تاریخي ماتریالیزم

د کارل مارکس د تاریخ نظریه، یعني "تاریخي ماتریالېزم یا مادیت"، تاریخي بدلون د طبقاتي ټولنو په ظهور او وده او د ژوند د دوام لپاره د انسانانو په ګډ کار کې ګڼي. د مارکس او اینګلس له نظره، د تاریخي پېښو "وروستی لامل" او د خوځښت ځواک باید د ټولنې په اقتصادي پرمختګ او د تولید په طریقه کې د بدلونونو له لارې رامنځته شوو ټولنیزو او سیاسي تحولاتو کې وپلټل شي. تاریخي ماده پالنه یا مادیت دا نظر په کلکه ګواښ[۱]

لی چې تاریخي بهیر پای ته رسېدلی او پانګوال نظام یا کپیټلېزم د تاریخ پای دی. د مارکس له پېر راوروسته دا نظریه بدله شوې او پراختیا یې موندلې ده. دا نظریه اوس ګڼ مارکسیستي او غیر مارکسیستي ډولونه لري.[۲]

د تاریخ په اړه د روشنګرۍ د دورې نظرونه سمول

په ۱۶مه او ۱۷مه پېړۍ کې بریتانیا او د اروپا نورې برخې له ژورو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو سره مخامخ شوې. د نوو ټکنالوژیکي نوښتونو غوراوی او د علمي او ساینسي څېړنو پراختیا، چې د طبیعت د رازونو او اسرارو د موندنې لپاره ځانګړې شوې وې، له نوو او مخ پر ودې ټولنیزو طبقو سره مل وو، چې د بېلګې په توګه هغه د ځمکو پانګوال مالکان او ښاري سوداګر چې واک او ځواک یې د فیوډالو لښکرو پرځای په سوداګرۍ، مالیه او نړیواله سوداګرۍ کې نغښتی و، یادولی شو.[۳][۴]

د 'آزادۍ روحیه' سمول

د روښانتیا د دورې مفکرینو انفرادي آزادۍ ته وده ورکړه او پر مذهبي عقایدو او د پاچایانو پر الهي حق یې ورودنګل. د توماس هابز (۱۵۸۸-۱۶۷۹ز کلونه)، مونټېسکیو (۱۶۸۹-۱۷۵۵ز کلونه) ولټېر (۱۶۹۴-۱۷۷۸ز کلونه)، ادم سمېت (۱۷۲۳-۱۷۹۰ ز کلونه)، تورګو (۱۷۲۷-۱۷۸۱ ز کلونه) او کندورسیه (۱۷۴۳-۱۷۹۴ز کلونه) په شمول ګڼ شمېر مفکرینو د نړۍ کلیسايي تفسیر مات کړ او د بشري طبیعت، تاریخ، اقتصاد او ټولنې په اړه یې نوې علمي او ساینسي څېړنې وړاندې کړې. ځینو فیلسوفانو د بېلګې په توګه ویکو (۱۶۶۸-۲۳ – ۱۷۴۴ز کلونه) هېردر (۱۷۴۴-۱۸۰۳ز کلونه) او هیګل (۱۷۷۰-۱۸۳۱ز کلونه) هڅه وکړه چې په بې‌شمېره تاریخي متنونو کې د بشري تاریخ یوه تنظیمي موضوع، معنا یا لوری کشف یا رابرسېره کړي. د روشنګرۍ د دورې د ډېری فیلسوفانو په اند، نظریې د تاریخي بدلون او د تمدنونو د عروج او زوال په اړه د پوهېدو لپاره اصلي سرچینه وه. تاریخ د "آزادۍ د روحیې" یا د ملتپالنې یا ډیموکراسۍ او قانون د ودې تدریجي پرمختګ و. سیاسي بدلون په اصل کې د عقل او استدلال د تنظیموونکي ځواک د پایلې په توګه پېژندل شوی و. د بېلګې په توګه: اډوارډ ګیبون (۱۷۳۷-۱۷۹۴ز کلونه) په خپل مشهور کتاب "د رومي سترواکۍ د زوال او سقوط تاریخ" کې د روم سترواکۍ سقوط په امپراتوري دولت باندې د عیسویت د ځپونکو اغېزو له امله بللی دی.[۵][۶][۷]

