د "حقوق" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Addbot (خبرې اترې | ونډې)
و Bot: Migrating 126 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q7748 (translate me)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''حقوق''' د هغو قوانينو ټولګې ته وايي، چې د انسانانو ترمنځ راكړه، وركړه سره همغږې كوي،
 
هغه څوك چې حقوقي قوانين وپېژني د حقوقپوه په نامه يادېږي. ددې لپاره چې په دې څانګه كې خلك پوره مهارت ترلاسه كړي، د نړۍ په پوهنتونو كې ددې لپاره ځانګړې پوهنځي جوړ شوي دي.
 
حقوق اجتماعي پوه ده او د قاعدی، دستور، فرمانونو او حکومتداری یو سیستم دی چی د اجتماعی نهادونو له طرفه د خلکو سلوک او رفتار کنټرول یا تابع کوی او مقننه قوه یی تصویب یا تعینوی او په قضایی حوزو کی د وضع شوی قانون په رڼا کی پلی کیږی.
قانون د سیاست، اقتصاد، تاریخ او ټولنی بنسټ ایښودونکی او جوړونکی دی او په مختلفوشکلونو د خلکو تر منځ د روابطو لرلو منځګړتوب کوي.
مدنی حقوق : په دی قانون کی د قاضی خپلی جوړی شوی فیصلی هم د منلو وړ دی چی د عرفی حقونو په نامه هم یادیږی .
 
په تاریخ کی مذهبی حقوقو هم ځانګړی نقش لرلی چی له دی نه دوه ډیر نامتو دی چی یو د اسلام سپیڅلی دین شرعی نفاذ او بل د یهودانو مذهبی قوانین دی یاده دی وی چی اسلامی قانون د نړی تر ټولو ستر اود نړی په زیاتو ملکونو کی پلی شوی او پلی کیږی
قضا او قضاوت په دوه لویو برخو ویشل کیږی: د جزا حقوق او مدنی حقوق
د جزا حقوق: په ټولنه کی له هغه احکامو سر غړونه چی بل ته ضر ر رسوی معامله کوی او مجرم یا بندی کیږی یا جریمه کیږی .
مدنی حقوق: دا حقوق په قضا کی د دو افرادو یا سازمانونو تر منځ د دعوا طرحی ته نظر کوی او قانونی چاری یا اصلاح کیدنی کوشش کوی
اکثره وخت د مالی ضر ر لیدونکی اورسونکی تر منځ فیصله کوی
په مدنی حقوقو کی قراردادی قانون د بس له ټیکټ نه نیولی تر تجارت او دمارکیټونو پوری ستونزو ته د حل لاره ګوری
 
په مدنی حقوقو کی اعتمادی قانون د هغی دارای چی د سرمایه ګذاری لپاره کارول کیږی تضمین کوی.
*اساسی قانون: داسی یو چارچوب جوړوی چی په هغی کی د قوانینو ایجاد کیږی او دانسانی حقوقو مدافع وی، د سیاسی نمایندګانو لپاره د کاندیدلو حق په یو خاص چوکاټ کی وربښی
*اداری حقوق: د اجرایی ادارو کنټرول کوی چی دوی باید څه وکړی او د څه کولو ځان وژغوری او هغه وخت قضایی بر رسی کوی کله چی د یوی اداری کړنی د یو فرد حق ضایع کړی او یا ضر ر ورته ورسوی
نړیوال قانون : د دوو مستقلو ملکونو تر منځ له نظامی اقدام نه نیولی تر تجارتی اړیکو پوری د فعالیتونو محدوده کی کنټرول کوی
 
0
== دا هم وګورئ ==
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/حقوق" نه اخيستل شوی