د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۷۳ کرښه:
 
ستر ملي مبارز الحاج میرویس خان نیکه
سدوزي [[دولت خان]] چې کله د خپلې واکمنۍ د سېمې لمنه تر [[غزني]] او له غزني د سلېمان تر غرونو وغځوله نو له یوې خوا یې په کندهار کې د صفوي واکمن پر وړاندې سرغړاونه وکړه او د خپلواکۍ او کورواکۍ غږ یې پورته کړ ( چې مخکې مو ورته گوته ونېوله) خو له بل پلوه یې خپل د اکا زوی [[حیات سلطان]] دومره وزبېښه چې دې ته اړ شو چې له خپلې ټولې شتمنې او پلرنې ځمکې لاس پر سر او له خپل ورور لښکر خان او څه ناڅه د ابدالي ټبر له شپږ زرو کورنېو سره یو ځای [[ملتان]] ته په کډوال کېدنې اړ شو. (۶)<ref>[[عبدالحی حبيبي|حبيبى]] ، تاريخ مختصر افغانستان، ابداليان پ ٢٣٥</ref>. سدوزي دولت خان ښایي د خپلې کورنۍ د سیالانو له زورواکۍ کډوالۍ څخه ځان سوبمن باله ، خو د خپلې ځواکمنۍ او بریا په شېبو کې یې د صفوي [[بیگلربیگي]] اغیزه د کندهار د پوځي کلا په کوټوالۍ کې هم ور لنډ کړې وه.
فرهنگ د دغې بلوا لامل د کندهار د یوه ځمکوال سدوزي دولت خان سرغړاوی بولي او لېکې : د صفوي د لړۍ وروستنی پاچا [[شاه حسین]] چې په ۱۶۹۴ ز کال کې یې د اصفهان پر پاچاهۍ ډډه ولگوله یو بې واکه ،بې پرېکړې ، ضعېف النفس او خرافاتي سړی وو. د هغه د دربار لوړ پوړو چارواکو له یو بل سره سیالي کوله او د هغوی د دروهو او دسېسو له امله د [[دولت]] اغیزه په مرکز او ولایاتو کې بې اغېزې شوې وه. د ابدالي د ټـبر راهېټ یا کلانتر(ښاروال) سدوزي دولت خان چې د سدو خان (د دغه توکم یو مشر) له پښته وو د خپلې توکمېزې اغېزې په ملاتړ په کندهار کې له صفوي والي څخه سرغړاوی وکړ او په هغې سېمې کې اکر یا حالت خړ پړ شو. د [[اصفهان]] دربار پرېکړه وکړه چې د دولت خان د ټکونې لپاره په کندهار کې ټک سری او زمبک (سختگیر او با انظباط) والي و ټاکي او د دغه د تر سره کولو لپاره یې د [[گيورگي واختانگ]] په نامه تن نوی مسلمان شوی گـُرجي چې په تاوتریخوالي ، پرغزناکۍ یا قهر او بد چال چلند کې یې نوم درلود و ټاکه . گئورگى چې افغانانو د گرگین پر نامه پېژانده د شاهنواز خان ، بیگلر بیگي یا حاکم اعلی د درناوي نوم په لرلو سره په ۱۷۰۴ کال کې د گرجیانو او قزلباشانو له ډلو څخه جوړ یوه ځواک سره کندهار ته راغی او هڅه یې وکړه چې د خانانو او سېمه یېزو واکمنو اغیزمن مختورتوب ته د پای ټکی کښېږدي او په کندهار کې د مرکز تر نېغې څارنې لاندې یوه اداره رامنځ ته کړي. خو گرگین له خپلو ټولو ځانگړتیاوو سره سره یو درغلي سړی هم وو او په لومړي سر کې یې د دولت خان له سیالو ابدالي مشرانو سره د همغږۍ اومېنې تارونه و غځول او د غلزیو له مشرانو څخه یې نامتوهوتک امیر خان چې د میرویس په نامه پیژندل کیږي د پاموړ و گرځاوه (۷)