پښتون قامي جرگه

د پښتون قامي جرګې انګلیسي: Pashtun National Jirga ، چې د بنو جرګې په نوم هم یادیږي ، لومړۍ غونډه د ۲۰۲۲م کال د مارچ له ۱۱ څخه تر ۱۴مې نیټې د خیبر پښتونخوا د بنو په میراخېل کرکټ لوبغالي کې جوړه شوه چې د پښتنو د ستونزو په اړه بحث وکړي.[۱][۲] په دې غونډه کې د سياستوالو ، قومي مشرانو ، څېړونکو ، عالمانو ، لږکيو ، ښځو او بشري حقونو فعالینو په ګډون شاوخوا 5000 کسانو برخه اخيستې وه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزی ، نواب ایاز جوګیزی ، عبدالرحیم زیارتوال ، عبدالقهار ودان ، عبیدالله بابت ، نصرالله زېری او عارفه صدیق ، د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پشتين ، میرکلام او ورانګه لوڼۍ ، د ملي جمهوري غورځنګ محسن داوړ ، لطیف اپریدی ، افراسیاب خټک ، بشیر مټه ، بشرا ګوهر او جمیله ګیلاني ، د عوامي ملي ګوند خادم حسین او مولانا خانزېب ، د مزدور کیسان ګوند افضل خاموش ، د پاکستان پیپلز ګوند فرحت الله بابر او احمد کنډي ، د پاکستان مسلم لیګ سردار یعقوب نصر ، د جمعیت علمای اسلام محمد خان شیرانی ، د وزیرستان قامي مشر ګل عالم وزیر ، تاریخدان پرویش شاهین ، او ګڼ شمېر نور پښتانه ، بلوچ او هزاره مشران د جرګې برخه وو. د جرګې پرېکړه ليک د حامد کرزي ، حنيف اتمر او امرالله صالح په ګډون د يو شمېر افغان سياسي مشرانو له خوا هم تاييد شو.

جرګې اعلان وکړ چې په پاکستان کې د اورپکۍ‌ قربانيان پښتانه دي او د پاکستان په ۷۰ زره وژل شویو کښی ۶۰ زره هغه پښتانه دي. منظور پښتین وویل «په اوسني حالت کې تر ۸۰۰۰ زیات پښتانه ځوانان بې درکه دي.» په منابعو باندې د واک، د ښځو د حقونو او په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتو ژبې د حیثیت په اړه خبرې وشوې او د خېبر پښتونخوا ، جنوبي پښتونخوا ، میانوالي او اټک په ګډون د یوې متحدې پښتون صوبې د جوړولو وړاندیز وشو. د غونډې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې د لویې جرګې او عمومي ټاکنو له لارې یو استازی حکومت جوړ شي چې د ټولو نړیوالو معیارونو سره سمون لري. جرګې د افغانستان پر بشري ناورین اندېښنه وښوده. له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغانانو سره دې مرسته وکړي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځول یې وغندل. جرګې همداراز د علي وزیر په ګډون د سیاسي بندیانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

شاليد سمول

د ۲۰۲۱م کال د جون په ۲۳ مه په مسلم باغ کې د عثمان کاکړ د جنازې په مراسمو کې محمود خان اڅکزي د خپلې وینا په ترڅ کې اعلان وکړ چې په دریو میاشتو کې به په بنو کې یوه جرګه راوبلي چې د پښتنو پر ستونزو خبرې وکړي او د حل لارې به ورته ولټوي. دا جرګه وروسته د ۲۰۲۲م کال د مارچ تر ۱۱مې پورې وځنډول شوه.[۲]

د جرګې د کوربه توب لپاره د بنو انتخاب تاریخي اهمیت درلود ځکه چې د ۱۹۴۷م کال د جون په ۲۱مه د بنو ښار د هغه پرېکړه لیک کوربه و چې په هغه کې پښتنو سیاستوالو له برتانوي امپراتورۍ غوښتي وو چې د پښتونستان د خپلواکۍ اختیار دې دوی ته وړاندې کړي چې پکې د برتانوي هند ټولې پښتني سیمې شاملې دي ٫ د دې پر ځای چې دوی د پاکستان له نوي جوړ شوي هېواد سره یوځای کړي.

