ويکيپېډيا:د مياشتي غوره ليکنه/۲۰۱۸/۰۶

Illinois Centennial half dollar, obverse

محمد عمر چې د ملا محمد عمر او يا هم په ساده توگه د ملا محمد عمر مجاهد په نامه يادېږي، په افغانستان کې د طالبانو د غورځنگ مشر او بنسټ ايښودونکي وو. هغه د ١٩٩۶ زېږيز کال څخه تر ٢٠٠١ز پورې د افغانستان د حکومت هغه مشر و چې د افغانستان د بېړني حالت د کورنيو جگړو پر مهال د وگړو د ژغورنې په موخه رامخته سو. د هغه پلويانو محمد عمر ته د اميرالمومنين او محمد عمر مجاهد خطاب ورکړ. دا لقب ده ته دسیمې په کچه د مدرسو علماؤ لخوا چې د افغانستان او هم پاکستان سيمييز خلک هم پکښې شامل وه د يوې جرگې په لړ کې د کال ۱۳۷۵ هـ لمریز د وري د میاشتې په ۱۶مه نېټه ورکړل سو. ملا محمد عمر (مجاهد) د مولوي غلام نبي هوتک زوي، د مولوي محمد رسول لمسی، او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ زېږدي کال سره سمون خوري د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چا همت کلي په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې زیږیدلی دی. ( بشپړه ليکنه...)

وروستی لیکنې: