ټالکوټ پارسونز

ټالکوټ پارسونز (د ۱۹۰۲ کال د ډېسمبر په ۱۳مه زېږېدلی او د ۱۹۷۹ کال د مې میاشتې په ۸مه مړ شوی) د کلاسیک دود یو امریکایی ټولن‌پوه و چې تر ډېره د خپل ټولنیزعمل د تیورۍ او ساختماني فعالیت لپاره خورا پېژندل شوی و. پارسونز په ټولن‌پوهنه کې د شلمې پېړۍ له اغېزمنو څېرو څخه شمېرل کېږي. د اقتصاد په څانګه کې یې د ډوکتورا درجې له ترلاسه کولو وروسته له ۱۹۲۷ کال څخه تر ۱۹۲۹ کال پورې په هاروارډ پوهنتون کې خدمت وکړ. په ۱۹۳۰ کال د نوې ټولن‌پوهنې په څانګه کې لومړنی پروفیسور/ استاد و. وروسته یې په هاروارډ پوهنتون کې د ټولنیزو اړیکو څانګې په رامنځته کولو کې برخه لرله.[۲][۳]

ټالکوټ پارسونز
ټالکوټ پارسونز

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم
تعلیمی اسناد Bachelor of Arts   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه پېښليک   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

د تجربوي ډېټا (خام ارقام) پر بنسټ د پارسونز د ټولنیز غبرګون تیوري په متحده ایالاتو او اروپا کې د ​​​​​ټولنیزو سیستمونو د لومړنۍ پراخه سیستماتیکې او د عمومي کولو وړ تیورۍ/نظریې په توګه پراختیا ومونده. په انګلیسي ژبې نړۍ کې له ټولن‌پوهنې سره د پارسونز یو له تر ټولو لویو مرستو څخه د ماکس وېبر د اثارو ژباړه او د ماکس وېبر، امېل دورکېم او وېلفرېډو پاریټو له اثارو څخه د هغه تحلیل و. د هغوی کارونو په کلک ډول د پارسونز پر لیدلورو اغېز وکړ او د هغه د ټولنیز عمل/ غبرګون د نظریې اساسي بنسټ و. پارسونز رضاکارانه عمل ته د فرهنګي ارزښتونو او ټولنیزو جوړښتونو له دریڅې کتل چې ټاکنې يې محدودولې او په پای کې يې د هغو اعمالو پروړاندې چې د روان‌پېژندنې د داخلي پروسو پر بنسټ تعینیږي، ټول ټولنیز اعمال تعینول.[۴]

پارسونز که څه هم په عمومي توګه یو جوړښتي کارکردپال بلل کېږي. خو هغه د خپلې دندې په پای کې په ۱۹۷۵ کال کې یوه مقاله خپره کړه چې "عمل پالنه" او "جوړښتي عمل پالنه" یې د هغه د نظریې د شخصیت او نظریو د تشرېح کولو لپاره نامناسبې لارې یادې کړې.[۵]

له ۱۹۷۰ لسیزې څخه نوي ټولن‌پوهان پر پارسونز نیوکه کوي او نظریې يې ټولنیزه محافظه‌کاري او لیکنې يې پېچلې او غیر ضروري يادوي. د ټولن‌پوهنې درسونه د هغه د محبوبیت د دوران د لوړوالي (۱۸۴۰-۱۹۷۰) په پرتله د هغه پر نظریو لږ ټینګار کوي. که څه هم په وروستیو کې د هغه د نظریو د نوي کولو لېوالتیا شته.[۶]

پارسونز د امریکا په پوهنتونونو کې د حرفوي ټولن‌پېژندنې له پیاوړو مدافعینو څخه و. هغه په ۱۹۴۹ کال کې د امریکا د ټولن‌پېژندنې د ټولنې رییس وټاکل شو او له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۶۵ کال کې يې د یادې ټولنې د سرمنشي په توګه خدمت وکړ.

