د "پياز" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: an:Allium cepa
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: or:ପିଆଜ؛ زیباسازی
۱۶ کرښه:
 
پیاز چی علمی نوم یی Allium cepa د غوټی په شکل یو تغیرموندلی ساقه ده. پیازو جنس نور ډیر سپیشزونه هم لری. مګر خپله پیاز ددی جنس څخه یوازنی نبات دی چی ډیر کرل کیږی.‌
== تاریخچه ==
د پيازو لومړنى ټاټوبى [[افغانستان]] او [[ايران]] دى او وروسته ورو ورو له دغو سيمو نه نږدې هېوادو لكه [[هندوستان|هند]] ، [[چين]] او بيا تر [[يونان|يونانه]] پورې خپور شوى دى . داسې ويل كيږي < چې په لرغونو زمانو كې د پيازو غوټې د يوه ښه دارو درمل په توګه پلورل كېدې او يا هم د خلكو ترمنځ په نورو توكو تبادله كېدې .
 
== د پیازو استعمال ==
'''پياز''' د خوراك وړ يو بوټى دى چې د سابو له ډېرو مهمو او ارزښتمنو بوټو نه ګڼل كيږي .
د خوندورو او ګټورو سابو له شمېر نه پياز هم د بېلابېلو ناروغيو په [[درملنه]] كې او هم د [[بدن]] د پياوړتيا لپاره ګټور دى . پياز يو داسې هېښنده بوټى دى ، چې هېڅ داسې يوه د كور مېرمن او اشپز به نه وي چې له پيازو نه به په پخلي او خواړو كې كار وانخلي . پياز په سلاټو ، [[ښوروا]] ، [[سوپ]] ، پټاټو ، قورمې ، غوښې ، [[پلو]] او نورو بېلابېلو خواړو كې كاريږي . همدا راز زموږ په ګران هېواد [[افغانستان]] كې د پيازو له شنو پاڼو نه پيره كي هم پخوي چې ډېر خوندور وي . دغه خوندور او اشتها راپاروونكى بوټى هم خام او هم پوخ خوړول كيږي . موږ انسانان د پيازو له خوراك او كارونې سره دومره روږدي شوي يو ، چې ډېرى وختونه مو هېر وي چې د كال په هر موسم كې داسې ارزانه او اغېزمن درمل ته لاسرسى لرو چې هر څوك يې د بېلابېلو ناروغيو سره په مبارزه كې كارولاى شي .
۲۵ کرښه:
پياز د يوې درملوونكې وسيلې په توګه له ډېرو پخوا زمانو نه راهيسې كاريږي . ددغه بوټي كمپېښه ( نايابه ) روغتيايي ځانګړتياوې ان لرغونو مصريانو ته او د لرغوني روم امپراتورۍ په وختونو كې لا خلكو ته مالومې وې . پياز او د هغه كارونه څه دپاسه څلور زره كلن [[تاريخ]] لري .
 
== د پیازو کیمیاوی جوړښت ==
اوسمهال پياز نږدې په ټوله نړۍ كې كرل كيږي . د پيازو په تركيب كې ځينې نايټروجني مواد او ځينې قندونه ، چې له هغه شمېر نه [[ګلوكوز]] ، [[فروكتوز]] ، [[ساكاروز]] او [[مالتوز]] دي ، شتون لري . سربېره پر دې په هغه كې [[كلسيم]] ، [[وسپنه]] ، او [[فاسفورس ( فاسفور )]] هم شته چې د انسان د بدن لپاره ډېر ګټور دي . د ساري په توګه د پيازو په ځينو ډولونو كې وسپنه ډېره ده چې د انسان د وينې تركيب ښه كوي او كلسيم يې د هډوكو په كلكولو كې مرسته كوي . همدا راز د پيازو په تركيب كې د ايتر ( اثير ) غوړي ، [[البومين]] ، د C [[ويټامين]] او مايې هم شته . دغه ډېر خوندور او ګټور بوټى د ګېډې او كولمو په كار او فعاليت كې مرسته كوي . پر نورو ډېرو روغتيايې ځانګړنو سربېره ، د پيازو دا ميكروبي ضد ځانګړنه خو نږدې هر سړي ته مالومه ده چې د والګي په درملنه كې خورا اغېزمن دى .
== د پیازو نباتی مشخصات ==
== د پیازو کرل ==
پیاز معمولا د تخم له لاری کرل کیږی. مګر کیدای شی چی د خپله د پیاز غوټه هم وکرل شی.‌ کله چی د پیاز غوټی بیا وکرل شی نو پیاز نه بلکه د هغه تخم تولیدوی.‌پدی حالت کی پیاز د ورځی د اوږد والی سره حساسیت ښی.‌
[[Fileدوتنه:Pyaz shalgahi1.JPG|thumb|پیاز در شلگهی دزفول ]]
[[Fileدوتنه:Piyaz shalgahi.JPG|thumb|پیاز دزفول 1390]]
== د پیازو ناروغۍ ==
== دپیازو آفات ==
== دپیازو حاصل ټولول ==
== د‌پیازو ساتنه ==
پیاز ورسته د حاصل د ټولولو څخه باید په یو وچه او بی نمه خونه کی کیښودل شی . د حرارت درجه باید د ۴ سانتی ګراد څخه ښکته نه وی او د ۱۰ سانتی ګراد څخه زیاته نه وی.‌
۱۱۹ کرښه:
[[nv:Tłʼohchin (chʼil daadánígíí)]]
[[oc:Ceba]]
[[or:ପିଆଜ]]
[[pcd:Eugnon]]
[[pdc:Zwiwwel]]
"https://ps.wikipedia.org/wiki/پياز" نه اخيستل شوی