د "هومر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Addbot (خبرې اترې | ونډې)
و Bot: Migrating 140 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q6691 (translate me)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{ويکيسازنه}}
{{صاف}}
{{ژوندليک مالومات-بکس
| subject_name = '''هومر''' ([[يوناني ژبه|يوناني]] '''{{polytonic|Ὅμηρος}}''' ''Hómēros'')
۷ کرښه:
| date_of_birth = ca. [[8th century BC]]
}}
'''هومر''' ([[يوناني ژبه|يوناني]]: {{polytonic|Ὅμηρος}}، ''Hómēros'') د لرغوني يونان د هغه ليکوال نوم دی چې د الياد او اوډېسې لرغوني يوناني شعرونه يې ليکلي. نړېوال پدې باور دي چې دا شعرونه د نالوستو شعرويونکو لخوا په ۸مه او ۷مه مخ زېږيزې لرغونې پېړۍ کې چې يوازې ژبنی ادب دود وو وييل شوي، خو دا موضوع لاتر اوسه پورې د پوهانو ترمېنځ د سکالو وړ خبره ده چې دوی لا دې پايلې ته نه دي رسېدلي چې آيا ددغو دوه شعرونو ويناوال يو دی او که څو کسو په ګډهگډه دغه شعرونه زېږولي. سره له دې چې د هومر د ژوند په هکله د پخواني يونان ادبپوهان او مؤرخين کوم دقيق معلومات نه لري . مګرخو (هرودت) د يونان نامتو تاريخ ليکونکی ليکلي چې (850) کاله د ميلاد څخه مخکې يې ژوند کاوه، مګرخو ځينو شاعرانو بيا دده ژوند (1200) کاله مخکې له ميلاد نه ياد کړی دی .
په خپله د يونان اوه ښارونه دا دعوه لري چې هومر په هغو کې ژوند کړی دی خو بيا هم د هومر د اوسيدلو اصلي ځای او پلرنی ټاټوبی په درست ډول نه دی معلوم .
په ځينو کيسو او داستانو کې راغلې دي چې هومر د سپين ږيريتوب او د ژوند په اخر و کارونو کې خپل د دواړو سترګوسترگو ليد له لاسه ورکړی خو په ښارونو کې به يې د چنګچنگ رباب او ساز سره اشعار ويل او له خلکو نه به يې څه غو ښتل .
د هومر دوه ادبي منظوم داستانونه چې (ايلياد او اوډيسې ) نوميږي په ټولو نړېوالو ژبو باندې ژباړل شوي. دغه داستانونه نړيوال شهرت لري د هومر د اثارو سره د خلکو پزړه پورتيا شپږ کاله مخکې له ميلاد نه پيل شوېده او ډېرو مينه والو به يې د هغه شعرونه په يادي زده کول او ډيرو پلويانو به يې دده په شعرنو باندې مجلسونه جوړول او ددغو شعرنو له ويلو څخه به يې خوند اخيست دلومړي ځل له پاره چې د هومر اشعار راټول او په ډير ښکلي خط يې وليکل. (اريستارکوس) د اسکندريې د کتابتون ريس وه. ده يو سل پنځوس کاله د ميلاد نه مخکې دوه کتابونه چاپ کړل چې تر اوسه پورې دغه باارزښته ادبي اثر د امانت په توګهتوگه پاتې دی.
د ځينو روايتونو له مخې هومر يو سندرغاړی او ړوند شاعر و چې ايلياد يې د ځوانۍ په کلونو کې او اوډيسې يې په سپين ږيريتوب کې ليکلی دی. يوه الماني پوه او محقق فريدريک اګوستاگوست ولف (1824 تر 1759) ليکلي دي : چې هومر د ايلياد او اوډيسې اهمې برخې ليکلي دي اما نورو شاعرانو وروسته په هغه کې نور څه ورزيات کړي دي. له دې سره سره چې د هومر په هکله زموږ مالومات ډېر لږ دي خو له دې ټولو سره سره بيا هم نه شو ويلای چې د هومر موجوديت به ناشونی وي او له دې څخه انکار نشو کولای.
