پاکستان کې د طالبانو امیر المؤمنین وژنې

پاکستان کې د طالبانو جنگیالوی مشران چې امیر المؤمنین یې بولي؛ ظاهرا د کوټې شورا له خوا ټاکل کېږي چې له دې ټاکنې وروسته د همدې هېواد د څارگرو تر سترگو لاندې مختلفو ښارونو کې ژوند کوي. ددې امیرانو یو لړ مختلفو پېښو کې وژل شوي.

ملا محمد عمر اخوند سمول

ملا محمد عمر مجاهد یا اخوند د طالبانو د وسله وال تحریک لومړنی مشر گڼل کېږي چې په نوییمه لسیزه کې یې سر راپورته کړ او کندهار یې له مجاهدینو ترلاسه کړ. په ۲۰۰۱ز کال له عرب ترهگرو سره د پنټاگون، نړیوالو سوداگریزو اسمان څلیو په بریدونو کې د مرستې کولو په تور امریکې ددوي په امارت برید وکړ او د ۴۰ ورځو په ترڅ کې یې ورته هرڅه له منځه یوړل. د طالبانو اکثریت مشران یا ووژل شول یا پاکستان ته په تېښته بریالي شو. د دوي مشر ملا عمر هم په پټه د پاکستان په کراچۍ کې مېشت شو چې په ۲۰۱۳ز کال یې د وژنې کال کڼل کېږي.

مرموزه وژنه سمول

ملا محمد عمر د 2015 کال په جولای میاشت کې د یو لړ استخباراتي رپوټونو پر بنسټ د خپل مرستیال ملا اختر محمد منصور له خوا یوه ډز په سینه او دوه ډزه په سینه ویشتل شوی او وژل شوی دی. نامتو پاکستاني ژورنالېست او خبریال رحیم الله یوسفزي له خولې لیکلي دي، چې پخوانی طالب مشر ملا محمد عمر د۵۵- ۶۰ کلونو ترمنځ عمر درلود، خو پیچلې مړینه یې د عمر له کبله نه، بلکې په ډزو وژل شوې دی. یوسفزی وايي : ملا محمد عمر له روسانو سره په جگړه کې څلور ځل ټپي شوې او ان یوه سترگه یې هم له لاسه ورکړې وه. نوموړی وايي : له طالبانو جلا شوې ډله فدايي محاذ هم دملا محمد عمر طبیعي مړینه نه مني او دا محاذ خو اوسنی مشر ملا اختر منصور او گل اقا د ملا محمد عمر پر وژنه تورنوي، پاکستانی خبریال ټینگار کوي، چې ملا محمد عمر دپاکستان په کراچۍ کې وژل شوې او ډیورنډ کرښې ته څېرمه زابل ولایت کې ښخ شوی دی. یوسف زی دا هم وايي : طالب مشرانو دملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو،چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه چوپه خوله پاتې شي او دا خبر پټ وساتم. یوسف زی وايي : ځینې داسې راپورونه شته، چې د ملا محمد عمر یو شمېر نږدې ملگرو د نوموړی قبر راسپړلې دی او دا یې په خپلو سترگو لیدلي دي، چې ملا محمد عمر دوه مرمۍ پر سینه او یوه مرمۍ په تندي لگیدلی دی، دهمدې پرمختگ په اړه ملا یعقوب او ملا عبدالمنان نیازی تر اوسه چوپه خوله دي.[۱]