د ستر شخصیت' تاریخ سمول

د تاریخ یو بل عام مفهوم دا دی چې د سلطنتونو، سترواکیو او دولتونو عروج او زوال په پراخه کچه د ټولنې د سر او مخکښو خلکو د کړنو او هیلو له مخې تشریح کېدای شي، لکه: پاچاهان، ملکې، امپراتوران، جنرالان، یا مذهبي مشران. د تاریخ دغه نظریه د ۱۹مې پېړۍ سکاټلنډي فیلسوف توماس کارلایل (۱۷۹۵-۱۸۸۱ز کلونه) له لوري خلاصه شوې، چې وایي: "د نړۍ تاریخ د سترو انسانانو له ژوندلیک پرته بل څه نه دي".

د تاریخ ماتریالیستي یا مادي مفهوم سمول

د همدغو پخوانیو مفکرینو، په ځانګړې توګه د کندورسیه تر نفوذ لاندې، یوټوپیایي سوسیالیست هېنري سېن سیمون (۱۷۶۰-۱۸۲۵ز کلونه) د تاریخ په اړه خپل مادیالیستي یا ماتریالیستي تفسیر وړاندې کړ، هماغسې چې وروسته بیا په مارکسیزم کې هم ورته تفسیر وکارول شو. دغه تفسیر تاریخي دورې د هماغو دورو د ټیکنالوژۍ او تنظیم د کچې له مخې تحلیل کړې او هغه یې د غلامۍ، نیمه غلامۍ، او بالاخره د مزدورۍ د دورو ترمنځ ووېشلې. د سوسیالیست فرانسوي رهبر ژان جورېس په وینا: فرانسوی لیکوال انټوین برناو لومړی کس و چې دا تیوري یې رامنځته کړه چې اقتصادي ځواکونه د تاریخ محرک عوامل دي.[۸][۹]

د مارکس د تاریخ په تیورۍ کې د هیګل ونډه سمول

مارکس د برلین په پوهنتون کې د زده‌کړې پرمهال د هیګل (۱۷۷۰-۱۸۳۱ز کلونه) له فلسفې سره مخامخ شو. د روشنګرۍ د دورې د فلسفې په اړه د هیګل یو له مهمو انتقادونو څخه دا و، چې که څه هم خلکوزیاتره کولی شوای، د ټولنو ترمنځ توپیرونه تشرېح کړي، خو دوی بیا د دې لپاره مبارزه کوله چې د هغو د بدلون لامل بیان کړي.[۱۰]

هیګل او تاریخپالنه سمول

کلاسیکو اقتصادپوهانو د یوه نړیوال او نه بدلېدونکي انساني فطرت پر بنسټ د مدني ټولنې یو ماډل وړاندې کړ. هیګل دغه نظر ته ګواښ وکړ. ټولنه له تاریخي پلوه تشخیص شوې وه او د وخت د نظریاتو پرمټ په نه هېرېدونکې توګه راجوړه شوې وه. هیګل استدلال کاوه چې پوهه، هنر، ساینس او د دولت بنسټونه ټول د دوی د تاریخ پرمټ تعریف شوي او یوازې د دوی د تاریخي تحولاتو له څېړلو سره د درک وړ دي. هیګل همدا راز فلسفي فکر ته تاریخي بڼه ورکوي او د یوه ځانګړي کلتور د ځان پوهنې په سترګه ورته ګوري. په دې توګه: 'فلسفه د هغې خپلې دورې ته وایي چې د فکر له لارې درک کېږي'.[۱۱][۱۲]