مخکينۍ پښتون جرګې سمول

د بنو جرګې د پښتنو د دوو مخکینيو جرګو د اعلامیو تایید وکړ، چې یوه یې د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۱۰مه د پېښور په باچا خان مرکز کې د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي خان له خوا جوړه شوې وه ، او بله يې د ۲۰۲۰م کال د اګست په ۷مه په هشنغر ، چارسده کې د مزدور کیسان ګوند د مشر افضل خاموش لخوا جوړه شوې وه. په دې جرگو کې چې دواړو يې ۲۱ ماده ييزې اعلاميې هم صادرې کړې، د افغانانو په سيمه کې د امن او نظم د وضعيت او بې ثباتۍ په اړه خبرې اترې وکړې. په طبیعي زیرمو، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بیا پرانیستل، د بې ځايه شويو او بې کوره شويو خلکو پر ستونزو، د شناختي کارډونو د بندولو، سرشمېرنې، د ځمکنيو ماينونو او لادرکه شويو کسانو پر ستونزو هم خبرې وشوې.

په ۱۹۹۰مو لسیزې کې د پښتنو د جرګو یوه ورته لړۍ د سوات د افضل خان لالا له خوا پیل شوې وه . د افضل خان لالا د پښتنو وروستې جرګه د ۲۰۱۲ کال د مې په میاشت کې د پېښور په نشتر هال کې جوړه شوې وه چې پکې د پښتنو د ملي یووالي د کمپاین او په جګړه ځپلي افغانستان کې د میلیونونو افغانانو د وژل کېدو د اعتراض په اړه خبرې شوې وې.

