پستي خدمتونه

د پُست کلمه د منځنيو پيړیو له poste څخه او هغه هم د مفعول فعل ponere څخه اخيستل شوی چی په لاتين کی د وضع یا محل مانا ورکوي خو جالبه دا چی د پست کلمی تر نن ورځی د نړۍ په ټولو ژبو کی ځان په اصل شکل ساتلی دی. پست د خطونو او د غوټو او پاکټونو غوندی مراسلاتو د لېږد رالېږد یوه طريقه ده ، معمولاً لېږل کیدونکي مدارک په یو پاکټ کی اچول کیږي چی بيا پری یو سټيکر (تمبر) لګول کیږي کوم چی د پستي ادارې د قيمت تاديه ښيي. په تيږو ، ديوالونو او غارونو نقشونه ښيي چی انسان له همغه لومړيو نه پرلپسې په دی کوشش کی وو چی له یو بل سره رابطه ولري او باقاعده يې دا کوشش کړی چی دا رابطه پراخه او او بهتره کړي. له دود نه استفاده شايد د انسان تر ټولو لومړنۍ طريقه وي چی د پيغام رسولو لپاره يې کار تر اخيست خو تر هغی وروسته د انسان له پرمختګ او د خط له پيدايښت سره دا لړۍ لږ نوره هم تکميل شوه چی د خط په ليک سره انسانانو کولی شول خپل داخلي احساسات بيان او یو بل ته ولیږي. خو د پست د تکامل دغه مزل په اوسني وخت کی تربل هروخت ډير زيات دی او اوسمهال له ۲۴ ساعته په کوم وخت کی یو خط او امانت د نړۍ هر ګوټ ته ليږلی او ترلاسه کولی شي.

لرغونی پُست

سمول

ايرانيان دعوه لري چی دوی په نړۍ کی لومړني خلک دي چی دوه زره کاله مخکی د هخامنشيانو په دوره کی پستي خدمات رواج کړل لکه چی هيرودوت په خپل کتاب کی ليکي: پياده او سپاره خلک به د لاری په اوږدو کی ولاړ وو او هر اسپ یا کس به د یوی ورځی لار وهله چی په هر حالت کی يې بايد امانت رسولی او خپله دنده په ټول سرعت سرته رسولی وای که باد به وو که باران، ګرمي یا واوره وغيره... لومړی به پياده‌ګانو او بيا اس سپرو د انتقال وظيفه په غاړه لرله چی په راتلونکي پړاو کی به تازه نفس اسونه ولاړ ول او اموال به يې بل پړاو ته رسول او دغسی به امانت وړونکي کس په تيزۍ او له وقفی پرته خپل منزل ته ځان رساوو چی د پست دا طريقه د ريل تر اختراع پوری په خپل ځای باقي پاتی وه، لاری د مخصوصو کاڼو په وسيله جزبندي شوی وه چی پارسيانو به فرسنګ ورته ويل نو کولی شي سړی ووايي چی که دا ادعا سمه وي نو د پست اوسنۍ تګلاره د هخامنشيانو نوښت بللی شو. په منځنيو پيړيو کی يونان د پست اسانتيا نه درلوده خو په مصر کی بطالمه د ايراني پست طريقه په کار وړله چی روميانو هم د اګوستوس له وخته بيا همدا طریقه خپله کړه. روميانو دولتي پست درلود خو دا چی دولت له دی لاری ډير عايد نه درلود نو يې د بيګار په شکل له عمومي ملکی امکاناتو کار اخيست چی دی کار عمومي نارضايتۍ ته لاره اواره کړی وه. خو په ټوله کی وییلی شو چی د اوس غوندی د پست پخوانيو ادارو کوم خاص اصول او قواعد نه لرل او یا د هری سيمی پست خپل جدا قانون درلود. په افغانستان کی اميرشيرعلي خان د عصري پست بنياد کيښود چی د هغه وخت تمبر يې د زمري سر مشهور وو،

