په سياسي اقتصاد نيوکې سريزه

 

په سياسي اقتصاد نيوکې سريزه
ليکوال کارل مارکس
آرنوم Zur Kritik der Politischen Ökonomie
ژبه جرمني
سکالو(موضوع) سياسي وټه
خپرندوی {{{خپرندوی}}}
د خپرېدو نېټه 1859

په سياسي اقتصاد نيوکې سريزه (جرمنی: Zur Kritik der Politischen Ökonomie)د آلمان د مفکر کارل مارکس لخوا لیکل شوی کتاب دی، چې لومړی ځل په 1859 کې خپور شو. دا کتاب په عمده توګه د پانګوالیزم د تحلیل او د پیسو د اندازې د تیورۍ په اړه دی، چې په خپل وخت کې د پانګوالیزم د مخکښو تیوریکي مفسرینو په ځانګړې توګه د سیاسي اقتصاد په ډګر کې څیړونکو او کلاسیک اقتصاد پوهانو لکه ادم سمیټ او ډیویډ لخوا لیکل شوی. ريکارډو

د کتاب اهمیت سمول

په دې کتاب کې د مارکس لخوا وړاندې شوي ډېری نيوکې وروسته د پانګې کتاب(لومړي ټوک) څرګند شوي چې په 1867 کې خپور شو او دا کتاب د مارکس د اثارو په مینځ کې دوهم خورا مهم لیکنه ګڼل کیږي. دا کتاب د کارل مارکس د اصلي تیورۍ لومړنۍ فورمولونه لري، یعنې د تاریخ د اقتصادي تفسیر تیوري یا تاریخي ماديزم . په لنډیز کې، دا نظریه هغه حقیقت ته اشاره کوي چې اقتصادي عوامل (د تولید میتودونه او طریقې) د هرې ټولنې د پالیسۍ جوړولو او ایډیالوژۍ ډول ټاکي:کينډۍ:نقل قول بزرگ «کلیت این روابط تولیدی ساختار اقتصادی جامعه را شکل می‌دهد، این زیربنای واقعی است که از آن روبنای اخلاقی و سیاسی بوجود می‌آید و بر طبق آن فرم‌های آگاهی اجتماعی نیز شکل می‌گیرد. شیوه تولید مادی زندگی، فرایند عمومی اجتماعی، سیاسی و فکری را تعیین می‌کند».[۱] کينډۍ:پایان نقل قول بزرگد دغو تولیدي اړیکو مجموعه د ټولنې اقتصادي جوړښت تشکیلوي، دا هغه اصلي بنسټ دی چې اخلاقي او سیاسي جوړښت یې رامینځته کوي او د هغې له مخې د ټولنیز شعور بڼه هم رامینځته کیږي. د ژوند د مادي تولید لاره عمومي ټولنیز، سیاسي او فکري بهیر ټاکي

اړوندې پوښتنې سمول

سرچينې سمول

  • ويکيپېډيا ګډونوال «A Contribution to the Critique of Political Economy». انګليسي ويکيپېډيا ۳جنوري ۲۰۱۷.