د "د افغانستان ژبې" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۱ کرښه:
==د پښتو ژبه==
[[File:خوشال خان خټك.jpg|150px|thumb|left|خوشحال خان خټك]]
[[پښتو]] د اریانا د ژبو څخه ده چې په ځانگړي ډول د [[افغانستان]] په شمال ختيځ بلخ شاوخوا سيمو کې په ۳۵۰۰زره کاله مخزېږدي کې رامنځته شوې . دا ژبه نن سبا د افغانستان په سوېلي او ختيځو سیمو کې ډېر ويوونکي لري. پښتو تقریبًا ۵۰ گړدوده لري . د دغو گړدودونو څخه درې گړدوده په درېو سيمو کې ډېر ويونکي لري . په دغه درې سيمو کې د [[د کندهار ولايت|کندهار]] گړدود، د [[د ننگرهار ولايت|ننگرهار]] گړدود او د پکتیا گړدود د يادولو وړ گړدودونه دي ، خو په رسمي لحاظ په درېو سمتي ليکو يادېږي ، لکه سوهيلي گړدود ، سوېلي گړدود ، او منځينی گړدود. او د مهمو گړدودونو په کتار کې شمېرل کېږي. پښتوابېڅې له عربي توروڅخه جوړې شوي ، چي د تورو ( فونيمونو )شمېر يې څلوېښتو ته رسيږي. په دې کې اته غږونه ( ټ ، ډ ، ړ ،ږ ،ځ،ژ،ځ ،څ ، ښ ،ڼ ) د[[پښتو]] خپل ځانگړي فونيمونه دي.
دپښتوداوسنۍ ابېڅې په باب عام روايت دادی، چې دااوسنۍ بڼه يې دسلطان محمودغزنوي په زمانه کې دده دوزير خواجه حسن ميوندي په حکم دقاضي سيف الله په زياراوکوښښ تراصلاح اوسمون وروسته رامنځته شوه. په عين حال کې د هندي ليکوالو له خوا داسې روات دی چې د محمود غزنوي په وخت کې د پښتو ژبې سره سخت حسايستونه رامنځته شوه او حساسيتونه دې پولې ته ورسېدل چې د ځينو سيمه ييزو شاعرانو په خولو کې به ېې سکروټې ورکولې او د ظلم لاندې به ېې نیولي و . په هماغه پیر کې د پښتنو ډېر علمي اثار له منځه تللي. عام روايت داسې دی چې د پښتنو روحاني مشر د قلم او تورې خاوند بايزيد روښان ( ٩٣١ ـــ ٩٨٠ هـ ق ) د ژبې لیکدود او ليکبڼه د عربي ابېڅو په مرسته ورغوله .په پښتوالفبې کي د [[بايزيد پير روښان |پير روښان بايزيداورمړ]]، داخونددروېزه ننگرهاري ( ٩٣٩ ـــ ١٠٤٨ هـ ق ) ، د[[خوشحال خان خټک]] ( ١٠٢٢ ـــ ١١٠٠ هـ ق) اوبيا په معاصرينوکي د[[محمد گل خان مومند|وزيرمحمدگل خان مومند]] ، [[عبدالصمد خان اڅکزی|خان عبدالصمدخان]] او[[قلندرمومند]] له خوا يولړبدلونونه راغلي دي خوپه دې ټولوکي يې هغه شکل منل شوی اوعام شوی دی ، چي دکابل د پښتو ټولنې په نوښت د[[افغانستان]] اوپښتونخواپوهانو تر گډو غونډواوپرېکړو وروسته ومنل. زموږ دپښتنومعاصر ې ليکنې له ځينو بدلونونوسره په همدې ابېڅو ليکل کېږي. د پښتو د ژبې اهمیت په ۱۷۴۷ زېږدي کال کې راوچت شو او په ۱۹۳۶ ز ېږدي کال کې پښتو د [[افغانستان]] رسمی او ملي ژبه منل شوې.