بانکوالی په افغانستان کې

په افغانستان کې د بانکدارۍ د رسمي پیل څخه نږدي ۸۰ کاله تيريږي، یاني په هيواد کې د لومړني بانک د بنسټ ډبره د محمد ظاهر شاه د سلطنت په لومړي کال کې کېښودل شوه. د افغان ملي بانک په افغانستان کی ترټولو بانکونو لومړنی بانک دی چې په ۱۳۱۲ (۱۹۳۳م) کال کې د عبدالمجید زابلي له خوا تاسیس شو، چې په دي ډول ویلای شو چې په هیواد کې د بانکدارۍ د بنسټ ډبره د افغان ملي بانک په نوښت منځ ته راغلی. افغان ملي بانک په پيل کې تر شپږ کلونو پوري یي د مرکزي بانک دنده هم پر مخ وړله، خو وروسته بیا په ۱۳۱۸ (۱۹۳۹ م) کال کې د افغانستان بانک دتأسیس سره سم د افغانستان بانک د افغانستان د مرکزي بانک په حیث وپيژندل شو. د هماغه وخت راهیسي د افغانستان بانک د مرکزي بانک ټولي دندي په غاړه لري چې د پام وړ دندي یي د دولت د مالي تلنلاري (Fiscal policy) جوړول او پلي کول، د بهرنۍ کرنسۍ سپما (Foreign reserves) ساتل، د افغاني بانکنوټونو چاپ او ويش او نورو بانکونو ته د کار اجازه ورکول دي. پښتني تجارتي بانک په ۱۳۳۳ ه ش کال کی د (۱۲۰) میلیونه افغانیو په لومړۍ پانگي سره په کار پيل وکړ چې لمړنی رئیس یي ښاغلی ارواښاد جنت خان غروال ؤ. ده د مشرتابه په بهیر کې یي ډيري د پام وړ لاسته راوړني کړي دي، چې د هغو له جملي څخه د پښتني بانک لس لوی مرکزي مدیریتونه، پنځه ښاري څانگي، څلور ولایتي نماینده گۍ ، دري نمایندگۍ په بندرونو کې او دري نمایندگۍ له هیواد څخه بهر د پيښور، چمن او کراچۍ په ښارونو کې د یادولو وړ دي. په دي توگه ویلای شو چې د پښتني تجارتي بانک لومړنی ۱۹ کاله د ارواښاد جنت خان غروال د ځانگړي کلونو په نوم شميرل کیدای شی. د ۱۳۵۵ ه کال د جوزا په میاشت کې د دولت له خوا د افغانستان د صادراتو پراختیا بانک جوړ شو، او لکه څنگه چې د نوم څخه یي ښکاري ددي بانک عمده دنده د افغانستان صادراتو ته وده ورکول او هغو کسانو ته پور ورکول وو چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې فعالیت کاوه. په همدې کال کې د بانکدارۍ په برخه کې د پام وړ خبره دا وه چې د افغان ملی بانک هم په ۱۳۵۵ کال کې په بشپړه توگه ملي اعلان شو. پخوا د هيواد د بانکدارۍ په نظام کې دري ډوله (تخصصي، مرکزي او تجارتي) بانکونه موجود وو، چې ددي بانکونو څخه هر یو یي په خپله ځانگړي رشته کې فعالیت کاوه. خصوصاً تخصصي بانکونه، چې په دي برخه کې کرهڼیز، صنعتي، عمراني او تعمیراتي بانکونو په خپله تخصصي څانگه کې خدمت کاوه او د هيواد په اقتصادي پراختیا کې یي خپله ونډه سر ته رسوله. خو د بانکدارۍ اوسني نظام ټول تخصصي بانکونه د ازاد بازار او خصوصي سکتور په نامه منحل کړل. د بانکدارۍ د نظام د همدې پريکړي څخه او د دولتي بانکونو د کمزوري حالاتو څخه خصوصي سکتور پوره گټه واخیستله او په اسانۍ سره یي وکولای شول چې د خلکو سرمایه او د نړیوالي ټولني مرستي په خپله ولکه کې راولي. که څه هم ددي څخه سترگي نشو پټولی چې د دولتي بانکونو ترڅنگ د خصوصي بانکونو جوړښت یو گټور نوښت دی خو په دي شرط چې هغوی په سمه توگه کنټرول شي. دلته دا پوښتنه راپورته کیږي چې ولي خلک د دولتي بانکونو په پرتله خصوصي بانکونه غوره کوي؟ د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځۍ استاد عبدالباقي بڼوال ددي پوښتني په ځواب کې ډیر لاملونه په گوته کوي او وایي چې "لومړی د دولتي بانکونو فعالیتونه او صلاحیتونه محدود دي، او د هيواد په لري او پرتو سیمو کې د خلکو د لاس رسي لپاره څانگي نلري، او که شتون هم ولري نو خدمات یي ډیر ضعیف، او په پخواني شکل دي، او تر ټولو لویه ستونزه یي د سالمي اداري نه لرل دي." د اقتصاد د پوهنځي بل استاد پوهنیار هدایت الله الفی هم د دولت له لوري په دولتي بانکې نظام نیوکه کوي او وایي:" خصوصي بانکونه له خلکوسره ژر معامله کوي او د خلکو ستونزي په لږ وخت کې حل کوي، په داسي حال کې چې دولتي بانکونه د خلکو چاري په ټاکلي وخت نه تر سره کوي." د تيرو دري لسیزو جگړو په جریان کې د افغانستان د بانکدارۍ سيستم د ډيرو ناخوالو په لیدو د پښو ولويد او پرمختگ لاري یي پر مخ تړل شوي وي. خو د طالبانو د حکومت د راپرځيدو وروسته د نوي بانکدارۍ قانون په تصویب سره د افغانستان دولت هڅه کړي چې د دولتي بانکونو د ودي ترڅنگ د خصوصي بانکونو منځ ته راتگ او د هغوی پرمختگ ته هم لاري هواري کړي، تر څو د هيواد د اقتصادي پروگرامونو په عملي کولو کې مرسته وکړي او اړینو څانگو ته مالي منابع ورسوي. له بلي خوا د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد ښاغلی سیف الدین سیحون په دي اند دی چې په افغانستان کې بانکداري بریالۍ پر مخ نه ځي او وایي چې بانکونه د اعلانونو او خبرتیاوو په وسیله د خلکو پیسي راغونډوي او په داخل کې د پانگي پرځای یي بهر ته لیږي. ښاغلی سیحون زیاتوي چې په افغانستان کې د بانکونو له خوا د پور ورکولو شرایط ډیر سخت دی یاني نږدي دغه پورونه د ۱۷ فیصده سود په بدل کې ورکول کیږي، کوم چې په اوسنیو شرايطو کې د افغانستان د اقتصاد په گټه نه دی.