پاکستانی خبریال سمیع یوسفزي نیوزویک مجلې ته د پخواني طالب مشر د مړینې اړوند خبرونو ته په کتنې د همدې مجلې له قوله د خپلې لیکنې په یوه برخه کې چې په ژمن وبپاڼه کې خپره شوې، لیکلي: «.... ملا عبدالجبار، چې کله کوټې شورا خبره کړه دوه اونۍ وروسته د شورا مشر ملا اختر منصور او ملا عبدالقیوم ذاکر له دوو دیني عالمانو سره ناسته وکړه، سرچینه وايي ملا عبدالسلام او ملا عبدالحکیم د ملا محمد عمر لونگۍ اختر منصور ته وسپارله او د(امیرالمومنین) په توگه یې وټاکه، ملا عبدالحکیم مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه: ته اوس مشر شوې، په کار ده، چې د ملا عمر لار ته ادامه ورکړې.» لیکوال دخپلې سرچینې له خولې لیکي : «ملا عبدالقیوم ذاکر غوښتل، چې سمدلاسه د ملا عمر د مړینې اعلان وکړي، خو نورو یې مخالفت وکړ او دې ته یې قانع کړ، چې دا راز باید وساتل شي، کویټې شورا ډېره وړاندې ولاړه او خبرپاڼه یې خپره کړه، چې د ملا محمد عمر د برخلیک په اړه هیڅوک پوښتنه نه شي کولای او که هر چا دا راز رسوا کړ، هغه به د طالبانو محکمې ته وړاندې کېږي.» کېدای شي د ملا محمد عمر د مړینې د راز پټ ساتلو ترشا نور لاملونه او اهدف هم شتون ولري او یا هم وروسته افشا شي، خو اوسمهال د هغو جزئیاتو ته لاس رسی له امکانه لرې ښکاري. بلخوا بیا ځینې طالب مشران د نوم نه ښودلو په شرط وایي چې طالب مشرانو دملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو، چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه چوپه خوله پاتې شي او دا خبر پټ وساتم . خو وروسته د ملا محمد عمر اخند زوى ملا يعقوب مجاهد په يوه غونډه کې وويل چې ملا محمد عمر مجاهد په خپل طبعي مرگ باندي وفات شوى دى.

ملا اختر محمد منصور سمول

ملا اختر منصور د ملا محمد عمر د مړينې له تاييد ورسته طالبانو اوس په رسمي توگه منلې چې پخوانی مرستیال ملا اختر محمد منصور د رهبري شورا او د هېواد جیدو علماء کرامو اومشايخو له خوا نوی مشر ټاکل شوی دی. په کوم وخت کې چې ايران او روسيې په گډه د اسلامي امت او اسلامي نړۍ د تباهۍ لپاره سره لاسونه ورکړي و، او انجنير حکمتيار ايران دويم اسرائيل وباله، د طالبانو سني افراطي وسله والې ډلې مشر د خپل سني حکومت (افغانستان) او سني ولس د ځپلو لپاره له روس او ايران سره اړيکې ټینگې کړی، ايران ته يې سفرونه کول، او له روسي مسؤولينو سره يې په تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان کې ملاقاتونه کول.

د ملا محمد عمر ځایناستی سمول

طالبانو ده ته هم د امير المؤمنین لقب ورکړی دی. د طالبانو په يوه بيانه کې ويل شوي "د علماء کرامو، مشايخو او اسلامي امارت د مشرانو له خوا له ملا اختر محمد منصور سره د امیرالمؤمنین"په توگه بيعت شوی دی. په اعلاميه کې ویل شوي نوموړي هم د "شرعي امیر په حیث، شریعت" ته د غاړې ايښودو ژمنه وکړه. منصور سره پېژنگلوي لرونکي طالبان وايي د طالبانو تحريک پيل کېدو راهيسې د ملا عمر کلک ملگري وو او پر مختلفو محاذونو ورسره يو ځاي پاتې شوی و. دوي وايي ملا عمر ته دومره نژدي وو چې سره له هوايي چلند او سیاحت وزير به ملا عمر سره کندهار کې موجود وو او کابل ته يې ډېر لږ سفرونه کړي وو او د وزارت چارې به يې کندهار څخه پر مخ بولي.

پېژنگلوي سمول

هغه د طالبانو د حکومت جوړېدو سره سم وزير ټاکل شوی و او ۲۰۰۱ کال کی د طالبانو واکمنۍ تر ختمېدو وزير پاتې و. نوموړي ۴۸ کاله وړاندې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې زېږېدلی و. لومړنۍ ديني زده کړې يې په خپله سیمه کې ترسره کړې او له هجرت وروسته يې د پاکستان په ديني مدرسو کې دينې زده کړې کړې وې. د يونس خالص د حزب اسلامي ډلې يوه غړي بي بي سي ته ويلي منصور د جهاد په موده کې په دې ډله کې پاتې شوی و. د طالبانو يوه غړي چې ځان د عادل په نوم معرفي کوي او منصور له نژدې پېژني وايي "حليم مزاج او خوږ سړی دی او بد خوا انسان نه دی. د طالبانو د واکمنۍ په موده کي منصور په مزارشریف کې د جنرال عبدالمالک سره له لانجې وروسته ونيول شو چې وروسته بېرته آزاد شو. د طالبانو نوي مشر د افغانستان د هوايي ځواکونو او هوايي دفاع عمومي مسئول، د شينډنډ د نظامي هوايي ډگر عمومي مسئول او په کندهار کې د هوايي ځواکونو او هوايي دفاع مسئول هم پاتې شوی دی.[۲]

