پاول پيتروويچ رومانوف

پاول پيتروويچ رومانوف ( لومړى پاول ) ( د روسيې ټولواكمن ) د ۱۷۵۴ ز كال د سيپټمبر په ۲۰ ( د اكتوبر لومړئ ) د پيتربورگ په ښار كې ، د روسيې د ټولواكمنې ( امپراتورې ) ېلېزاوېتا پيتروونا په دوبنۍ ماڼۍ كې زېږېدلى دى . دده مور سرداره اېكاتېرينا الېكسېېونا ( دويمه اېكاتېرينا ) نومېده . د ماشوم له زېږېدو نه وروسته د روسيې امپراتورې ېلېزاوېتا پيتروونا پر هغه د پاول نوم كېښود .

كوشنيتوب

هغه مهال د روسيې په لوړو سياسي كړيو كې په سخته سياسي مبارزه كې د بدلونونو لامله پاول له هماغه كوشنيوالي نه په اصل كې له مور او پلار نه جلا كړاى شو او د هغوى له مينې نه بې برخې وو . ښكاره خبره ده چې دې حالت د كوشني پاول پر رواني حالت باندې خپل اغېز وښند . خو ټولواكمنې ېلېزاوېتا پيتروونا امر وكړ چې دده لپاره ډېر ښه ښوونكي او روزونكي وټاكي . له دغو ښوونكو نه يو هم سردار “ نيكيت ايوانوويچ پانين “ وو ، چې په ۱۷۶۰ ز كال كې د ټولواكمنې له خوا د پاول لپاره د ښوونكي په توگه وټاكل شو . دغه سړي د امپراتورۍ په دربار كې ځانگړى ځاى درلود او درناوى ورته كېده . كوشنى پاول د مهال په تېرېدو سره له ښوونكي سره روږدى كېده . د ده لوست ډېر خوښېده او د راتلونكي يوه كال په بهير كې يې ډېر كتابونه ولوستل . له دې نه وروسته ښوونكي پانين ورو ورو ده ته د روسيې او د لويديزې اروپا ادبيات تشرېح كول . د پاول له زېږېدو نه وروسته امپراتورې ېلېزاوېتا دى له خپلې مور نه بېل كړ . دده مور اېكاتېرينا كولاى شول ، چې ډېر لږ خپل زوى وويني هغه هم د امپراتورې په اجازې سره . كله چې پاول اته كلن شو، دده مور اېكاتېرينې د پوځي گارډ په مرسته يوه كودتاه وكړه او ددغې كودتاه په بهير كې دده پلار امپراتور درېيم پيوتر ووژل شو . يانې چې مېرمنې پر خپل مېړه كودتاه وكړه او هغه يې وواژه . له دې نه وروسته پر پلاز باندې بايد پاول كېناستلى واى ، خو دده مور دويمې اېكاتېرينې پاول له دولتي چارو نه لري كړ او هغه يې له دې شونتياوو بې برخې كړ ، چې په دولتي چارو كې كومه لاسوهنه وكړي . پاول هم د خپلې مور د ژوند طرز غنده او هغه سياست ، چې دده مور چلاوه ، هغه يې نه مانه . له همدې لامله د پاول او د مور ترمنځ اړيكي تل خړ پړ ول .

له مور سره اړيكي

پاول د عمر په تېرېدو سره ورو ورو په دې پوه شو ، چې دده پلار درېيم پيوتر دده مور وژلى ، نو د دوى تر منځ اړيكي د لاخړپرتيا پر لور روان ول . دا اړيكي دې پايلې ته ورسېدل ، چې دويمه اېكاتېرينه دې ته اړوته ، چې په ۱۷۸۳ كال كې خپل زوى پاول ته له پلازمېنې نه لري د “ گاتچينا “ په نامه لوى جايداد ډالۍ كړي او په دې ډول پاول له پلازمېنې نه لري كړي . د گاتچينا په جايداد كې پاول له درباري ژوند نه گوښه اوسېده او خپله ټوله لېوالتيا يې د گاتچينا د يوه ځانگړي پوځ جوړولو او روزنې ته ځانگړې كړې وه ، چې د هغه په تشكيل كې څو كنډكه شامل ول . په ۱۷۹۴ ز كال كې امپراتورې وپتېيله ، چې خپل زوى له پلاز نه بې برخې او خپل مشر لمسى الكساندر پاولوويچ پرې كېنوي ، خو د جگپوړو دولتي مامورانو له خوا له مقاومت سره مخامخ شوه .

واك ته رسېدل

د پاول مور ټولواكمنه دويمه اېكاتېرينا د ۱۷۹۶ ز كال د نوامبر په ۶ مړه شوه او په دې ډول پاول وكړاى شول ، چې د روسي امپراتورۍ پر پلاز كېني . په دې اړه يوه بله كيسه هم شته هغه دا چې ، ويل كيږي چې اېكاتېرينې پخپلو يادښتونو كې په دې اړه ليكلي ، چې دې هڅې وكړي چې پلاز پاول ته ونه رسيږي او پر هغه باندې خپل لمسى الكساندر كېنوي . كله چې پاول خبر شو ، چې دده د مور امپراتورې حالت ښه نه دى او بې هوښه ده ، ده خپلو هغو وفادارو غونډونو ته ، چې له ده سره په گاتچينا كې ول ، امر وكړ ، هغوى دولتي ماڼۍ ونيوله ، پاول د خپل مور ټول لاسوندونه كولپ كړل او د اېكاتېرينې وصيت ليك يې د ماڼۍ په اورغالي ( بخارۍ ) كې وسوځاوه .

بدلونونه او سمونونه

پاول خپله واكمني د اېكاتېرينا د واكمنۍ د وختونو د دود له بدلولو نه پيل كړه . ده واك ته له رسېدو نه وروسته د لوړې د ترسره كولو په ورځ يو شمېر فرمانونه صادر كړل . له هغه شمېر نه پاول د پيتروفسكي هغه فرمان لغوه كړ ، چې د هغه له مخې د امپراتور له خوا پخپله دده ميراث خوړونكى او ځايناستى ټاكل كېده او د پلاز د ميراثي سلسلې نوى او ټاكلى سېستم يې وټاكه . له دې نه وروسته پر پلاز باندې يوازې د شاهي كورنۍ نارينه غړي كولاى شواى كېني . يانې د امپراتور له مړينې نه وروسته پر پلاز باندې بايد دده مشر زوى او يا هم دده كشر ورور كېني . ښځې يوازې د نارينه وو له سلسلې نه وروسته كولاى شواى ، چې پر پلاز كېني . لومړي پاول په خپل دې فرمان سره د شاهي كودتاوو مخنيوى وكړ . له دې نه مخكې په روسيه كې د پوځ په زور امپراتور راپرزول كېده او د هغه پر ځاى نوى واكمن پر پلاز كېناسته ، د پلاز د ميراث خوړونكي او ځايناستي توب كوم ټاكلي سېستم شتون نه درلود . ( پخپله لومړى پاول هم د همدې ډول كودتاه په بهير كې ، چې د ۱۸۰۱ ز كال د مارچ په ۲۴ ترسره شوه ، ووژل شو ) . لومړي پاول هڅې وكړي چې په روسيه كې مالي حالت په پښو دوروي . د خانزاده كورنيو امتيازونه يې كم كړل ، په گاتچينا كې رامنځته كړى پوځي دود يې په ټول روسي پوځ كې خپور كړ .ټولواكمن پاول د ډېر سخت دسپلين پلوى وو ، دده ددې سختوالي لامله گڼ شمېر افسران له دندې نه لري كړاى شول ... بايد وويل شي چې پاول پوځي او ځينې نور سمونونه يوازې د خپل هوس له مخې نه ، بلكې له دې لامله ترسره كړل ، چې په پوځ كې پوځي دسپلين نه وو ، پوځي رتبې د خدمت او وړتيا له مخې نه وركول كېدې . د خانزاده كورنيو ماشومانو ته ان له زېږېدو نه وروسته سملاسي پوځي رتبه وركول كېده او د ټاكلي پوځي ټولگي او غونډ په تشكيل كې شامل گڼل كېده . گڼ شمېر كسانو پوځي رتبې درلودې ، معاش يې اخيست خو خدمت يې نه كاوه . په پوځ كې د گډوډۍ او له سرتېرو سره د افسرانو د سپكوونكى او ناوړه چلند په خاطر پاول په خپله پخپل لاس له افسرانو ، ان له جنرالانو نه رتبې او پليټونه شكول او هغوى يې سايبيريا ته لېږل . په ټوله كې پوځي سمونونو د پاول له مړينې وروسته هم په روسيه كې دوام درلود .

بهرنى سياست

د پاول بهرني سياست ناپرله پسې توب درلود . په ۱۷۹۸ ز كال كې روسيه په فرانسي ضد ايتلاف ، چې لويه برتانيا ، اتريش ، توركيه او د دواړو سيسيليې شاهۍ پكې وې ، شامله شوه . د روسي پوځونو لوى بولندوى ، نامتو سپاه سالار الكساندر واسيلېوويچ سووروف وټاكل شو . اتريشي پوځونه هم دده تر لاس لاندې راغلل . د سووروف تر قوماندانۍ لاندې روسي پوځونو د ايټاليا شمالي سيمې ونيولې او فرانسويان يې ترې وشړل . د ۱۷۹۹ ز كال په سپټمبر كې روسي پوځونه د الپ له غرونو نه تېر شول ، خو د همدغه كال په اكتوبر كې روسيې ، د اتحادي ژمنو د نه منلو او نه پلي كولو لامله له اتريش سره اتحادي اړيكي پرې كړل . له دې نه وروسته روسي پوځونه له اروپا نه راوغوښتل شول . پاول له مړينې نه لږ مخكې هند ته د لښكر كشۍ لپاره ۲۲۵۰۷ كسيز لښكر ولېږه . دغه لښكر كشي د لومړي پاول له مړينې نه وروسته د روسيې د نوي امپراتور لومړي الكساندر له فرمان سره سم بېرته راستنه كړاى شوه .

مړينه

لومړى داسې پلان شوې وه ، چې د روسيې امپراتور لومړى پاول راوپرزول شي او پر ځاى يې يو انگرېز د لنډ مهال لپاره پر پلاز كېنول شي ... لومړى پاول د ۱۸۰۱ ز كال د مارچ په ۱۱ د يوې كودتاه په ترڅ كې ، د سانت پيتربورگ د ميخايلوفسكي په كلا كې د خوب په كوټه كې خپه او ووژل شو .

اخځونه