د "بوټی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۲۰ کرښه:
داپلاسټيدونه د شحمياتو د زيرمه ځائی په توګه عمل کوی عقيده پردی ده چه پورتنی ذکر شوی پلاستيدونه مشترکه مبدآ لری چه مبدآ د Proplastids په نوم ياديږی. ديو حالت څخه بل حالت ته د پلاستيدنو تبديليدل په تجربو ثابته شويدی او معلومه شويده چه داحالت د حجراتو د وخت په تيريدو سره ديوحالت څخه بل حالت ته تغير کوی. او بيا دوباره رجوع کولی شی .مثلآ رومی بانجان شين رنګ په سوررنګ اوکه کچالو لمرته کيښودل شی دوباره شين رنګ اختياره وی. په لمړنی تغيرکی د رومی بانجانو کلوروپلاسټونه په کروپلاستونو بدليږی . اوپه دوهم حالت کی د کچالو لوکوپلاستونه په کلوروپلاستونو تبديل شوه ځينی وختونه ليدل شويدی چه که چيری نارنج چه نارنجی رنګ لری که ديوکال لپاره په ونه يا بوټی کی پريښودل شی نو دنارنج نارنجی رنګ دوباره شين کيږی . يعنی دوباره خپل اولنی رنګ غوره کوی چه شين رنګ ئی درلوده.په دی معنی چه نارنج کروموپلاستونه دوباره په شين کلوروپلاستونو بدليږ/ی.
 
 
==مآخذونه==
==مايتو کاندريا (Mitochondria )==
 
دنباتی حجراتو په سايتوپلازم کی د ميلی او تار په شکل ساختمانونه ليدل کيږی.چه طول ئی 0,5 - 7 mm او عرض ئی د 0,5 – 1mm پوری رسيږی . دپروتين، شحمياتو،DNA او RNA څخه مايتو کاندريا جوړه شوی دی د وظيفی له لحاظه مايتوکاندريا دحجری د تنفس د مرکز په نوم ياديږی .دموادو تبادله اودانرژی ذخيره هم په مايتوکاندريا کی صورت نيسی . په ما يتوکاندريا کی ATP جوړيږی له همدی امله مايتوکاندريا د انرژی د توليدونکی دستګاه په نوم باندی ياديږی. دوروستيو کلونو څيړونو ښودلی ده چه مايتوکاندريا او پلاستيدونه سره اړيکی لری اودپيدايښت مبدائی Proplatsids ګڼل شوی دی.
 
مايتوکاندريا په ۱۹۰۰ ميلادی کال کی په نباتی او حيوانی حجروکی وليدل شوه . مايتوکاندريا د Chondriosome په نوم باندی هم ياديږی .دمايتوکاندريا په کيمياوی ترکيب کی 90 % فاسفوپيدونه وجود لری . مايتوکاندريا دحجری په سايتوپلازم کی پراګنده اود تعليق په شکل ليدل کيږی.
 
==فایتوفزیولوژی==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/بوټی" نه اخيستل شوی