کپیټلېزم یا پانګواله یو اقتصادي نظام دی چې د تولید د وسیلو د شخصي مالکیت یا څښتنولۍ او د ګټې لپاره د دوی د فعالیت پر بنسټ ولاړ دی. د کپیټلېزم یا پانګوالۍ په اصلي ځانګړتیاوو کې د پانګې جمع کول، رقابتي بازارونه، د نرخ سیستم، شخصي ملکیت یا شتمني او د ملکیت یا شتمنۍ د حق په رسمیت پېژندل، داوطلبانه تبادله او اجرتي کار شامل دي. د پانګوال بازار په اقتصاد کې، پرېکړه کول یا تصمیم نیونه او پانګه اچونه د شتمنۍ، ملکیت، د پانګې د چلولو وړتیا لرونکو یا په پانګې او مالي بازارونو کې د تولید وړتیا لرونکو مالکینو لخوا ټاکل کېږي – په داسې حال کې چې نرخونه او د توکو او خدماتو وېش تر ډېره د توکو او خدماتو د سیالۍ په بازارونو کې ټاکل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

اقتصادپوهانو، تاریخپوهانو، سیاسي اقتصادپوهانو او ټولنپوهانو د پانګوالۍ یا کپیټلېزم په اړه په خپلو تحلیلونو کې بېلابېل نظرونه وړاندې کړي او عملا یې د هغه بېلابېل ډولونه تشخیص کړي یا پېژندلي دي، چې په کې لایزیز فیر (laissez-faire) یا د ازاد بازار پانګوال نظام، دولتي پانګوال نظام، او سوکاله پانګوال نظام شامل دي. د پانګوالۍ بېلابېل ډولونه د ازادو بازارونو، عامه مالکیت یا څښتنولۍ، د ازادې سیالۍ پر وړاندې شته خنډونو او د دولت له لوري منل شوو ټولنیزو پالیسیو بېلابېلې درجې او کچې لري. په بازارونو کې د سیالۍ کچه او د مداخلې او مقرراتو رول او همدارنګه د دولت د مالکیت ساحه د پانګوالیزم په بېلابېلو ماډلونو کې توپیر لري. د هغې کچې ټاکل چې پکې بېلابېل مارکېټونه ازاد دي او همدا راز د شخصي ملکيت یا شتمنۍ د ټاکلو اصول د سياست او پالیسۍ مسئله ده. زیاتره موجوده پانګوال اقتصادونه مخلوط اقتصادونه دي چې پکې د ازاد بازار عناصر له دولتي مداخلې او په ځینو مواردو کې له اقتصادي پلان جوړونې سره را یوځای کېږي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

بازاري اقتصادونه د حکومت په ډېری ډولونو او بېلاېلو وختونو، ځایونو او کلتورونو کې شته وو. عصري پانګوالو ټولنو په لویدیځه اروپا کې په یوه داسې بهیر کې وده وکړه چې د صنعتي انقلاب لامل شو. پانګوال نظامونه د مستقیمې دولتي مداخلې له بېلابېلو کچو سره له هماغه وخت راهیسې په لوېدیځه نړۍ کې واکمن شوي او د خپرېدو په حال کې دي. اقتصادي وده د پانګوالو اقتصادونو یوه ځانګړنه ده.[۱۲]

د کلمې ریښه

د "پانګوال" (capitalist) اصطلاح، چې معنا یې د پانګې مالک یا څښتن دی، د "پانګوالۍ" (capitalism) تر اصطلاح وړاندې څرګنده شوې او د ۱۷مې پېړۍ منځنیو وختونو ته رسېږي. "پانګوالي" له پانګې (capital) څخه اخیستل شوې، چې ریښه یې یوه وروستۍ لاتیني کلمه capitale ده او هغه بیا له کپوټ (caput) څخه راغلې چې د "سر" معنا لري – چې د منقول ملکیت یا شتمنۍ په معنا کې د "chattel" یا شخصي شتمنۍ او "cattle" یا غواګانو ریښه هم پکې ده. سرمایه یاCapitale کلمه د ۱۲مې او ۱۳مې پېړۍ ترمنځ وختونو راڅرګنده شوې او د فنډونو، د سوداګریزو توکو زېرمې، د پیسو مجموعې یا د ګټې وړ پیسو لپاره کارول شوې. تر ۱۲۸۳ کال پورې دا د سوداګریز شرکت د پانګیزې شتمنۍ په معنا کارېده او ډېری وختونه د نورو کلمو– لکه بډاینه، پیسې، فنډونه، توکي، شتمنۍ، ملکیت او داسې نورو پر ځای هم کارول شوې ده.[۱۳]