د افغانستان بانک

خصوصي بانکونو اجازه لیک صادرول سمول

په ۲۰۰۳ م کال کې د افغانستان بانک نورو بانکونو ته د لایسنس (اجازه لیک) ورکول پيل کړل، او د افغانستان د بانکدارۍ د قانون په اساس هيڅ بانک نشي کولای چې د افغانستان بانک د اجازي پرته په خپل سر په کار پيل وکړي. اوس مهال په افغانستان کې د بانکونو شمیره (۱۸) ته رسیږي، چې نږدی (۷۰۰۰) کسانو ته په کې د دندي زمینه برابره شوي ده. دا مهال په هيواد کې د افغاني شخصي بانکونو شميره اوو (۷) ته رسیږي، چې ټول یو له بل سره په ټینگه سیالۍ بوخت دي. په دوی کې ترټولو مخکې یاني د۲۰۰۴ م کال د مارچ په ۲۲مه افغان نړیوال بانک (AIB) د افغانستان بانک څخه د کار اجازه تر لاسه کړه. افغان نړیوال بانک یو افغاني خصوصي بانک دی چې په پيل کې یي د لس (۱۰) میلیونه امریکایی ډالرو لومړنۍ پانگي سره په کار پيل وکړ او اوس یي پانگه د اتیا (۸۰) ملیونه ډالرو څخه اوړي. دغه بانک چې نړیوال پانگه وال لري خپلو مشتریانو ته د اینټرنټ له لاری د بانکدارۍ او د ATM اسانتیاوي هم برابري کړي دي. ددي تر څنگ د افغان نړیوال بانک ځیني کورني او بهرنیو پانگه والو ته پور هم ورکوي.

