پښتو پښتو تشريحي قاموس

آرنومد_رسنۍ_ډولانځورگرد_پښتۍ_طراحد_انځور_پايڅوړوروسته_لهسکالوټولگهټول_مخونهمخکې_لهخپرندویژباړن

پښتو پښتو تشريحي قاموس
(پښتو: پښتو پښتو تشريحي قاموس د (P1476) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پښتو پښتو تشريحي قاموس
پښتو پښتو تشريحي قاموس

ليکوال پښتو ټولنه
ژبه پښتو
هېواد افغانستان، کابل
د خپریدو نیټه کال
د خپريدو نيټه په پښتو کال
د کتاب موضوع
ژبه
 

پښتو پښتو تشريحي قاموس په يوه ژبه (پښتو په پښتو) قاموس دی، چې له قاموسونو او بېلابېلو پښتنو سيمو څخه د لُغاتو د راټولولو، ترتيب او ليکلو چارې يې د پښتو ټولنې د لغاتو د څانگې لخوا پيل شوې وې. په اوسنۍ بڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ له تاسيس څخه وروسته دغه څانگه د ژبو او ادبياتو د مرکز د ژبپوهنې او قاموسونو په څانگه کې واوښته، چې همدې څانگې د پښتو-پښتو تشريحي قاموس پيل شوې لړۍ وغځوله او تر ۱۳۶۵ ل. (۱۹۸۶ ز.) کاله د دې قاموس څلور ټوکه (له آ څخه تر ک پورې) يو په بل پسې له چاپه راووتل. د دې قاموس د بېلابېلو ټوکونو لغات لومړی د يوې ډلې لخوا راټول او د يوې بلې ډلې لخوا کره کېدل، له کره کېدو وروسته په دوه ستونه بڼه خطاطي او په آفسيټي بڼه چاپ او خپرېدل. دا يو تشريحي قاموس دی چې هره کلمه نه يوازې مانا بلکې لنډه تشريح او يا يې بېلابېلې ماناگانې راوړل شوي دي. همدارنگه د ځينو کلمو د لا وضاحت لباره د بېلابېلو شاعرانو شعرونه او پښتو لنډۍ هم ورسره ملې شوي دي. د دې قاموس بله لويه او څرگنده ښېگڼه دا ده، چې هر لغت لومړی د پښتو په معمول ليکدود او بيا په فونيميکه بڼه ليکل شوي او د هرې کلمې خج (فشار) هم په گوته شوی دی، چې دا کار له يوې خوا د لغتونو په سم تلفظ کې له لوستونکو سره پوره مرسته کوي او له بلې خوا کلمه د مانا له کړکېچ څخه ساتي.

لومړی ټوک

د پښتو پښتو تشريحي قاموس لومړی ټوک په ۱۳۵۸ ل. کال کې د ۱۵۰۰ ټوکو په شمېر او ۹۲۸ مخه په آفسېټي بڼه د لوړو او مسلکي زده کړو د وزارت په مطبعه کې له چاپه راوتلی دی چې د (۱) په توري پيل او د (ب) په توري پای ته رسېږي. د دې ټوک د لغاتو شمېر ۹۵۰۰ ته رسېږي.

دويم ټوک

د پښتو پښتو تشريحي قاموس دويم ټوک په ۱۳۶۰ ل. کال کې د ۱۵۰۰ ټوکو په شمېر او ۹۰۰ مخونو کې په آفسېټي بڼه په دولتي مطبعه کې له چاپه راوتلی دی چې د ټولو لغاتو شمېر يې ۱۰۴۰۰ ته رسېږي. دا ټوک د (ت) په توري پيل او په (خ) پای ته رسېږي.

درېيم ټوک

د پښتو پښتو تشريحي قاموس درېيم ټوک په ۱۳۶۱ ل. کال کې د ۱۵۰۰ ټوکو په شمېر او ۹۵۰ مخونو کې په آفسېټي بڼه په دولتي مطبعه کې له چاپه راوتلی دی چې د ټولو لغاتو شمېر يې ۸۹۵۲ ته رسېږي. دا ټوک د (د) په توري پيل او په (س) پای ته رسېږي.

څلورم ټوک

د پښتو پښتو تشريحي قاموس څلورم ټوک په ۱۳۶۵ ل. کال کې د ۲۰۰۰ ټوکو په شمېر او ۹۰۰ مخونو کې په آفسېټي بڼه په دولتي مطبعه کې له چاپه راوتلی دی چې د ټولو لغاتو شمېر يې ۹۳۰۰ ته رسېږي. دا ټوک د (ش) په توري پيل او په (ک) پای ته رسېږي.

پينځم ټوک

د دې سيند ليکوال

باندنۍ تړنې

سرچينې