د "بڼ پالنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۲ کرښه:
پس هار تيكلچر داسې تعريف كولاى شو: هارتيكلچر دكرنى هغه برخه ده چه دهغوكرنيزو نباتاتو دكرنى، روزنى اوساتنى سره سرو كار لرى كوم چه مخامخ انسانان دغذا، درملو او دښايست د مقصدونو لپاره تر استفادى لاندې نيسي .
==تاریخچه==
دتيږى په لمړنيو دور ه ( ۵۰۰۰۰ كاله وړاندى) كې انسان په غارونو كى ژوند كاوه او وحشې خواړه ې لاس ته راوړه، ښايى دغه وحشې خواړه ميوې او واښه وو. ځكه ددې وحشې ميوو او واښو راټولول اسان وو. هركله چه دانسانانو نفوس په زياتيدو شو نو دخوړو كمښت احساس و شو او انسان د وحشي ميوو اوواښو په اهلي كوونه اوكرنه پيل وكړ، دهمغه وخت څخه دكرنى پيل وشو.
ډير كرنيز نباتات د تاريخى دورى ( ۲۵۰۰ – ۳۰۰۰ كاله وړاندى ) د پيل څخه وړاندې اهلى شوو. مګر دنورو خوراكي نباتاتو د ا هلي كولو لپاره هڅې روانې وى. لبلبو په ۱۸ پيړۍ كې ، ربړ او بعضې غوړ لرونكى خرما په۱۹ پيړۍ كې ، اوسنۍ سټرابيري او مكاډاميا نټ په ۲۰ پيړۍ كې اهلي شوي دى. د نيوز لينډ دكيوى ميوه وروستۍ اهلي شوې ميوه ده .
د ډيرو ميوو، سبو او غلو يادونه په مقدسو اسمانى كتابونو كې شوې ده . په قرآن پاك كى د غنم.، هوږې ، پيازو، ښوون، خرما، انځر، انګور او داسې نورو ذكر شوى دى. چه دا ددې ميوو، غلو اوسبو دلرغوني استعمال نښه ده.
 
دهارټيكلچر دبوټو روزنه اوږد تاريخ لري . مصريانو ۲۵۰۰ – ۳۰۰۰ كاله دميلاد ترمخه يو زيات شمير مېوې دخرما ، انار ، كيلې ، ليمو ، ښوون او انار په گډون ترروزنې لاندې نيولې وې . په همدې وخت كې هغوې ډير سابه لكه بادرنگ ، هوږه ، پياز ، گندنه ، كاهو ، ارټيچوك ، زنډايف ، اينلى ، ملۍ ، او دخربوزو او خټكو مختلف ډولونه كرل . دمېوو او سبو دروزنې سره يو ځاى په مصر كې دنوموړو نباتاتو دصنعت مختلفو اړخونو هم پراختيا كړې وه .
 
دهارټيكلچر دبوټو په روزنه او پراختيا كې دمصريانو رول تقريبا ً ۳۵ پيړيو پوري دوام وكړ. كله چې ( دميلاد څخه ۳ كاله ترمخه ) مصردروم ديوه ولايت په څير راغى نو دنباتاتو دروزنې په هكله يې دنړۍ په دې برخه كې اغيزو مهم وړاندې كړې و .
 
له بله پلوه دمصر په ختيځ كې دبين النهرين (Mesopetomia ) (دعراق يوه برخه ، (Babylonia ) دعراق يوه برخه ) او Assyria لرغونو كلتورونو دهارټيكلچر دصنعت په پراختيا خصوصا ً او بخور او دباغونو او پاركونو په احداث كې زياته ونډه درلوده .
 