تاریخچه

کپیټلېزم یا پانګوالي د هغې په عصري بڼه د کرنیز پانګوالیزم او د رینسانس په لومړیو کې د مرکینټلېزم ظهور ته، لکه د فلورېنس په څېر ښاري ایالتونو کې، رسول کېدای شي. پانګه په ابتدايي ډول په کوچنۍ پیمانه له پېړیو پېړیو راهیسې د سوداګرۍ، کرایه کولو او پور ورکولو اړوند فعالیتونو او کله ناکله له یو څه اجرتي کار سره د کوچنیو صنعتونو په بڼه موندل شوې. د اجناسو ساده تبادله او په پایله کې یې د اجناسو ساده تولید، چې له سوداګرۍ څخه د پانګې د ودې لومړنی بنسټ جوړوي، خورا اوږد تاریخ لري. عربانو پانګوال اقتصادي سیاستونه لکه ازاده سوداګري او بانکداري پیل کړل. د هندي-عربي عددونو کارولو د حسابدارۍ (bookkeeping) اسانتیا برابره کړه. دا نوښتونه اروپا ته د سوداګریزو شریکانو یا ونډوالو له لارې د وینس او پیسا په څېر ښارونو ته ولېږدول شول. اېټالوي ریاضي پوه فیبوناکي (Fibonacci) مدیترانې ته سفر وکړ او هلته له عرب سوداګرو سره تر خبرو وروسته په اروپا کې د هندي-عربي عددونو د کارونې د دودولو لپاره راستون شو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

عرضه او تقاضا

په پانګوالي اقتصادي جوړښتونو کې عرضه او تقاضا په بازار کې د نرخ ټاکلو یو اقتصادي ماډل دی. په دغه ماډل کې داسې انګېرل کېږي چې په یوه بشپړ رقابتي بازار کې به د یوه ځانګړي توکي د یوه واحد بیه تر هغه پورې توپیر مومي، ترڅو یوې داسې نقطې ته ورسېږي چې پکې د مصرفوونکو له لوري غوښتل شوی مقدار (په اوسني نرخ) د تولیدوونکو له لوري له چمتو شوي مقدار سره (په اوسني نرخ) مساوي شي، چې په پایله کې یې د بیې او مقدار لپاره اقتصادي انډول رامنځته کېږي.

د عرضې او تقاضا "بنسټیز قوانین"، لکه څنګه چې د ډیویډ بیسانکو او رونالډ بریوټګیم لخوا تشریح شوي، لاندې څلور دي:[۱۹]

  1. که تقاضا یا غوښتنه زیاتېږي (د تقاضا کږلیکه یا منحني ښي لوري ته بدلون ومومي) او عرضه په خپل ځای پاتې وي، نو د توکو کمښت رامنځته کېږي او د لوړ انډولیز یا تعادلي نرخ لامل کېږي.
  2. که چېرې تقاضا کمه شي (د غوښتنې کږلیکه کیڼ لوري ته بدلون ومومي) او عرضه په خپل ځای پاتې وي، نو بیا پرېماني (surplus) رامنځته کېږي، چې د ټیټ انډولیز نرخ لامل کېږي.
  3. که تقاضا پر خپل ځای وي او عرضه زیاته شي (د عرضې منحني یا کږلیکه ښي لوري ته بدلون ومومي)، نو بیا هم پرېماني (surplus) رامنځته کېږي، چې د ټیټ انډولیز نرخ لامل کېږي.
  4. که تقاضا پر خپل ځای وي او عرضه کمه شي (د عرضې منحني کیڼ اړخ ته بدلون ومومي)، نو په دې صورت کې بیا هم د توکو کمښت رامنځته کېږي، چې د لوړ انډولیز نرخ لامل کېږي.

د دولت رول

په پانګوال نظام کې دولت د شخصي ملکیت ساتنه کوي او د وګړو دا حق تضمینوي چې خپله دنده په خپله غوره کړي. په ډېری مواردو کې، حکومت یا دولت د اجرې یا مزد په ټاکلو او د خپلو محصولاتو لپاره د نرخونو په ټاکلو کې د شرکتونو مخه نه نیسي. که څه هم ډېری هېوادونه د تر ټولو کم معاش قوانین او د خوندیتوب تر ټولو ټیټ معیارونه لري.