د ژوند لومړي کلونه

سمول

هغه د ۱۹۰۲ کال د ډېسمبر په ۱۳مه د کلوراډو په سپرېنګز کلوراډو کې زېږېدلی. هغه د اېوارډ سمېت پارسونز (۱۸۶۳ - ۱۹۴۳) او ماري اګوستا اېنګرسول (۱۸۶۳ - ۱۹۴۹) زوی و. پلار یې د یېل په دیني مدرسه/ ښوونځي کې زده کړې کړې وې او د کلیسا د خپلواکې ادارې د ملا په توګه منصوب شو او لومړی یې د کلوراډو په ګېرلي کې د یوې مخکښې ټولنې د ملا په توګه خدمت وکړ. پلار یې د پارسونز د زېږدو پر مهال د انګلیسي ژبې استاد او د کلوراډو کالج د رییس مرستیال و. اېډوارډ د ګريلي په کلیسا کې د خپل ملاتوب په دوران کې د انجيل له ټولنیز غورځنګ سره خواخوږي پيدا کړه. خو دې ته مایل و چې د لوړو اللهیاتو له لیدلوري يې وڅاري او د سوسیالیزم له اېډیالوژۍ سره يې دوښمني وه. هغه او ټالکوټ دواړه باید د جاټون اېډوارډز له الهیاتو سره بلد وی. پلار يې وروسته په اوهایو کې د مارېټا کالج رییس شو.[۷]

د پارسونز کورنۍ د امریکا په تاریخ کې یوه ډېره پخوانۍ کورنۍ ده. د هغه نیکونه لومړني کسان و چې د ۱۷مې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې له انګلستان څخه راغلي وو. د دې کورنۍ ميراث د امریکا د تاریخ په لومړیو ورځو او په ډېر ژور ډول د بریتانیا په تاريخ کې د پارسونز دوه بېلې پرمختللې خپلواکې کرښې لرلې. دا کورنۍ یې د پلار له طرفه د مېن یارک پارسونز ته رسېږي. د هغه د مور له طرفه د اېنګرسول کرښه له اېډوارډ سره تړاو لري او د پارسونز یوه نوې او خپلواکه کرښه کېدی شي ځکه د اېډوارډ مشرې لور سارا د ۱۷۵۰ کال د جون په ۱۱مه له اېلهو پارسونز سره واده وکړ.[۸]

زده‌کړې

سمول

د امهرسټ کالج

سمول

زده‌کړيال پارسونز په امهرست کالج کې د بیولوژي او فلسفې په برخه کې زده‌کړې وکړې او په ۱۹۲۴ کال کې يې د هنر په برخه کې خپله لیسانس درجه (BA) تر لاسه وکړه. د امهرسټ کالج د دود له مخې د پارسونز په کورني کالج بدل شوی و. د هغه پلار او تره يې فرانک او مشر ورور یې چارلز اېډوارد په دې کالج کې زده‌کړې کړې وې. پارسونز په لومړیو کې طبي مسلک ته لېوال و، ځکه له خپل مشر ورور څخه یې الهام واخیست په دې توګه يې ډېره موده د بیولوژي په برخه کې زده‌‌کړې وکړې او یو اوړی يې د ماساچوسېت په ووډز هول کې د سمندرپېژندنې په مؤسسه کې کار وکړ.[۹]

په امهرسټ کې د پارسونز استادان اوټو سي. ګلېسر (Otto C. Glaser) او هېنري پلاو (Henry Plough) وو. پارسونز د «کوچني ټالکوټ او ښکلي ماشوم » په نوم یادېده، په امهرسټ کې د زده‌کړیالانو استازی شو. پارسونز همدارنګه له والټون هېل همېلټون او فلیسوف کلارنس ادوين ایرس سره هم یوه ښوونیزه دوره تېره کړه چې دواړه د اقتصاد د بنیادي متخصصینو په توګه پېژندل کېږي. همېلټون پارسونز په ځانګړي ډول د ټولنیزو علومو خواته کش کړ. او هغه یې د تورستین وېبلن، جان ډيویوي او وېلیم ګراهام سامنر په څېر لېکوالانو له ادبیات سره مخ کړ. پارسونز همدارنګه د امانوئل کانت په فلسفه کې له جورج براون او په مدرنه جرمنۍ فلسفه کې له اتو مانتي زورن سره چې د کانت ستر مفسر و یوه ښوونیزه دوره تېره کړه. پارسونز له ډېرو لومړیو وختونو له فلسفي موضوعاتو سره  ډېره لېوالتیا وښوده، دا ښايي په ډېر احتمال له تيولوژۍ/دين پوهنې سره د هغه د پلار د ډېرې مينې انعکاس و، چې هغه په دې دود کې په ژور ډول ټولنیز شوی و، استادان یې له دې موقف سره مخالف وو. [۱۰]

