د "انټرنټ لټوونکی ماشين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{صاف}}[[انټرنټ]] د معلوماتو يوه داسې پراخه نړۍ ده چې يوه پوله هم نه لري. هره ثانيه په زرګونو معلوماتي توکي په کې ورځای کېږي، خو بيا هم د ډکېدو کومه اندېښنه نه رامنځته کېږي. حيرانوونکې خبره بيا دا ده چې دغه ټول معلومات په داسې مهارت سره په دغه نړۍ کې ځای شوي دي، چې سړی يې د سترګو په رپ کې د نړۍ په هر ګوټ کې ترلاسه کولای شي. د کيبورډ په يو دوو تڼيو زور کولو او د موږك په يو دوو کليکونو سره خپلو ټولو پوښتنو ته ځواب موندلای شئ. ټول معلومات په ځانګړو انټرنټ پاڼو کې خوندي وي، نو که سړي ته د يوې پاڼې پته معلومه وي نو سم له لاسه به دغه پاڼه د انټرنټ پاڼو په کتونکي پروګرام کې پرانيزي، خو که سړی بيا يو معلومات غواړي او د هغې پاڼې پته ورسره نه وي، چې دغه ځانګړي معلومات په كې ځای شوي دي، نو بيا سړی يوه داسې پياوړي ځواک ته اړتيا لري، چې د سترګو په رپ کې ټول انټرنټ چاڼ کړي او دغه ځانګړي معلومات راوباسي. له نېکه مرغه د دغه ځواک غم خوړل شوی دی او ډېرInternet Search Engine انټرنټ لټوونکي ماشينونه جوړ کړای شوي دي، چې په وړيا توګه ټول انټرنټ تر ثانيو هم په لږ وخت کې چاڼ کوي او زموږ د خوښې معلومات راښکاره کوي. دغو ماشينونو ته سړی يوه ځانګړې کليمه ورکوي او هغوی ټول انټرنټ په دغې وركړل شوې کلمې پسې لټوي او هر دقيق معلومات چې لاسته ورځي، نو د کمپيوټر پر پرده يې راښکاره کوي.
 
د دغو ماشينونو په ډله کې يو پياوړی ماشين د Google په نوم دی. د نوموړي ماشين بنسټ په ١٩٩٨م کال کې د متحدو ايالاتو د Standford پوهنتون دوو محصلينو Larry Page او Sergey Brin کښېښود. د دغه ماشين خدمات سړی د www.google.com په انټرنټ پاڼه کې کارولای شي. نوموړی ماشين د نړۍ په ګڼ شمېر ژبو باندې خدمات وړاندې کوي او داسې چټک او دقيق لټون کوي چې د انټرنټ نور ډېر غښتلي ماشينونه ورته ګوته پر غاښ پاتې دي. ګوګل په ټوله نړۍ کې کارول کېږي او تر نيمي ثانيي هم په لنډ وخت کې په ميليارډونو انټرنټ پاڼې چاڼ کوي او خپلو کاروونکو ته په پرتله ييزه توګه دقيق معلومات راباسي. ګوګل په يوه ورځ کې څه كمُ ٢٠٠ ميليونه پوښتنې ځوابوي. دا ( ګوګل) تورى خپله د يو امريکايي رياضيپوه د وراره له خوا په لومړي ځل د يوې لوبې لپاره کارول شوی و. هغه دغه تورى د يو سلو صفرونو ( 1000?.) غوندې لوی عدد ته د نوم په توګه کاراوه. دغه نوم د نوموړي شرکت د دغه توان ښكارندوى دى، چې په لنډ وخت کې په لويه کچه پوښتنو ته ځواب ورکوي او معلومات لټوي.
سړی چې د ګوګل چټکتيا او دقيقوالي ته ځير شي، نو دا پوښته راپورته کېږي چې د دې ماشين شا ته به څومره پرمختللي کمپيوټرونه او پياوړی تخنيک پټ وي. خو اصلاً د ګوګل شا ته په يوه لوی جال کې د منځنۍ بيې کمپيوټرونه سره نښلول شوي دي . په دې توګه په زرګونو کمپيوټرونه هممهاله په کار بوخت وي، چې په ترڅ کې يې د معلوماتو لټول او چاڼ کول چټکتيا مومي. د يوې پوښتنې له اخيستلو څخه راواخله معلوماتو تر لټولو او بيا د دقيقوالي له مخې په يوه ځانګړي طرز بېرته کاروونکي يا پوښتونكي تر ښوولو پورې ټولې چارې د درېيو Software پروګرامونه په لاس کې دي، چې په دغه زرګونو کمپيوټرونو کې ځای پر ځای شوي دي.
 