د پانګوالۍ په ځینو نسخو یا بڼو کې بیا حکومت یو شمېر اقتصادي دندې ترسره کوي، لکه د پیسو صادرول، د عامه خدماتو څارنه، او د خصوصي قراردادونو پلي کول. ګڼ هېوادونه بیا د سیالۍ یا رقابت داسې قوانین لري چې انحصار او کارټلونه (cartels) منع کوي. له انحصار ضد قوانینو سره سره، لوی شرکتونه کولی شي په ځینو صنعتونو کې تقریبا انحصار وکړي. دا ډول شرکتونه کولی شي په لنډمهاله توګه نرخونه راټیټ کړي او زیانونه ومني ترڅو بازار ته د سیالۍ یا رقابت د ننوتلو مخه ونیسي او بیا کله چې د سیالۍ ګواښ کم شي، نرخونه بېرته لوړ کړي. په ډېری هېوادونو کې، عامه اسانتیاوو لکه برېښنا، تودوخه تولیدوونکو سوندتوکو، او مخابراتو ته اجازه ورکول کېږي چې د حکومت له لوري تنظیم شوي انحصار په توګه کار وکړي ترڅو د پراخو زیربناوو د نصب او ساتنې اړوند خنډونه راکم کړي.

دولتي ادارې په ډېری صنعتونو، لکه هوایي شرکتونو او نشراتو، کې د خدماتو معیارونه تنظیموي او دغه راز د ګڼ شمېر پروګرامونو مالي ملاتړ هم کوي. پر دې سربېره، حکومت د پانګې جریان تنظیموي او ځینې مالي وسایل، لکه د ګټې کچه، کاروي ترڅو د انفلاسیون او بېکارۍ په څېر عوامل کنټرول کړي.[۲۰]

ډولونه

د پانګوالۍ یا کپیټلېزم ګڼ ډولونه شته دي، چې د هر هېواد او سیمې له مخې توپیر لري. د پانګوالۍ د ټولو مختلفو بڼو ترمنځ مشترکه ځانګړنه دا ده چې دوی په ټولیزه توګه د تولید د وسیلو د شخصي مالکیت یا څښتنولۍ او د ګټې لپاره د توکو او خدماتو د تولید پر بنسټ ولاړ دي او همدا راز د بازار پر بنسټ د سرچینو پر تخصیص او د پانګې پر راټولولو راڅرخي.

په دغو ډولونو کې پرمختللې پانګوالي یا کپیټلېزم، کارپورېټ کپیټلېزم، مالیاتي کپیټلېزم، د ازاد بازار کپیټلېزم، سوداګریز کپیټلېزم، ټولنیز کپیټلېزم، دولتي کپيټلېزم او د سوکالۍ او رفاه کپیټلېزم شاملېږي. د پانګوالۍ یا کپیټلېزم نور ډولونه هم انارکو-کپیټلېزم، د ټولنې کپیټلېزم، بشري یا انساني کپیټلېزم، نوی کپیټلېزم، د دولت انحصاري کپیټلېزم او تېکنو-کپیټلېزم دي.

د معاصرې پانگوالی ځانگړنې

  1. د دولتي انحصاري سرمايه دارۍ پراختيا
  2. مشترک يازار غوندې مونوپوليسټي (انتگراسيون) يا د نړيوالو اتحادونو پراختيا
  3. دخلکو په استعمارولو کې د پخواني اسلوب تغير
  4. د امپرياليسټي مټروپولو نو او ددغه راز ټولنو په دننه کې سختي او شديدې مبارزي

انحصاري پانگوالي يا امپرياليزم

د پانگوالی هغه مرحله چې ازاد رقابت په کې محدودېږي او په عمده توگه د انحصار د څښتنانو تر منځ دغه رقابت پاتې وي

دولتي انحصاري سرمايه داري

په دې مرحله کې دولت او انحصارات يو له بله ځوښ خوري او لاسونه سره ورکوي، کارگري غورځنگونه ټکول کېږي او په اصطلاح د ملي ازادي بخښونکو مبارزو مخ ته خنډونه ايجادېږي

دولتي پانگوالي

د مناسباتو هغه سيسټم چې د پانگوال اقتصاد او پانگوال دولت تر منځ برقراره کېږي او د توليدي وسايلو يوه برخه د دولت په لاس کې متمرکزه کېږي.