د پخواني امیر د کورنۍ رد ځواب سمول

په دا وروستیو کې داسې غږیز پیغامونه او لیکلي پیغامونه یو لړ ویب سایټونو ته د پخواني وژل شوي مشر ملا محمد عمر اخوند د کورنۍ د غړو له خوا لېږل شوي چې په کې ویل شوي چې د ملا اختر محمد منصور مشري ورته د منلو نه ده.[۳]

د ملا عمر مرموزه وژنه سمول

ملا محمد عمر د 2015 کال په جولای میاشت کې د یو لړ استخباراتي رپوټونو پر بنسټ د خپل مرستیال ملا اختر منصور له خوا یوه ډز په سینه او دوه ډزه په سینه ویشتل شوی او وژل شوی دی. نامتو پاکستاني ژورنالېست او خبریال رحیم الله یوسفزي له خولې لیکلي دي، چې پخوانی طالب مشر ملا محمد عمر د۵۵- ۶۰ کلونو ترمنځ عمر درلود، خو پیچلې مړینه یې د عمر له کبله نه، بلکې په ډزو وژل شوې دی.

یوسفزی وايي : ملا محمد عمر له روسانو سره په جگړه کې څلور ځل ټپي شوې او ان یوه سترگه یې هم له لاسه ورکړې وه. نوموړی وايي : له طالبانو جلا شوې ډله فدايي محاذ هم دملا محمد عمر طبیعي مړینه نه مني او دا محاذ خو اوسنی مشر ملا اختر منصور او گل اقا د ملا محمد عمر پر وژنه تورنوي، پاکستانی خبریال ټینگار کوي، چې ملا محمد عمر دپاکستان په کراچۍ کې وژل شوې او ډیورنډ کرښې ته څېرمه زابل ولایت کې ښخ شوی دی.

یوسف زی دا هم وايي : طالب مشرانو دملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو،چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه چوپه خوله پاتې شي او دا خبر پټ وساتم . یوسف زی وايي : ځینې داسې راپورونه شته، چې د ملا محمد عمر یو شمېر نږدې ملگرو د نوموړی قبر راسپړلې دی او دا یې په خپلو سترگو لیدلي دي، چې ملا محمد عمر دوه مرمۍ پر سینه او یوه مرمۍ په تندي لگیدلی دی، دهمدې پرمختگ په اړه ملا یعقوب او ملا عبدالمنان نیازی تر اوسه چوپه خوله دي.[۱]

په بادغیس کې د جهاد غږ سمول

په بادغيس کې د طالبانو يوه ځايي قومندان د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور پر وړاندې جهاد اعلان کړ. ملا غفور چې له ملا محمد رسول سره خواخوږي لري، وايي چې ملا اختر منصور د پاکستان د آی اېس آی لپاره کار کوي او گڼ شمېر طالب مشران يې وژلي دي. دی دا دعوا هم کوي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم د ملا اختر منصور له خوا وژل شوی دی. د بادغيس د قادس ولسوالۍ خلک د طالبانو د خپل منځي اختلاف او جگړو له کبله سخت اندېښمن دي او د بادغيس پر ولايتي شورا يې غږ کړی دی، چې د جگړې لپاره د طالبانو د راټولېدو مخه ونيسي. له دې جگړې اعلانولو مخکې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د پلويانو تر منځ په جگړه کې شاوخوا ۲۰۰ تنه ووژل شول او گڼ شمېر نور ټپيان شول. داسې ويل کېږي، چې ملا محمد رسول ډله د ايران له خوا تمويل کېږي.

په بلوچستان کې یې وژنه سمول

د طالبانو مشر ملا اختر منصور د شنبې په ورځ (۲۰۱۶/۵/۲۱) نیټهد دریو بجو شاوخوا په امریکایی بی پيلوټو الوتکو هوایی برید کی وژل شوی. د امریکا دفاع وزارت په خپله یو خبر پاڼه کی لیکلی چې د شنبی ورځ دری بجی خواوشا پاکستانی وخت مطابق د ملامنصور موټر د بلوچستان ایالت دالبندین او تفتان تر منځ سیمه کی تر هوایی برید لاندی نیول شوی چه په نتیجه کی ملا اختر محمد منصور وژل شوی او سو نور طالب مشران ټپي شو.

