د "محمد صديق پسرلی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۹ کرښه:
استاد صديق پسرلي خپلې لومړنۍ زده کړې د نوموړي ولايت په شېرخان لېسه کې سر ته رسولې دي. تنکۍ ځوانۍ ټول عمر يې د کندوز ولايت په چهار دره تېر کړ چې د شعر لومړنى څرک يې هم په همدې سيمه کې د ادب د غرونو په څوکو ولګېده. د څه کار اوبار لپاره يې د هېواد مرکز (کابل ښار) ته مخه کړه خو له څه مودې ورسته کله چې په هېواد کې د کورنيو جګړو اور بل شو، دى هم له د ډېرو نورو افغانانو په څېرله هېواد څخه کډه کولو ته اړ شو او د پاکستان هېواد خوا ته يې مخه کړه.
 
==فرهنګي کورنۍ==
د محمد صديق پسرلي زامن دي: [[امان الله ساهو]]، [[عصمت څاروان]]، [[ايمل پسرلي]]، [[اجمل پسرلى]] او [[اسد الله غضنفر]].
==ادبي او هنري فعاليت==
كه څه هم محمد صديق پسرلى په اوسني پېر كې د هندي سبك لاروى شاعر گڼل كېږي، خو په شعرونو كې د جوت فكر او پيغام شتون، دى د يوې جلا لارې او سبك څښتن شاعر راپيژني، ځكه د ده شعر پر ښكلاييز اړخ سربېره جوت مانيز اړخ هم لري او دا هغه خصوصيت دى، چې ډېرى ادبپوهان يې د لويو شاعرانو خاصه او ځانګړنه په ګوته كوي.
Line ۱۱۰ ⟶ ۱۱۲:
يون هم په همدې نظر دى: (( له غزل پرته، څلورېزې يې دي، چې د ډېر فكر انتقالونكې دي، خو ډېره زياته ښكلا، چې ده هغه د ده په غزلونو كې پرته ده او تر هغه وروسته په څلورېزو كې يې دې ښكلا ته تم كېږو.))
 
د پسرلي صاحب شعرونه له ګڼو نورو ښكلا او باريكيو هم برخمن دي او په كار ده، چې افغان كره كتونكي او ادبپوهان پخپلو څېړنو كې دغه ښكلاوې او ځانګړنې رابرسېره او د دغه حقدار او نوميالي شاعر حق په ځاى كړي.
 
 
==سرچينه==