د بدلون ډیالکټیک سمول

ټولنې څه ډول بدلون مومي؟ د هیګل ډیالکټیک مېتود نړۍ د یوې پېچلې مجموعې په توګه وړاندې کوي. دا په دې معنا ده چې د ټولنې ټولې برخې، د بېلګې په توګه، ساینس، هنر، قانون، کار او اقتصاد، دولت او کورنۍ او نور، ټول یو له بل سره تړلي او پر یو بل متقابل اغېز او نفوذ لري او له همدې امله یې په انزوا او یوازې‌والي کې سم درک یا تحلیل نه شي کېدای. بنسټونه او ارګانونه هېڅکله ولاړ یا ساکن نه دي؛  دوی د وخت په تېرېدو سره د بدلون او پراختیا له یوې دوامدارې پروسې څخه تېرېږي. د هیګل په وینا: د زمانې په هر ځانګړي پړاو کې ټولنه د متخاصمو ځواکونو یوه ملغمه یا ګډوله ده ؛ ځینې یې ثبات ترویجوي او نور بیا د بدلون لپاره هڅې کوي. یوازې بهرني عوامل نه دي چې بدلون راولي، بلکې داخلي تضادونه هم رول په کې لري. د دغه تحرک یا ډاینامیک بې وقفې حرکت یا چلول د هغو واقعي خلکو په وسیله کېږي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره مبارزه کوي. پایله دا ده چې نظریې، بنسټونه او ټولنیز جوړښتونه په نوو بڼو بیا تنظیمېږي او نوې ځانګړتیاوې بیانوي. د تاریخ په ځینو پرېکنده وختونو کې، د لویو جګړو په دورو کې، د "سترو تاریخي شخصیتونو" کړنې "د هماغې دورې له روحیې" سره سمون لرلی شي ترڅو د ازادۍ په برخه کې بنسټیز پرمختګ رامنځته کړي.[۱۳][۱۴][۱۵]

تاریخي ماتریالیزم سمول

د ژوند کولو لپاره تولید سمول

د مارکس د تاریخ تیوري بیا د بشر د موجودیت پر بنسټیز واقعیت ولاړه ده. مخکې له دې چې د 'سیاست، ساینس، هنر، دین او نورو تعقیب' ممکن شي، انسانان باید لومړی خوراک، څښاک، سرپناه او جامې ولري. دا ډول لید د تاریخ په اړه د مارکس د نظر ماتریالېستي یا مادي بنسټ جوړوي. په ټولو ټولنو کې او د تولید په ټولو طریقو کې، د ډبرو د لرغونې دورې (paleolithic) په لومړیو کې د ښکارونو راټولوونکو له وخته رانیولې، تر فیوډالي ټولنو او عصري پانګوالو اقتصادونو پورې "د انساني وجود د طبیعت همېشني او دایمي شرایط" انسانان دې ته هڅوي چې په ټولنیزه توګه یو بل ته لاس ورکړي او د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې تولید کړي.[۱۶][۱۷]

تولیدي ځواکونه او اړیکې سمول

مارکس دوه متقابل او لازم او ملزوم جوړښتونه په ګوته کړل، ترڅو دا تشرېح کړي چې انسانان څه ډول له طبیعت سره تعامل کوي او څه ډول یې د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د تولید په پروسه کې خورا پېچلي قواعد او ادارې ډیزاین کړې دي، ترڅو د دوی ترمنځ او همدا راز له چاپېریال سره د دوی تعامل اداره کړي.

تولیدي ځواکونه سمول

تولیيد ځواکونه هر هغه څه ته ویل کېږي چې موږ یې د ټولنې د اړتیا وړ څیزونو د جوړولو لپاره کاروو. په دغو ځواکونو کې انساني کار او د تولید لپاره اړین خام مواد: ځمکه، وسایل، او اړینه پوهه شامله ده. د ډبرو د لرغونې دورې (Paleolithic Age) په وروستیو کې د لومړیو انسانانو له لوري جوړې شوې کلکې او تېرې نېزې او د کبانو د ښکار نېزې او سیخونه ټول د تولید په ځواکونو کې راځي. د وخت په تېرېدو سره د تولید ځواکونه ودې او پراختیا ته اړتیا لري، ځکه نوي مهارتونه، پوهه او ټیکنالوژي (لکه د ځمکې اړولو لرګینې یووې یا سسپارې او بیا اوسپنیزې درنې یووې یا سسپارې) د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره کارېږي. له یوه نسل څخه بل نسل ته، تخنیکي مهارتونه، د کړو وړو تکاملي دودونه او میخانیکي نوښتونه بیا تولید او خپرېږي. په اوسني وخت کې د بشریت لپاره موجود تولیدي ځواکونه خورا پراخ دي او لا نور د ودې او پراختیا په حال کې دي.[۱۸]