 
== هومر ته اړونده آثار (ايلياد او اوډيسې) ==
ايلياد او اديسه دوه منظوم يوناني داستانونه دي چې د يونان قديمي شاعر (هومير ) ته منسوب دي. خوداسې نظريات هم شته چې دا داستانونه يوه سړي نه دي جوړ کړي او په يوه وخت کې منځ ته نه دي راغلي ا و په خپله دهومير دژوند تاريخ هم په يوه وخت پورې يقيني نه دی ځنې يې له ميلاده اته پيړۍ يا 12 پيړۍ وړاندې بولي . يوه داسې نظريه لا هم شته چې وايي د امنظوم داستانونه په پخوا زمانه کې جوړ شوی دی او هومير هغه په ياد کړي وو. او هرځای کې به يې ويل : د يونان په ادبي تاريخ کې د (قهرمانانو عصر) په نامه يوه زمانه قيد ده چې دا داستانونه هم د هغه عصر بيانونکی دی اودا عصر د وياړ او افتخار زمانه هم بلل کيږي ، څرنګهڅرنگه چې په دې داستانوکې د لرغونې يونان ولس قهرماني او د قهرمانانو کارنامې ستايل شوي دي نو دښې ډېرې زمانې له پاره دمقدساتو په جمله کې شميرل کيدل او دالمانځنه او تقديس وو چې دغه قديمي ادبي اثار يې له هيرېدو څخه ساتلي دي . ددې داستانونو ناظم هرڅوک چې وو د هومير په شمول د خپل ولس د قهرمانانو شهامتونه او شجاعتونه يې توصيف کړي نو دا وجهه وه چې ولس د هغو د اوريدو څخه خوند اخيست او وروسته نو خبره دې حد ته رسېدلې وه چې پر ټاکلو وختونو د هغو اوريدنه يو سنت ؤ، ايلياد او اديسه دوه منظوم حکايتونه دي چې د(تراجان) د جګړوجگړو بيان کوي ، ايلياد پر 24 برخو مشتمل دی چې د جګړېجگړې وروستی 49 ورځې د خپلو ټولو قهرمانيو سره پکې توصيف شويدي. په دغه منظومه حماسه کې د (ترای ) محاصرې څخه غږيږي . او اوديسه هم يو داستان دی چې 24 برخې لري او (ترای) ترسقوط وروسته د اتاکا ( ) د پادشاهي څخه غږيږي . ددغه منظوم داستانونو د لهجې څخه پوره معلوميږي چې د لهجې اختلاف يې د يوه زمان محصول نه دی . ددغې منظومې کيسې خلاصه داده : چې د (ترای) د پادشاه زوی (پاريس) د يونان د پادشاه دکورنۍ يوه شهزادګۍشهزادگۍ د (ليدا) لورد (بلوکس) او ( کاستر) خور او د (مني لاس) ښځه وه .
(اګاممنوناگاممنون) پادشاهي په دې کيسه خبر شو نو غيرت يې په جوش راغی او دخپلو زورورو پهلوانانو (اچيل) او (اوليس) سره د (ترای) خواته روان شو ترڅو د شهزادګۍشهزادگۍ تښتونکو ته مجازات ورکړي .
د ترای دپادشاه چې خبر شو هغه هم د خپلو زامنو (هکتور) او (پاريس) سره د جنګجنگ ډګرتهډگرته راغی هغه مهال چې جګړهجگړه توده روانه وه د (اګاممنوناگاممنون) پادشاه او دهغه دپهلوان اچيل ترمنځ خوابدي پيښه شوه او اچيل له جګړېجگړې څخه لاس ويوست خو هغه وخت چې د جګړېجگړې په ميدان کې د (اچيل) ملګریملگری د (پاتروګلپاتروگل) د ( ترای) د پادشاه د زوی ( هګتورهگتور) په لاس ووژل شو نو ( اچيل ) ته هم درد ورغی او دجنګدجنگ ميدان ته داخل شو ، ده په يوه ضرب (هکتور) مړ کړ او (ترای) پادشاه ته يې وغورزاوه . د اچيل له بېرې د ترای خلک له ميدان څخه وتښتيدل او په ښار ننوتل او دروازې يې وتړلې د (اګاممنوناگاممنون) لښکر چې هرڅه انتظار ويوست ښار خلاص نه شو او دمحاصرې په حال کې پاتې شو ترڅو يونانيانو چل وکړ او دلرګودلرگو آس يې جوړ کړ او په هغه کې دننه کښېناستل د ښار دروازه وانانو دوی ته فکر نه شو او کله چې آس ښار ته ننوت خلک ځينې راووتل او د دروازه وانانو سرونه يې پرې کړل ښار يې پرانيست .
