محمود خان اڅکزی (زېږېدنه: ۱۹۴۸ ز. - ) (په انگرېزي:Mahmood Khan Achakzai) د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر او د عبدالصمد خان اڅکزي ځوی دی. نوموړی يو ملتپاله او ډېموکراټ سياسي مبارز دی. محمود خان اڅکزی څو څو واره د پاکستان د ولسي جرگې يا نېشنل اسېمبلۍ غړی پاتې شوی. په ۲۰۰۲ ز. کال کې هغه يوازينی پښتون ملتپاله سياستپوه وه چې د ټولټاکنو له لارې يې د پاکستان د ولسي جرگې د غړيتوب لپاره وټاکل شو. په پاکستان کې اڅکزی يو ناندريز شخصيت دی چې د نوموړي د سياسي گروهو له کبله يې ډېر سيال سياستوال او گوندونه نه خوښوي. د دې سبب دا دی چې محمود خان اڅکزی په سيمه ايزه کچه د پښتنو د حقونو غږ پورته کړی او د پښتنو په سيمو کې د هغوی په طبيعي منابعو باندې د پښتنو د واک خبره يې رابرسېره کړې. نوموړی په کوټه کې په خپل پلرني ټاټوبي کې اوسېږي.

محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی