پینځه بنده صافه لکۍ لرونکی لړم
Leiurus quinquestriatus پینځه بند صافه لکۍ لرونکی لړم | |
---|---|
مملکه | ژوی |
شاخه | بې شمزۍ ژوي |
طایفه | بند پښه لرونکی ژوي |
ډله | نوسی لرونکې ژوې |
تیره | لړمان (بوتهیدېان) |
پینځه بند صافه لکۍ لرونکی لړم چې علمي نوم یې (Leiurus quinquestriatus) دی؛ د بوتهیدېانو د لړمانو څخه تر ټولو زهرجن لړم دی چې په شمالي آفریقا ، نږدی ختيځ او منځنۍ آسیا په صحرایي سيمو کې ژوند کوي. رنگ یې ژیړ او اوږدوالی یې ۳۰ - ۷۷ میلیمتره دی. نوموړی لړم اغېزمن عصبي زهر لري چې ماشومان او ناروغ انسانان وژلای شي. دغه زهر د څلورو پېپټیډونو توکو څخه جوړ شوي دي. د هغو توکو څخه کلوروتوکسین تر ټولو اغیزمنه ماده ده چې د ماغزو تومور د علاج لپار هم کارېدلای شي.