١)Googlebot
 
٢) Google Indexer
 
٣) Google?s Query Processor
 
١)Googlebot
 
دا يو ډول روبوټ ماشين دی، چې په ټول انټرنټ کې د يوې غڼې په شان خاپوړې کوي، معلومات راټولوي او بيا يې Indexer ته ورکوي. اصلاً دغه غڼه د Browser انټرنټ پاڼې کتونکي پروګرام په توګه دنده لوبوي. د انټرنټ پاڼو يوه خدمت کوونکي Web Server څخه پاڼې راغواړي، ځای پر ځای هره يوه پاڼه ګوري، چاڼ کوي يې، ټول تړونونه Links ترېنه رااخلي او په يوه کتار کې يې د وروسته چاڼ کولو لپاره ږدي او نور معلومات بيا Indexer ته ورکوي. که څه هم د دغه روبوټ کار اسان ښکاري، خو بيا هم دا له ډېرو ننګونو سره مخ کېدی شي. کېدی شي چې له داسې پاڼو سره مخ شي، چې ټول يو ډول معلومات لري او يا داسې پاڼې چې معلومات په کې ژر- ژر بدلېږي. د دې لپاره چې ګوګل خپلو کتونکو ته تازه او دقيق معلومات وړاندې کړي، نوموړی ماشين د خبرونو پاڼې او د نړيوالو سوداګريزو اثارو په اړه پاڼې ژر- ژر ګوري.
 
٢) Google Indexer
 
دا پروګرام هغه ټول نثرونه چې له Googlebot څخه يې ترلاسه کوي، په يو زېرمتون کې خوندي کوي. په دغه زېرمتون کې ټولې دوسيې د لټولو کليمو د تورو له مخې ترتيب شوي دي. له هرې يوې کلمې سره يو شمېر دوسيې تړلې دي، چې دغه کلمه په كې پرته وي (ليکل شوي وي) او همداراز په نثرونو کې د هر يوې کلمې دقيق ځای هم خوندي شوی وي. په دې توګه د يوې دوسيي لټول په اسانۍ سره ترسره کېږي.
 
٣) Google?s Query Processor
دا پروګرام د پوښتنو اخيستلو، د هغې د شننو او بيا د هغې له مخې په زېرمتون کې د معلوماتو لټولو او بيا په يوه ځانګړي طرز بېرته پوښتنه کوونکي ته د ښودلو دنده پر غاړه لري. اصلاً دغه پروګرام د نوموړو دندو لپاره خپلې لاندې برخې (واړه پروګرامونه) کاروي. د ګوګل په زېرمتون کې، په انټرنټ کې تقريباً ټولو پاڼو په اړه معلومات خوندي دی. نوموړی پروګرام دنده لري چې له زېرمتون څخه دقيق معلومات راوباسي او دغه کار يو ځانګړي Algorithm (د يوې مسئلې حل کولو کړنلارې) ته اړتيا لري. که چېرې يو سړی د املا له مخې يوه ناسمه کليمه د لټولو لپاره ورکړي، نو ګوګل يو ډول املاسموونکی سيسټم هم لري. نوموړی سيسټم بيا سړي ته د يوې بلې اړوندې سمې کليمې وړانديز کوي.
 
دا پروګرام د پوښتنو اخيستلو، د هغې د شننو او بيا د هغې له مخې په زېرمتون کې د معلوماتو لټولو او بيا په يوه ځانګړي طرز بېرته پوښتنه کوونکي ته د ښودلو دنده پر غاړه لري. اصلاً دغه پروګرام د نوموړو دندو لپاره خپلې لاندې برخې (واړه پروګرامونه) کاروي. د ګوګل په زېرمتون کې، په انټرنټ کې تقريباً ټولو پاڼو په اړه معلومات خوندي دی. نوموړی پروګرام دنده لري چې له زېرمتون څخه دقيق معلومات راوباسي او دغه کار يو ځانګړي Algorithm (د يوې مسئلې حل کولو کړنلارې) ته اړتيا لري. که چېرې يو سړی د املا له مخې يوه ناسمه کليمه د لټولو لپاره ورکړي، نو ګوګل يو ډول املاسموونکی سيسټم هم لري. نوموړی سيسټم بيا سړي ته د يوې بلې اړوندې سمې کليمې وړانديز کوي.
 
[[en:Internet search engines and libraries]]