تر انحصار دمخه پانگوالي

هغه پانگوالي چې د سرمايه دارانو ترمنځ پر ازاد رقابت ولاړه ده، په دې دوره کې پانگوالان منځنی سود ترلاسه کوي

  1. Zimbalist, Sherman and Brown, Andrew, Howard J. and Stuart (October 1988). Comparing Economic Systems: A Political-Economic Approach. Harcourt College Pub. د کتاب پاڼي 6–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-15-512403-5. Pure capitalism is defined as a system wherein all of the means of production (physical capital) are privately owned and run by the capitalist class for a profit, while most other people are workers who work for a salary or wage (and who do not own the capital or the product). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rosser, Mariana V.; Rosser, J Barkley (23 July 2003). Comparative Economics in a Transforming World Economy. MIT Press. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-18234-8. In capitalist economies, land and produced means of production (the capital stock) are owned by private individuals or groups of private individuals organized as firms. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Chris Jenks. Core Sociological Dichotomies. "Capitalism, as a mode of production, is an economic system of manufacture and exchange which is geared toward the production and sale of commodities within a market for profit, where the manufacture of commodities consists of the use of the formally free labor of workers in exchange for a wage to create commodities in which the manufacturer extracts surplus value from the labor of the workers in terms of the difference between the wages paid to the worker and the value of the commodity produced by him/her to generate that profit." London; Thousand Oaks, CA; New Delhi. Sage. p. 383.
  4. Gilpin, Robert (5 June 2018). The Challenge of Global Capitalism : The World Economy in the 21st Century. OCLC 1076397003. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-18647-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Heilbroner, Robert L. "Capitalism" Archived 28 October 2017 at the Wayback Machine.. Steven N. Durlauf and Lawrence E. Blume, eds. The New Palgrave Dictionary of Economics. 2nd ed. (Palgrave Macmillan, 2008) کينډۍ:DOI.
  6. Louis Hyman and Edward E. Baptist (2014). American Capitalism: A Reader Archived 22 May 2015 at the Wayback Machine.. Simon & Schuster. کينډۍ:ISBN.
  7. Gregory, Paul; Stuart, Robert (2013). The Global Economy and its Economic Systems. South-Western College Pub. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-285-05535-0. Capitalism is characterized by private ownership of the factors of production. Decision making is decentralized and rests with the owners of the factors of production. Their decision making is coordinated by the market, which provides the necessary information. Material incentives are used to motivate participants. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gregory and Stuart, Paul and Robert (28 February 2013). The Global Economy and its Economic Systems. South-Western College Pub. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-285-05535-0. Real-world capitalist systems are mixed, some having higher shares of public ownership than others. The mix changes when privatization or nationalization occurs. Privatization is when property that had been state-owned is transferred to private owners. Nationalization occurs when privately owned property becomes publicly owned. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Macmillan Dictionary of Modern Economics, 3rd Ed., 1986, p. 54.
  10. کينډۍ:Cite magazine
  11. Stilwell, Frank. "Political Economy: the Contest of Economic Ideas". First Edition. Oxford University Press. Melbourne, Australia. 2002.
  12. Michael Joff (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The root cause of economic growth under capitalism"]. Cambridge Journal of Economics 35 (5): 873–896. doi:10.1093/cje/beq054. "The tendency for capitalist economies to grow is one of their most characteristic properties.". 
  13. Braudel, Fernand. The Wheels of Commerce: Civilization and Capitalism 15th–18th Century, Harper and Row, 1979
  14. E.g., "L'Angleterre a-t-elle l'heureux privilège de n'avoir ni Agioteurs, ni Banquiers, ni Faiseurs de services, ni Capitalistes ?" in [Étienne Clavier] (1788) De la foi publique envers les créanciers de l'état : lettres à M. Linguet sur le n° CXVI de ses annales p. 19 Archived 19 March 2015 at the Wayback Machine.
  15. James Augustus Henry Murray. "Capital". A New English Dictionary on Historical Principles. Oxford English Press. Vol. 2. p. 93.
  16. Arthur Young. Travels in France.
  17. Ricardo, David. Principles of Political Economy and Taxation. 1821. John Murray Publisher, 3rd edition.
  18. Samuel Taylor Coleridge. Tabel The Complete Works of Samuel Taylor Coleridge Archived 23 February 2020 at the Wayback Machine.. p. 267.
  19. Besanko, David; Braeutigam, Ronald (2010). Microeconomics (الطبعة 4th). Wiley. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Capitalism." World Book Encyclopedia. 1988. p. 194.