عصري پست

سمول

د پست نړيوالی اتحاديې (UPU) د پستي خدماتو د پراختيا په خاطر د سويس په هيواد کی د ټولی نړۍ په سطحه پيل وکړ، او نن ورځ افغانستان او نږدی د نړۍ ټول هيوادونه ددغی اتحاديې غړي دي چی له هغی وروسته د اکتوبر نهمه يا د ميزان ۱۷مه د پست د نړیوالی ورځې په نامه ونومول شوه. په افغانستان کی معاصر پوست په کال ۱۸۶۰ميلادي کی چی د اميرشيرعلي خان په دور کی رامنځته شو او په لومړي ځل یوه پست خانه د کابل په بالاحصار کی تاسيس شوه چی په لومړيو کی یې یوازی د خطونو د لېږد رالېږد چاره ترسره کوله. د پستي اموالو او خطوطو د کموالي په وجه په هغه زمانه کی د ليږد مشخص وخت نه وو معلوم لېکن دولتي خصوط او مکتوبونه چی په سر به يې فوري يا ضروري ليکل شوي وو د خط رسوونکيو چی (چاپار) به يې بلل په وسيله به کوشش کيده چی په ترټولو کمه موده کی يې هدف ته ورسوي. د خطونو ليږد رالېږد یوازی د هيواد دننه کيده ليکن که چا به غوښتل چی له هيواده بهر څه ولیږي نو دولت به يې د لېږد لپاره مخصوص کس تعيناوو. د پستي ټيکټونو (تمبرونو) لومړنۍ مجموعه چی د (زمري سر) باندی یی شهرت درلود په هغه وخت کی د یو شاهي او یو صنار په ارزښت چاپ شول چی بيا وروسته په دغه ټيکټونو د معاصر پست د بنيادګذار اميرشيرعلي خان عکس هم چاپ شو. په ۱۲۵۷لمريز کال کی د افغانستان پستي تشکيلات د ځينی مشکلاتو له وجی متوقف شول او د اميرعبدالرحمان خان تروخته پوری به يوازی دولتي خطوط د مخصوص (چاپار) ليږونکي په وسيله ليږل کيدل. د اميرعبدالرحمان خان د حکومت په راتګ سره یوځل بيا پستي خدمات بيا ځل فعال شول او د ارګ په سهيل کی یوه پستخانه خلاصه شوه. له افغانستانه بهر د پستي اموالو د ليږد چاره یوه مهمه خبره وه چی په دی وخت کی یی عملي صورت وموند او خط ليږونکي هم د تير په نسبت په مجهزو امکاناتو سمبال شول او ددی لپاره چی امانتونه په ښه توګه ورسیږي ځانګړی چرمي بکسې ورته جوړی شوی. او د لاری د امنيت په خاطر له ليږدوونکو سره ځینی نوری سپکی بکسی هم وی چی د هغه وخت په وسله به سمبال وی. تر هغی وروسته د اميرحبيب الله خان په وخت کی د (دولت خداداد داکخانه) په نوم یو پستي مرکز په پېښور کی پرانستل شو چی د داخلي او بهرنيو پستونو په ليږد راليږد کی ډير ګټور بلل کیده، اوس د ټيکټونو چاپ هم ښه شو او د پخوا په نسبت به په عصري کاغذ چاپ کیده او سربيره پر دې د لومړي ځل لپاره پست کارت، کارت پست او پارسل پست په افغانستان کی رواج شو. د امان الله خان غازي په وخت کی دا مسير لا بهتر شو او د پست ترڅنګ تيليګراف او ټيلیفون هم منځته راغلل، د کورنيو چارو وزارت د پست، ټیلیګراف او ټيليفون د کنټرول دنده په غاړه لرله د افغانستان په نورو ولایاتو کی هم پسته خانې جوړی شوې چی تر دی وخته یی وجود نه درلود. همدا راز دا لومړی ځل وو چی د پستي خدماتو انتقال د موټر په مټ پيل شو او بلاخره په کال ۱۳۰۴ لمريز کی د کابل او ننګرهار ترمنځ چاپار د موټر په مټ خطونه او امانتونه رسول. د پستونو د څار لپاره اداره قايمه شوه او د تاييد لپاره يې فلزي مهرونه جوړ شول او دغسی نور ډير مهم تغيرات راغلل. د حبیب الله کلکاني تروخته دا پرمختګ جاري وو خو تر هغی وروسته بيا ځنډ شول او آن د نادرخان تر وخته پوری هيڅ هم نه ول. د نادرخان په وخت کی پستي خدمات بيا ځل پيل او حتی ګړندي شول افغانستان په ۱۹۲۸م کی د پست د نړيوالې اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړ او د لومړي ځل لپاره د هوا له لاری له افغانستانه بهر ته د پستونو د رسولو چاری پيل شوی. له خطوطو او مکاتيبو پرته پست کارتونه، مجلې، تجارتي ورقی او نوری سپکی بستی هم د افغانستان کونج کونج او د نړۍ هر هيواد ته استول کيدلی شوی چی د ظاهرشاه په وخت کی یی لا نور پرمختګ هم وکړ. د ظاهرشاه په وخت کی تر دوه سوه کيلوګرامه وزن پوری بستی وړل کيدلی شوی او د افغانستان په داخل کی هم خط رسونې ډيره چټکتيا وموندله چی ورسره له افغانستانه بهر ته د اموالو او پستي بستو ليږد چټک او ډير شو له کابل سره د مسکو، دهلي، فرانکفورټ، هامبورګ، امسټرډام، نيويارک، پاريس، جينيوا، روم، بيروت، قاهرې، ټوکيو، انقرې، صوفيا، پيکينګ، تهران او اسلام اباد هوايي پستونه برقرار شول. په ۱۳۳۵لمريز کال کی د افغانستان دننه هم هوايي پست ليږنه پيل شوه چی ورسره د افغانستان د لويو ښارونو ترڅنګه د څه مهمو نورو ښارونو ترمنځ رابطه لا کلکه شوه او مخابراتو وزارت ته پلان ورکړل شو چی هرکال به تر ديرشو پوری نوری پستخانې د افغانستان په مختلفو ولایاتو او ښارونوکی تاسيس کيږي.

اوسنی پُستي حالت

سمول