پرېکړه ليک سمول

  1. دا نمائينده پښتون قامي جرګه دي يوه مستقله اداره جوړه شي۔ دا نمائنده پښتون قامي جرګه وړانديز کوي چي د دي جرګي پريکړو او اهدافو د عملي کولو د پاره دي د همکاري او رابطه کاري يوه کميټي جوړه شي چي د خپلو قامي اولسي ستونزو د هوارولو د پاره هلي ځلي وکړي او د دې نماينده کميټۍ تر نظارت لاندي دي ذيلي کميټياني جوړيشي،په دغه هکله دي په پښتونخواوطن کښې د قبائلي روغو جوړو لپاره يوه ذيلي کميټۍ جوړه کړل شي۔
  2. په پاکستان کښي دا مهال آئين په عملي توګه معطل دئ ، دا جرګه دا غوښتنه کوي چي په پاکستان کښي دي حقيقي وفاقي پارليماني جمهوري نظام بحال کړل شي او د آيئن بالادستي او پارليمان خودمختاري دي يقيني کړل شي او په سياست کښي دي د استخباراتي ادارو لاسوهنه بنده کړل شي۔
  3. د پاکستان داخلي او خارجي پاليسيانو جوړښت او نفاذ دي د صرف او صرف منتخب پارليمان په ذريعه وسي ۔
  4. دا نمائنده قامي جرګه دا غوښتنه کوي چي د افغانستان د لوي جرګې او د عامو انتخاباتو له لارې د ټولو اولسونو نماينده منتخب حکومت دي قايم کړل شي او په راتلونکي کښي دي د طاقت په زور پرحکومت نيولو عمل دي غير قانوني، او افغان ملت سره غداري و ګڼل شي، او د عصر حاضر د جهاني معياراتو سره سمون خوړونکئ جمهوري نظام دي پلي کړل شي۔
  5. دا جرګه د افغانستان پر اوسني انساني ناورين باندي خواشيني څرګندوي او د ملګرو ملتونو او ګاونډي هيوادونو څخه غوښتنه کوي چي هغوي دي د انساني ناورين ښکار افغان اولس سره هر ممکن کومک وکړي او د افغان کډوالو او بې کوره خلکو سره دي قانوني او انساني چلن وکړل شي۔
  6. دا جرګه غوښتنه کوي چي د ميانوالي ۔ اټک په شمول په خېبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا په خاوره دي مشتمله متحده قامي صوبه جوړه شي او تر هغه پوري چي د پښتونخوا متحده صوبه جوړيږي د بلوچستان په صوبه کښې دي ژوند په هره شعبه کي د پښتنو او بلوُڅو تر منځ برابري ومنل شي۔
  7. پر پښتونخوا وطن دتيرو څو لسيزو څخه راتپل شوي جنګ په هکله د حقايقو د لټون او د مفاهمت کميشن (Truth and Reconciliation Commission) دي جوړ شي او د جرګې په سرپرستي کښي د حقايقو د لټون ميشن (Fact Finding Mission) جوړکړل شي او په کراچۍ کښي دي د ۱۲ مئي ۲۰۰۷ د پښتنو پر وژنه دي يوه تحقيقاتي کميټۍ جوړه کړل شي۔
  8. د ملي شهيد عثمان کاکړ، عارف وزير، ارمان لوني،اسد اڅکزئ او د نورو قامي شهيدانو د وژني تحقيقات دي د جسټس قاضي فائز عيسا په سربراهۍ کښي د باور وړ جوډيشل کميشن په ذريعه وشي او رپورټ دي اولس ته وړاندې کړل شي۔
  9. د پښتونخوا وطن پر ټولو قدرتي وسايلو باندي د پښتون اولس قامي حق ملکيت و منل شي، په دې هکله دي د پاکستان په آيين کي منل سوي مادو باندي دي په حقيقي توګه عمل درآمد وکړل شي او د تيلو ريفائنري دي په پښتونخوا صوبه کښي جوړه کړل شي۔
  10. داقامي جرګه په دېورنډ کرښه باندي اغزن تار په سختي سره ردوي او غوښتنه کوي چي په کرښۀ ټولي تاريخي تجارتي لاري دي د تجارت او د کرښې پر دواړو غاړو د آبادو خلګوآزادانه تګ راتګ لپاره د څه کاغزي اسنادو او کوائفو بغير دي يقيني کړل شي.
  11. په پښتونخوا وطن کښې پر ځنګلونو، غرونو، مځکو ، معدنياتو پر ذخائرو او سرکاري او غير سرکاري عمارتونو باندي د عسکري او سرکاري ادارو قبضه دي په فوري توګه ختم کړل شي۔
  12. پښتون وطن کښي دي خواره کړل شوي ماينونو پاک کړل شي۔
  13. پښتو ژبه دي د پښتونخوا وطن قامي ،دفتري او تعليمي ژبه و ګرځول شي، او د پښتونخواوطن ټولي مورنۍ ژبي دي د تعليم زريعه وګرځول شي۔ په اتلسم آئني ترميم کښي د نصاب تعليم د وضع کولو اختيارات صوبو ته ورکړل شوي دي، موجوده حکومت هغه حق غصب کړئ دئ دا جرګه غوښتنه کوي چي مرکزي حکومت دي د نصاب تعليم اختيارات بيرته صوبو ته حواله کړي او واحد قومي نصاب ده پلي کيدو لاره دي و تړل شي۔