دهارټيكلچر دبوټو دروزنې او صنعت په هكله روميانو دمصريانو او يونانيانو څخه زياته استفاده كړې ده . دروميانو په خپلو لرغونو ليكنو كې دښاخ پيوند او زخه پيوند ، دميوو او سبو دمختلفو ډولونو ، دلگيومى بوټو دكرنيز تناوب دسرو استعمال او حتىٰ دميوو لپاره دساړه ساتن ځايونو يادوونه شوې ده . همدارنگه دهغو په ليكنو كې ديو ډول شنې خونې Green house نوم اخيستل شوى دي . چې دشيشو مالگى Mica څخه جوړه شوې او په ساړه موسم كې دسبو دروزنې لپاره ورڅخه استفاده كيده . برسيره پردي په روم كې دهارټيكلچر يوې مهمې برخې چې دښكلا دبوټو څخه عبارت ده، زيات انكشاف وكړ.
د دود له مخې به بډاى روميانو دخپل هيواد په اطرافى سيمو كې لږ څه ځمكه درلوده چې دميوو او گلانو باغونه به يې وركې جوړول . دهغو په باغونو كې به ډول ډول ميوې او گلان لكه مڼى ، ناك ، انځر ، ښوون ، انار ، مرسل ، انتري ، ماريكولډ ، بنفشه گل او داسې نور موجود وو .
 
دميلاد څخه نهه پيړۍ ترمخه په بين النهرين (Mesopetomia) كې خلكو دځينو ميوو لكه خرما او انځر دگرده افشانۍ په هكله معلومات درلودل او دګرده افشانۍ په سرته رسيدو كى ورته د مشخصو حشراتو اهميت څرگندوو . په ۱۴۹۲ كال كى دكولمبس په واسطه د نوى نړۍ (امريكا ) كشف په كرنه كې د يو بل ستر برياليتوب پيل وو. د مهمو نباتاتو پيژندنه اود هغوۍ راكړه ور كړه پيل شوه او تراوسه دوام لرى . دنوى نړۍ څخه مهم معرفى شوى نبا تا ت لكه جوار ، رومى ، كچالو، كدو، اواكادو، پاين ايپل ، پيكان ، خوږ كچالو، لوبيا تمبا كو او داسى نور دى. همدا رنګه دوخت په تيريدو سره خلكو ته دهارټيكلچر دنباتاتو اقتصادې ، غذائى او زينتى ارزښتونه ښكاره شول او دهغو روزنې ته يې خاصه توجه وكړه . نن ورځ دنړۍ په ډيرو هيوادوكى دهارټيكلچر دنباتاتو توليد او صنعت لوړ مقام نيولى دي .
دهارټيكلچر نباتات دلاندې خصوصياتو په لرلو سره دنورو كرنيزو بوټو څخه توپير لري :
# دهارټيكلچر دزيات شمير محصولاتو څخه په تازه ډول استفاده كيږي اواوبه يې دكيفيت عمده جز تشكيلوي .
# دهارټيكلچر محصولات په عمومي توگه ژرخرابيدونكى Perishable دي .
# دهارټيكلچر بوټى په لږه ساحه كې كرل كيږي مگر عايد يې په يوه واحده ځمكه كې دكرنې دنورو نباتاتو په پرتله خورا زيات دي .
# په عمومي توگه دهارټيكلچر نباتات دښكلا له پلوه هم زيات اهميت لري .
# دهارټيكلچر نباتات روزنيزې پاملرنې ته زياته اړتيا لري .
 
له بله پلوه داگرانوميكي او ځنگلي بوټو حاصلات په غير ژوندي حالت كې داستفادي وړ وي . كه ځنگلى ونې دلرگيو او كاغذ جوړولو لپاره په څوواري ډول غوڅې شي په يوه واحد ه ټوټه ځمكه كې دهغو عايد زيات په نظر راځي مگر كه نوموړي عايد دهغو دعمرداوږ دوالي په اساس محاسبه شي په دې صورت كې دهغو عايد دهارټيكلچر دنباتاتو په پرتله خورا لږوي . كه ځنگلى ونې دلږ وخت لپاره په لوړه بيه خرڅې شي په دې صورت كې هغوي دهارټيكلچر دنباتاتو په ډله كې راځى .
 
==هارټیکلچری بوټی==
دهارټيكلچر نباتات دلاندې خصوصياتو په لرلو سره دنورو كرنيزو بوټو څخه توپير لري. د توپیر ځینی فکتورونه یی په لاندی ډول دی.