د فلسفې د درېیم ټولګي د زده‌کوونکي په توګه د پارسونز د دوو اصطلاحاتو مقالې لیکنه چې د کلارنس اي. ایرېس فلسفې لپاره يې په امهرسټ کې لکلې وه لا هم شته ده. دا لیکنې د امهرسټ د مقالو په نوم یاديږي چې د پارسونز د څېړونکو پام يې ځانته اړولی. لومړۍ يي د ۱۹۲۲ کال د ډېسمبر په ۱۹مه د «په ټولنیزو او فردي جنبو کې د انسان د چلند تیوري/نظریه» په نوم ولیکل شوه. دویمه يې د ۱۹۲۳ کال د مارچ مياشتې په ۲۷مه د «د اخلاقو له ماهیت څخه د چلندپالنې مفهوم» په نوم ولیکل شو. دا مقالې له ټولنیزې بشپړتیا سره د پارسونز لومړنۍ مينه ښيي. د امهرسټ مقالې دا هم ښيي چې پارسونز له خپلو استادانو سره همغږی نه و ځکه هغه د امهرسټ په مقالو کې ولیکل چې د تېکنالوژۍ پراختیا او اخلاقي پرمختګ دوه خپلواکې تجربوي پروسې دي.  [۱۱][۱۲][۱۳]

د لندن د اقتصاد ښوونځی

سمول

هغه تر امرهسټ وروسته د یو کال لپاره د لندن د اقتصاد په ښوونځي کې زده‌کړې وکړې او هلته د برونسیلاو مالینوفسکي، ار. اېچ. ټاوني، اېل.ټي هابهوس او هارولډ لاسکي له کارونو سره بلد شو. د لندن د اقتصاد په ښوونځي (LSE) کې يې د خپل وخت په بهیر کې د ملېنوېسکي سمینار له ګدونوالو اي.اي. ايوانوس-پرېټچارډ (E. E. Evans-Pritchard)، ميیارفورټ (Meyer Fortes) او رېمانډ فورټ (Raymond Firth) سره ملګری شو. هغه له ارتور او ايوېلیون اېم. برنز سره هم نږدي شخصي اړیکه جوړه کړه.[۱۴]

په LSE کې هغه د هېلن بنکرافټ واکر په نوم له یوې امریکايۍ پېغلې سره اشنا شو او د ۱۹۲۷ کال د اپرېل په ۳۰مه يې ورسره واده وکړ. دې جوړې د انني، چارلز او سوزان په نوم درې اولادونه او په پای کې څلور لمسیان لرل. د والکر پلار په کاناډا کې نړۍ ته راغی خو د بوستون سیمې ته کډه شو او وروسته د امریکا ښاروند شو.

سرچينې

سمول
  1. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/64jmrdtq5mhkbnc — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸
  2. Dillon, Michele (2013) [2009], "Chapter Four: Talcott Parsons and Robert Merton, Functionalism and Modernization", Introduction to Sociological Theory: Theorists, Concepts, and their Applicability to the Twenty-First Century, Wiley, pp. 156–157, ISBN 978-1-118-47190-6
  3. Turner او Holton 2015، مم. 3–6.
  4. Dillon 2013، مم. 158–159.
  5. Parsons, Talcott (1975), "The Present Status of 'Structural-Functional' Theory in Sociology", Social Systems and The Evolution of Action Theory, New York: The Free Press
  6. Dillon, Michele (2013) [2009], "Chapter Four: Talcott Parsons and Robert Merton, Functionalism and Modernization", Introduction to Sociological Theory: Theorists, Concepts, and their Applicability to the Twenty-First Century, Wiley, pp. 156–157, ISBN 978-1-118-47190-6
  7. Edward S. Parsons, "A Christian Critique of Socialism". Andover Review XI. 1889. pp. 597–611.
  8. Charles Parsons (2004). "Some Remarks on Talcott Parsons's Family". In: Journal The American Sociologist. Vol 35, Nr 3, Sept 2004. pp. 4–22.
  9. Parsons, Talcott (1970). "On Building Social System Theory: A Personal History". Daedalus. 99 (4): 826–881.
  10. Parsons, Talcott (1970). "On Building Social System Theory: A Personal History". Daedalus. 99 (4): 826–881.
  11. Talcott Parsons, "A Behavioristic Concept of the Nature of Morals". The American Sociologist Vol.27.no.4. Winter 1996. pp. 24–37.
  12. Talcott Parsons, "The Theory of Human Behavior in its Individual and Social Aspects." The American Sociologist Vol.27.no.4. Winter 1996. pp.13–23.
  13. Jens Kaalhauge Nielsen, "Beyond the Myth of "Radical Breaks" in Talcott Parsons's Theory: An Analysis of the Amherst Papers." The American Sociologist. Winter 1996. Volume 27. no.4. pp. 48–54.
  14. Parsons, Talcott (1970). "On Building Social System Theory: A Personal History". Daedalus. 99 (4): 826–881.