  14. د پښتونخوا وطن دا نمائنده جرګه سفارښتنه کوي چي په تعليم ، اقتتصاد، سياست، او کلتوري چارو کښې د ښځو د ګدون پرته هيڅ يو قام پر مختګ او سيالي نه شي کولئ،پښتني ښځي چي د تاريخ په اوږدو کښې د ژوند په هر ډګر کښې د سړيو سره اوږه په اوږه درېدلي دي، خوله بدمرغه د جهالت ، ناخواندګۍ ، د غلطو رسمونو،او داسلام د مقدس دين د غلطو تشريځاتو په ذريعه ښځي د خپلو بنيادي انساني ځقونو څخه بې برخي شوي دي،دا جرګه غوښتنه کوي چي د قوانينيو د جوړولو او منفي رسمونو د مخ نيوي سره سره په سياسي ،اقتصادي او فرهنګي چارو کښي د ښځو د ګډون لپاره لاري هواري کړل شي۔
  15. دا نمائنده جرګه په ۲۰۱۷ کښي تر سره سوي سر شميرني کي شوي درغلي ردودي او دا غوښتنه کوي چي د نوي سر شميرني لپاره دي د بين الاقوامي اصولونو تحت يو آزاد، شفاف او همه شموله طريقه کار جوړ کړل سي۔
  16. سينيټ ته دي په فنسانس بل او نورو شعبو کښې د قامي اسمبلي برابر اختيارات ورکړل شي او د سينيټ انتخابات دي د براهراست ووټ له لاري وکړل شي۔
  17. د جرګه غوښتنه کوي چي د اباسين د اوبو معاهده سن ۱۹۹۱ باندي دي نظر ثاني اوشي او پښتونخوا ته دي د مالک او سرورخ په توګه د خپل کلۍ ضرورياتو لپاره برخه اومنل شي ۔
  18. د دي تر څنګ دا تاريخې جرګه د غازي بهروته د نهر په بهانه د اباسين د اوبو د خپل فطري لارې نه اړول غير آئيني او عالمي اصولونو صريحا خلاف ورزي بولي او جرګه وائي چي اباسين دي په خپله زاړه او فطري لار بحال کړي شي ۔
  19. دا جرګه پريکړه کوي چي د دهشت ګردي په آړ کښي ماورائ عدالت قتلونو دي بند کړي شي، لا درکه خلګ دي خوشي کړي شي او پښتونخوا کښي دي چيک پوسټونه ختم شي، بې کوره کړل شوي خلګ دي په خپلو علاقو او کورونو کښي د آبادولو بندوبست او د دوئي د تاوانونو پوره پوره معاوضي ورکړي شي۔
  20. په سياسي عمل دي لګول شوي اعلانيه او غير اعلانيه بنديزونه ختم کړي شي او علي وزير، حنيف پشتين، اويس ابدال، قاضي طاهر او نور ټول سياسي قيديان دې فوري آزاد کړل شي۔
  21. چشمه ليفټ کينال دي په فوري ډول تعمير کړل شي۔
  22. پښتو ژبه، تاريخ ،ادبيات او هنرونه د څلوېښتو کلونو د راتپل شويو جنګونو له کبله د تبا هئ د خطر سره مخامخ دي او اوس هم تر استعماري يرغل لاندي دي۔ دا نمائينده قامي جرګه ژمنه کوي چي د خپل وطن څخه به استبداد او قبضه ورکوي ، داقامي جرګه د حکومتي او غير حکومتي پښتون دښمن ميډيا له لاري د پښتون افغان منفي تصوير کشي په فوري توګه بند کړل شي.
  23. تمباکو دي د نورو فصلونو په شان يو زرعي فصل و ګڼل شي۔
  24. د (Action in Aid of Civil Power Regulation) تور قانون دي په پښتونخوا صوبه کښې په فوري توګه ختم کړل شي او د تحفظ، امنيت، او انتظامي اختيارات دې ټول سيول انتظاميه ته و سپارل شي.
  25. د جرګه د بجلئ ، اوبو، ګيسونو او نورو وسائيلو په مد کښي په وفاق واجب الادا رقم د پښتونخوا صوبې حق بولې او فوري ادائيګي ئي ضروري او لازمي بولي۔[۳][۴][۵]

سرچینې سمول

  1. "Nationalist parties convene jirga on Pakhtun issues". The News International. March 12, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "په بنو کې درې ورځنۍ "پښتون قامي جرګه" روانه ده". Radio Mashaal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Parties convene Jirga to defend rights of Pashtuns in Pakistan". Asian News International. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "بنو کې د پښتنو قامي جرګه څلورمې ورځ ته وغځېده؛ پرېکړې او غوښتنې دوشنبې اعلانېږي". BBC Pashto. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Jirga in Bannu discusses problems faced by Pashtuns". Mashriq TV. March 12, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)