د "جوار" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۷ کرښه:
}}
جوار په قوي احتمال له مركزي امريكا( مكسيكو او كواتيمالا) ځخه لكه رومي بانجان، تنباكو او كچالو نوري نړۍ ته معرفي شوي دي. ۵۰۰۰ كاله ترمخه جوار په امريكا كې كرل كيدل. د امريكا په كشف سره جوار په شمالي او جنوبي امريكا كې په زياته پيمانه خواره شول. بالاخره د ۱۵ پيړۍ په وروستيو كې جوار له امريكا ځخه هسپانيا ته راوړل شول چې وروسته له دې ځاي ځخه نورو اروپائي هيوادونه ته معرفي شول.په ۱۷ پيړۍ كې جوار له تركيه ځخه ايران ته معرفي شول او احتمال لري چې له ايران ځخه زمونږ هيواد ته معرفي شوي وي.
 
 
په نړيوال مقياس كې ۱۱۸ ميليون هكتاره ځمكه د جوارو كرونده جوړوي چې له دې جملې ځخه ۲۲ فيصده ئې د امريكا كې متحده ايالات تشكيلوي په امريكا د جوار كښت له نورو نباتاتو ځخه ډير زيات دي ځكه د انسانانو او حيواناتو خوراك جوړوي.
 
 
د ۱۳۶۳ كال دراپور له مخې زمونږ په هيوادكې ۲۴۰۰۰۰ هكتاره ځمكه د جوارو تر كښت لاندې ده.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/جوار" نه اخيستل شوی