د تولید اړیکې سمول

مارکس بیا دا فرضیه یا نظریه د دغه حقیقت پر اهمیت له ټینګار کولو سره پراخه کړه چې د تولید او تبادلې د ترسره کولو لپاره، خلک باید خورا مشخصو ټولنیزو اړیکو ته ننوځي، یا په لا ډېر مشخص ډول، "د تولید اړیکو" ته ننوځي. که څه هم، تولید په ډېر ساده ډول، یا د خپلې خوښې او تصادفي اړیکو ته د ننوتلو له لارې هم نه ترسره کېږي، بلکې د تولید د موجودو ځواکونو د پراختیا له لارې تشخیصېږي.[۱۹]

سرچينې سمول

  1. "Socialism: Utopian and Scientific (Introduction - Materialism)". www.marxists.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Marx, Karl (1845). "Idealism and Materialism". The German Ideology. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hankins, Thomas (1985). Science and the Enlightenment (په انګرېزي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 1–16. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-28619-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  4. Brenner, Robert (2003). Merchants and Revolution Commercial Change, Political Conflict, and London's Overseas Traders, 1550-1653 (په انګرېزي ژبه کي). Verso. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1859843338. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  5. Porter, Roy (2001). Enlightenment (په انګرېزي ژبه کي). Penguin. د کتاب پاڼي 12–14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780140250282. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  6. "Philosophy of History". Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hume, David. History of England from the Invasion of Julius Caesar to the Revolution in 1688. OCLC 1129763042. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7428-3234-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Leszek Kołakowski (2005). Main Currents of Marxism: The Founders, the Golden Age, the Breakdown. W.W. Norton. د کتاب پاڼي 154–156. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-06054-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. William Buck Guthrie (1907). Socialism Before the French Revolution: A History. Macmillan. د کتاب پاڼي 306–307. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Berlin, Isaiah (2014). Freedom and Its Betrayal: Six Enemies of Human Liberty - Updated Edition (په انګرېزي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب پاڼې 90. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400851430, 1400851432, 9780691157573 تأكد من صحة |isbn= القيمة: invalid character (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  11. Pradella, Lucia (October 2014). "Hegel, Imperialism, and Universal History". Science & Society. 78 (4): 428 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Winter, Max (2016). "Philosophy is its own time apprehended in thoughts": Hegel on Time and Concept". Revista Portuguesa de Filosofia – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hegel, Georg Wilhelm Friedrich (2001). The Philosophy of History. Canada: Batochhe Books. د کتاب پاڼي 55–565. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0486437552. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Rees, John (1998). The Algebra of Revolution The Dialectic and the Classical Marxist Tradition (په انګرېزي ژبه کي). London: Routledge. د کتاب پاڼي 45–47. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415198776. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  15. Hegel, Georg Wilhelm Friedrich (2001). The Philosophy of History. Canada: Batoche Books. د کتاب پاڼې 44. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Engels, Frederick (2022). "Frederick Engels' Speech at the Grave of Karl Marx". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Marx, Karl (2022). "Capital Volume One The Production of Absolute Surplus-Value". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lin, Justin Yifu. "The Needham Puzzle: Why the Industrial Revolution Did Not Originate in China". Economic Development and Cultural Change. 43 (2): 269–292. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)The case of China shows that a trend is just a trend. In 1400 China possessed many of the ingredients for dynamic technological growth and expansion of political and economic power. They had printing presses, gunpowder, were familiar with distillation, used vaccination for small pox and explored the coastal states of Africa. The reasons for these advances not being capitalised on is explored by the Lin article.
  19. Marx, Karl (1999). "48". Capital: Critique of Political Economy. 3. Marxists Internet Archive. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)