ويکيپېډيا:چټک ړنګېدو معيارونه

چټک ړنګېدو معيارونه هغه معيارونه دي چې له مخې يې پازوالان پرته له دې چې يو مخ ړنګېدو ټولپوښتنې ته نوماند کړي، ړنګولی شي.

عمومي مخونه (ع) سمول

  1. داسې مخونه چې سرليکونه يې هيڅ مانا ونه لري لکه (دفشت). هغه مخونه چې دا ډول متن لري، د دې معيار لاندې راتللی شي، خو لاندې حالتونه د دې معيار لاندې نشي راتللی، لکه ورانکاري، کمزورې ليکنې، د چا په پلويتوب ليکنې، پاروونکې او توهينوونکې ليکنې، شايعات، خيالي او نظرياتي ليکنې او ناسمې ژباړې، دا ذکر شوي حالتونه د ړنګېدو تګلار سره سم، ړنګېدلی شي، خو د دې معيار لاندې نشي راتللی.
  2. ازمونمخونه لکه (ايا زه دلته ليکل کولی شم؟).
  3. ښکاره ورانکاري.
  4. هغه مخونه چې په هغې کې بياځلي د يو داسې مخ منځپانګه ځای پرځای شوي وي چې له دې دمخه د ړنګېدو ټولپوښتنې کې د هغې د ړنګولو پرېکړه شوي وي.
  5. هغه مخونه چې په هغې کې د يوې کمپنۍ يا يو شخص داخلي توليداتو، اړيکو او خدمتونو په اړه د اشتهار په موخه ليکنې شوې وي.