د "شاتو مچی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱۸ کرښه:
ځوك چې غواړي د شاتو مچۍ وروزي بايد پخوا تر روزلو ديو بل مچۍ روزنكي شخص نه چې د دروزلو عملي تجربې ولري د مچيو د روزلو په اړه معلومات تر لاسه كړي. دخلكو د پوهاوي لپاره د شاتو د مچيو د روزلو په هكله علمي او فني ليكونه ته اړتياده د همدې اړتيا پر اساس دا اثر وليكل شو چې زمونږ ګران هيوادوال وكولي شي د شاتو د مچيو د روزلو لپاره يو لارښود تر لاسه كړي اوله دې لارښوده د شاتومچيو په روزلو كې ګټه واخلي.
==د شاتو د مچيو د روزلو اساسات==
هغه ځوك چې د شاتو مچيو ساتل او روزل غواړي نو تر هرځه د مخه بايد اساسات زده كړي، دا اساسات لاندې بيانيږي:
كه ځوك غواړي د شاتو مچۍ وروزي نو له فني مشورو دې پيروي وكړي.
له دې رشتې سره له سروكارپيداكولو سره سم بايد د مسلك په هكله پوره اشنائي پيداكړي.
د مچيو د روزلو لپاره د محيط، اراضي او دهغو بوټو مطالعه ضروري ده چې دشاتو مچۍ يې ګلان خوښوي او شات ورځخه توليدوي.
 
ددې مفيدې او ګټورې حشر د روزنې په باب بايد مچۍ روزنكي فني لارې چارې زده او هغه وپيژني.
دشاتو مچيو روزونكي ته لازم دي چې د شاتو مچيو د روزلود ماهرانو له علمي تجربو ځخه په استفاده دشاتومچيو د روزنې پورې اساسات زده كړي او هميشه له فني ماهرانو او اشخاصو سره ارتباط ولري.
د هغه چا لپاره چې په لومړي ځل غواړي د شاتو مچۍ وروزي كولاي شي د شاتو د مچيو له يوې ځخه تر دوو پورې كالوني يا كورنۍ وروزي.
 
دشاتو د مچيو د نوعيت په هكله دې پوره معلومات حاصل كړي.له هر ډول مرض او افت ځخه پاكو مچيو روزنه دې وشي او له مچۍ روزونكى دې خپل ځان مطمئن كړي چې دا مچۍ له مرض او افت ځخه پاكې دي.
دشاتو مچيو دكورنۍ ضعيف والى او قوي والى دې په نظر كې ونيول شي او دا په يوه كندو كې د ملكې، پوره شمير كارګرانو(دښځيو مچيو) او نرو مچيو موجوديت او ساليمتوب پورې اړه لري.
دملكې د عمر په باب چې ځوانه ده ،زړه ده ؟ ايا د نر سره جوړه شويده كه ځنگه؟په دې باب بايد پوره معلومات ولري.
په كندو كې د ذخيره شويو شاتو او دهغه دمقدار په باب پوره خبرتياوې او پوهه بايد موجوده وي.
كه ځوك غواړي چې د مچيو له روزنې سره سرو كار پيداكړي نو د ماهرانو له فني مشوروځخه دې تل استفاده وكړي.
 
==د موقعيت او اراضي انتخاب==
== دشاتو د مچيو لپاره د ځاى غوره كولو شرايط==