ملي امنیت راپور سمول

د طالبانو مشر اخترمحمد منصور د مازدیگر په ۳:۴۵ دقیقو پاکستان په بلوچستان آیالت کې د دالبندین په نوم سيمه کې په یو هوايي برید کې له منځه تلی دی. اخترمحمد منصور چې ډير وخت کيده تر څارنې لاندې وو تيره ورځ په دالبندین سیمه کې چې په يو موټر کې سپور وو له ورسره ملگرو سره يو ځای په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی. ياده دي چې په افغانستان کې ځانمرگي او نور ترهگريز بریدونه چې له امله يي زموږ گران هیوادوال په شهادت رسيږي هيڅ ډول اسلامي او يا انساني توجې نشي لرلی او دا خبره د افغانستان مسلمان ولس او نړۍ ته اوس روښانه شوې.افغان ملي ځواکونو په پوره ميړانه او زړورتيا سره د خلکو د ساتنې، سولې او ټيکاو په خاطر خپلې سپيڅلې او له عزت څخه ډکې مبارزې ته په پوره مينه او لېوالتیا سره دوام ورکوي. ترهگر باید پوی شي چې د ترهگریزو بریدونو د دوام په لړ کې به دوی له منځه يو وړل شي او که غواړي له مرگ څخه خلاص شي نو د خلاصون يوازنۍ لار يي داده چې دوی باید خپله وسله پر ځمکه کيږدي.

پاکستاني پاسپورټ لرل سمول

په ټولنیزو رسینو کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستاني پاسپورټ انځور خپور شوی او په پاسپورټ کې يې نوم ولي محمد لیکل شوی دي . ويل کېږي په پاسپورټ کې يې د ايران ويزه هم لگېدلې ده.

جیو نیوز رپوټ سمول

د جیونیوز ټلویزیوني چینل خبر وایي چې د بایومېټریکي څېړنو له مخې ملا اختر محمد منصور د خپل پاکستاني تابعیت کارت (شناختي کارډ) په وسیله د پاکستان په ټاکنیزو کمپاینونو کې خپله ونډه اخېستې او د ټاکلي پارلماني او ځایي نوماندانو لپاره یې تل خپله رایه کارولې ده.

مړي ورکېدل سمول

وروسته له هغې، چې طالب مشر ملا اختر منصور تېره شنبه په بلوچستان ایالت کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکې په برید کې له خپل ساتونکي سره ووژل شو. رلومړی یې جسد کوټې ملکي روغتون ته ولیږدول شو، له دی وروسته په بلوچستان کې دپوځ روغتون ته ولیږدول شو، طالبانو ته نږدې سرچینې روهي ویبپاڼې ته ویلي دي: د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور جسد وروسته له روغتون تری تم شوی دی، سرچینه وايي: روغتون ته څلور کسان راغلل او ځان یې دملا اختر منصور کورنۍ غړي معرفي کول، خو وروسته مالومه شوه، چې دا څلور کسه دملا منصور دکورنۍ غړي نه دي، او دملا منصور جسد یې پټ کړی دی. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. http://rohi.af/fullstory.php?id=45862[مړه لينکونه]

طالبانو له خوا وژل رسمي منل سمول

د طالبانو وسله والې ډلې په یوه لیکلي پیغام کې د خپل امیر د وژنې په اړه لیکلي: د افغانستان اسلامي امارت په الهي قضاء د رضا اومحکم ایمان له روحیې سره اعلانوي چې د افغانسان داسلامي امارت زعیم أمیرالمؤمنین ملا أختر محمد منصور تقبله الله د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۴ مه نیټه د شنبې په ور ځ چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا له لومړۍ نیټي سره سمون خوري د کندهار دریگستان اود بلوچستان نوشکي ته څیرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکایي طاغوت د بي پیلوټه الوتکې په برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. http://rohi.af/fullstory.php?id=45858[مړه لينکونه]

دا هم وگورۍ سمول

نور ولولئ سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/07/150731_gn_who-is_mullah_akhtar_muhammad
  3. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)