سترواک ته د مرستو د غوښتلو په موخه واستاوه. مېرویس خان، د واک په نېولو سره د دی پرځای چې ځان پاچا اعلان کړي نو د ځان پروړاندې د خانانو د رخې سخې (حسادت) او د هغوی د سیالې د راپارېدلو د مخنیوي په موخه یې ځان له نورو سېمه ییزو مشرانو سره د یوه برابر توکمېزه مشرپه توگه وروپېژانده. پدې توگه مېرویس خان د دښمن د رټلو،ماتولو او ایستلو په لاره کې و کولای شول د توکمونو مشران تر پایه همغږي او یو موټی و ساتي. کله چې دغه ویرلړلی خبر اصفهان ته ورسېده نو شاه حسین خپل یو استازی کندهار ته را ولېږه چې مېرویس خان د وینا ،سلا او بیرولو له لارې د خپلواکۍ له غوښتنې څخه لاس پر سر کړي. خو مېرویس خان د صفوي د دربار استازی زنداني کړ.
ترهغه وروسته د اتلسو مېاشتو په اوږو کې اصفهان څلور ځله پر کندهار ناکامه لښکرې را تاو کړې خو اصفهاني یرغلگرو ته پرته له درندو تاوانونو بل څه په برخه نه شول. وروستـنی بولندوی یې د تبریز واکمن محمد خان وو چې د یوه پینځه زریز ځواک په مشرۍ له کندهاري جنگیالیو سره لاس او گریوان شو. ویل کېږي چې مېرویس خان د هغوی مخې ته یوازې پینځه سوه افغاني جنگیالي واستول او د میرڅي زره تنه یا مړه یا ټپیان شول او نور یې په تېښته پښې دوه کړې خو د ځواک مشربولندوی محمد خان له دریو زامنو سره ونیول شول. بیا صفوي دولت د گرگین وراره خسرو خان یې له ۲۵۰۰۰ تنو سرتېرو سره د کندهار د نېولو لپاره را ولېږه (۱۷۱۰ ز). د مېرویس خان ځواک چې له غلجیو او بلوڅو جوړ وو چې مشري یې داؤد خان د پټې خزانې د کتاب د لېکوال پلار کوله د فراه پر لور د خسرو خان پر وړاندې راووت. لدې چې د خسرو خان د سرتېرو شمېر زیات وو نو د مېرویس خان ځواکونه په شا شول او د هلمند د سیند پر غاړه د گرشک په سېمې کې دښمن ته سترگې په لاره کښېناستل او مورچلونه یې ونېول. دلته د مېرویس خان ځواکونو داسې بې سارې مېړانه او توریالیتوب وکړ چې د خسرو خان لښکریې دړې وړې کړ، خو خسرو بیا خپلې لښکرې سمبال کړی او دا ځل غلزیو ماته وخوړه او کندهار د صفوي ځواکونو په کلابندۍ کې را گیرشو (۱۷۱۲ ز = ۱۱۲۳ ق). خو دغه بریا لنډ مهاله وه ځکه ښاریانو په توره اومېړانې د ښار ساتنه کوله او مېرویس خان له ښاره دباندې د تیرین ، بلوڅو او پشین وگړي د میرڅي پروړاندې هڅول چې له یوه شپاړلس زریزجنگیالي لښکر سره یې پر دښمن راودانگل او د لنډ وخت په موده کې کندهار د پردیو له منگولو خلاص شو او د کیخسرو خان او دهغه د ټول ۲۵ زریز لښکر غاړې د کندهاري جنگیالیو له چړو تیرې شوې او د جان ملکم پر وینا د ایران له ۲۵ زریز تیري کوونکي لښکر څخه یوازې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ تنو پورې ژوندي پاتې شول او نور ټول یې ووژل شول (۲۳).
|