د هيواد د نوي بانکدارۍ سيستم مطابق پخواني بانکونه هم مجبور وو چې د کار د ادامي لپاره د افغانستان بانک څخه خپل اجازه لیک ترلاسه کړي، چې په دي لړ کې پښتني بانک او افغان ملي بانک د ۲۰۰۴ م کال د جولای په ۲۶ مه خپل اجازه لیک نوی کړ. په همدې ورځ کابل بانک هم خپل لایسنس د افغانستان بانک څخه ترلاسه کړ. کابل بانک په هيواد کې د بانکې تجارت د لویوالي، د مشتریانو او کارمندانو په ډيروالي او د څانگو د شمير په زیاتوالي سره تر اوسه د نورو بانکونو څخه مخکښ ښکاري، د دغه بانک مشري شیرخان فرنود په غاړه لري خو اداره یي د افغان بانک پوهانو ترڅنگ د هندي او پاکستاني کارپوهانو په لاس کې ده. کابل بانک خپلو مشتریانو ته په نږدی راتلونکې کې د ‌ډيبيټ کارډ، ماسټرکارډ او ATM اسانتیاو د برابرولو زیری هم ورکوي. څه موده وروسته د ۲۰۰۴ م کال د سپتمبر په ۲۵مه د افغانستان د صادراتو پراختیا بانک هم خپل اجازه لیک بیا واخیست. عزیزی بانک چې دا هم افغاني شخصي بانک دی د ۲۰۰۶ م کال د جون په ۱۳مه د افغانستان بانک څخه د کار اجازه واخیسته. د عزیزي بانک مشري د ښاغلي میرویس عزیزي په لاس کې ده چې ددغه بانک تر ټولو غټه کړنه یي د قسمت حساب سيستم دی چې د خپلو مشتریانو ته د سود پرځای د قرعه کشۍ له لاري جایزی ورکوي. ددي څخه لږ وروسته د جولای په ۱۷مه د افغانستان پرمختیایی بانک (Development Bank of Afghanistan) په هيواد کې په کار پيل وکړ. د هغي نه وروسته د ۲۰۰۷ م کال د اکتوبر په څلورمه افغان یونایټد بانک د د افغانستان بانک څخه د اجازه لیک ترلاسه کولو وروسته په فعالیت پيل وکړ چې مشري یي د ښاغلی حاجي محمد جان په غاړه ده. د ۲۰۰۸ م کال د دیسمبر په ۳۱مه میوند بانک خپل اجازه لیک ترلاسه کړ او د ۲۰۰۹ م کال د مارچ په لومړۍ نيټه غضنفر بانک هم په کار پیل وکړ. د ۲۰۰۹ م کال د مارچ په ۱۸مه باختر بانکچې د عزیزي بانک فرعي څانگه (Subsidiary) دی، په کار پیل وکړ. په هيواد کې د افغاني بانکونو تر څنگ ځیني بهرني بانکونه هم فعالیت کوي چې شمير یي اتو (۸) ته رسیږي. دغه بانکونه چې مرکزي دفترونه یي په بهر کې دي، په افغانستان کې هم ښاري څانگي لري. په مخامخ لښتلیک کې د بهرنیو بانکونو نومونه د هغوی د پيل د نیټي سره ذکر شوي دي.

د افغانستان بانک تر ۲۰۰۹ م کال پوري دغو اتلس بانکونو نږدي ۲ بلیونه ډالر ډیپازیټ درلود چې د ۲۰۰۸کال په پرتله ۶۹٪ زیات دی. همدارنگه په دي کال کې ددغو بانکونو ټول پورونه تر یو بلیون ډالرو اوړي، کوم چې د تير کال په پرتله ۳۷٪ زیات دی. په اوسني وخت کې چې د هيواد د بانکدارۍ په نظام کې کوم څه ډير د پام وړ دي هغه اسلامي بانکداري ده. اسلامي بانکداري او د هغي ځانگړني په خپله یو لوی بحث دی چې د هغي شننه دلته شوني نه بريښي، خو په لنډ ډول ویلی شو چې اسلامي بانکداري د سوداگرۍ یا بانکدارۍ هغه څانگه ده چې ټول قوانین او پرنسیپونه یي د اسلامي شریعت په قانون ولاړ وي. په دي بانکدارۍ کې د پام وړ ټکی دا دی چې په دي سیستم کې سود (ربا) شتون نه لري. په افغانستان کې اسلامي بانکداري د لومړي ځل لپاره د بینک الفلاح المحدود له خوا پیل شوه. اوسمهال نږدي ټول افغاني بانکونه د اسلامي بانکدارۍ بيلابيل اکاونټونه (حسابونه) لکه مضاربت، مشارکت، قرض حسنه جاري حساب، الودیعه جاري حساب ، حساب التوفیر (سپما حساب)، حساب الاستثمار(میعادي حساب) او داسي نور ټول حسابونه خپلو مشتریانو ته وړاندي کوي. د افغانستان مرکزي بانک په افغانستان کې د روانو بانکې فعالیتونو څخه خوښي څرگندوي او وایي چې په ډير کم وخت کې په هيواد کې بانکونو وکولای شو چې هيوادوالو ته عصري او ښه خدمات وړاندي کړي. د افغانستان بانک د ویاند په وینا د افغانستان عصري بانکدارۍ د نړۍ اقتصادي نظام ته په کتو سره خلکو ته ټول لمړني خدمات برابر کړي د بيلگي په توگه تاسي کولای شئ چې په افغاني بانکونو کې ډول ډول حسابونه پرانیزﺉ، ضمانت لیک او لیټر آف کریډټ ترلاسه کړﺉ، او په دي نږدي وختونو کې ځیني بانکونو د ډيبيټ کارډ او کريډټ کارډ سيستمونه هم فعال کړي دي. تاسي گورﺉ چې ځیني بانکونو د (ای ټي ایم – ATM)په سیستم هم پيل کړی او همدارنگه د الفلاح بانک د ویزا کارډ خدمتونه هم پيل کړي. په کابل کې د امریکا د سفارت په قول، د افغانستان بانک هڅي او لاسته راوړني د ستایني وړ دي خو لا یي هم په مخ کې ځیني خنډونه شته، چې د سمو اغيزناکو چلندلارو په پلي کولو سره دغه خنډونه ورکېدلای شي. د اوسنۍ بانکدارۍ څخه افغانان هم خوښ بريښي او وایی چې خصوصي بانکونو په افغانستان کې ډيري اسانتیاوي لاسته راوړي، خلک کولای شي چې په ډير لږ وخت کې د هیواد په داخل او له هيواد څخه بهر پيسي واستوي یا یي ترلاسه کړي.