او دښار خلک يې ټول له تيغه تېر کړل او ديونان شهزادګۍشهزادگۍ يې د هغو څخه خلاصه کړه او بېرته يې خپل وطن ته راوستله . په دغه جګړهجگړه کې ديونانيانو سره د مرستې له پاره د (الپ) ټول خدايان راغلي وو او دوی (اچيل) پهلوان ته وسلې جوړې کړې وې.
داچيل مور هغه ته په داسې اوبو کې غسل ورکړی و چې بدن يې ټول د اوسپنې شوی وه او يوه بجلکه يې دغوښې وه او کله چې په جګړهجگړه کې د(ترای) دپادشاه زوی (باريس) په زهرو لړلی غشی د هغه خواته وروويشته نو پردغه لوڅه بجلکه يې وموښت او له دغه زخم څخه (اچيل) پهلوان مړ شو . په دغه وخت کې داچيل په وسله (اوليس) او ( اجاکس) پهلوانانو ترمنځ جګړهجگړه وموښته او (اوليس) پهلوان دنورو لښکرو څخه جلاشو او ديونان پر خوا لاړ په درياب کې يې کښتۍ ماته شوه او ده پر يوه تخته باندې تکيه وکړه .
(اوليس) يوويشت کاله په درياب او ټاپوګانوټاپوگانو کې سرګردانهسرگردانه ؤ، کله به يې د سمندر له څپو سره ډغرې وهلې او کله به در (سايکلوپاڼو) سره په جګړوجگړو بوخت و.
دی پس له شل کاله خپل وطن ته راورسيد او وي ليدل چې ښځه يې تر دغه وخته پورې دده په نامه ناسته وه .
دترای جکړه دايلياد او اديسې د داستانونو اساسي موضوع ده . تر هغه وخته پورې چې د (ترای) ښار فتح کيږي د ايلياد موضوع ده او تر هغه وروسته د (اوليس) سفر او ماجراوې د (اوديسې) په داستان پورې اړه لري ، څرنګهڅرنگه چې په دغو داستانونو کې د يونان دملت قهرماني لمانځل کيږي ، نو همدا وجه ده چې نوموړي اثر ته دنړۍ په ادبياتو کې د حماسې لقب ورکول شوی دی .
داديسې حماسه د زمان په لحاظ له ايلياد څخه وروسته راځي. که څه هم د (اديس) په داستان کې دارباب النواعو جادو ګرانوگرانو او اشباحو نقش ته زيات وزن ورکړ شوی دی او حتی په دې نړۍ کې د يوې بلې مرموزې يا په اصطلاح (لاندې نړۍ) خبرې هم په کې راغلې دي سره له دې دغه حماسه ديونان د فرهنګفرهنگ تاريخ او فلکلور په برخه کې ډيره بډايه ده او د لرغوني يونان د مدنيت له روښانه کولو سره پوره مرسته کوي. څرنګهڅرنگه چې په (اديس) کې ديونانيانو ژوند په واقعي بڼه منعکس شوی دی له همدې امله د(هومر) دغه اثر د نړۍ په ادبياتو کې د رياليزم لومړنی اثر ګڼلگڼل کيږي . په همدې ( اديس) کې دنر او ښځو ترمنځ مناسبات د هر يوه کار او شغل د سولې او جګړېجگړې شرايط برخه ليک لولي ديني معتقدات د کورنۍ ژوند جزييات او د چاپيريال خصوصيات په ښه توګهتوگه تمثيل شوي دي . د(اديسی) سبک ډير برمبال او پرتمين دی.
(اديسويس) د حماسې اتل دپو هې زړه ورتوب او زغم ښودل دي.
(پنسيلوپ) دده ميرمن د وفا داری نمونه ده او د خپل ميړه په غياب کې د هرډول نفسي او شيطاني وسواس سره مبارزه کوي. (اديسويس) هڅه کوي چې ډېر ژر د خپلې کورنۍ غيږې ته پناه وروړي خو جادوګرانجادوگران ارباب النواع او هر ډول بلاوې په هره شپه او هر ګامگام کې دی له مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ کوي ، دده وفاداره ميرمن د بډايو طلبګاروطلبگارو سره لاس په ګريوانگريوان ده . دده زوی (تياماخوس) د خپل پلار دموندلو له پاره له هرډول وسايلو څخه کار اخلي . کله چې دغه ښکلې او په زړه پورې نکل شروع شي ، ماشومان خپلې لوبې پريږدي، او يونانيان هم خپل کارونه بل وخت ته ځنډوي.
 
[[وېشنيزه:هومر]]
"https://ps.wikipedia.org/wiki/هومر" نه اخيستل شوی