ويلیم روفس کېنګ

ويلیم روفس دیوین کېنګ (د ۱۷۸۶ ز کال، د اپریل له ۷ مې – د ۱۸۵۳ز کال د اپریل تر ۱۸مې پورې) یو امریکایی سیاستوال او ډیپلومات و او د ۱۸۵۳ ز کال د مارچ له څلورمې نه تر اپریل پورې تر خپلې مړینې د متحده ایالاتو دیارلسم مرستیال و لسمشر و. له دې وړاندې نوموړي د شمالي کرولاینا په استازیتوب، د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې او او د الاباما د سناتور په توګه دنده ترسره کړې وه. هغه د ولسمشر جیمز ناکس پولک تر مشرۍ لاندې د فرانسې په چارو کې د وزیر (سفیر) په توګه دنده پر مخ وړې وه.

ويلیم روفس کېنګ
(انګلیسي: William R. King د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويلیم روفس کېنګ
ويلیم روفس کېنګ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: William Rufus de Vane King د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۷ اپرېل ۱۷۸۶[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 18 اپرېل 1853 (67 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل نری رنځ   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت نری رنځ   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۶]
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ويلیم روفس کېنګ
ويلیم روفس کېنګ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نوموړی یو دیموکرات، اتحاد غوښتونکی و او د هغه هم عصر کسان هغه په اداري سیمو د وېش، غلامۍ او د لوېدیځ پر لور د پراختیا په موضوعاتو کې د یوه معتدل کس په توګه په ګوته کوي، چې د امریکا له کورنۍ جګړې سر یې مرسته وکړه. نوموړي د ۱۸۵۰ ز کال د سولې تړون په ترتیب کې ونډه واخسته. هغه د متحده ایالاتو یوازینی مرستیال ولسمشر دی چې په بهرنۍ خاوره کې یې لوړه ترسره کړې، ځکه چې د خراب روغتیایی حالت له امله د نوموړي د لوړې مراسم په کیوبا کې ترسره شول. نوموړی د نري رنځ له امله ۴۵ ورځې وروسته مړ شو او د ولسمشر درېیم مرستیال شو، چې د دندې پر مهال له نړۍ سترګې پټوي. یوازې جان ټایلر او انډریو جانسن، چې دواړه د ولسمشر ځایناستي شول، د نوموړي په پرتله لنډ مهاله دندې درلودې. کېنګ د الاباما په استازیتوب د متحده ایالاتو یوازینی مرستیال ولسمشر و. [۷]

د ژوند لومړي کلونه سمول

کېنګ د شمالي کرولاینا په سمپسن ناحیه کې د وېلیم کېنګ او مارګریټ دي وین په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د نوموړي کورنۍ لویه، شتمنه او د غوره اړیکو درلودنکې وه. هغه په چپل هیل کې د شمالي کرولاینا له پوهنتون نه په ۱۸۰۳ ز کال کې فارغ شو، چې په هغه ځای کې نوموړی د بشرپالنې د ټولنې غړی و. ويلیم الکساندر ګراهام، چې نوموړی وروسته، د ۱۸۵۲ ز کال په ټاکنو کې پر وړاندې ودرېد، په همدې دوره کې په دې پوهنتون کې زده کړې کولې (ګراهام د سیالې منطقي بحث د ټولنې غړی و). هغه د شمالي کرولاینا د فایت ویل له قاضي ویلیم ډفي سره قانون ولوست او وروسته په ۱۸۰۶ ز کال کې مدافع وکیل شو او په کلنټن سیمه کې یې کار پیل کړ. نوموړی د فري مېسن د ټولنې یو زړور غړی و او د فایت ویل د فینکس د فري مېسن د ۸ شمېرې جونګړې غړیتوب یې درلود.  

سیاسي تجربه سمول

کېنګ په سیاست کې پښه کېښوده او د شمالي کرولاینا د ولسي جرګې د غړي په توګه وټاکل شو، چې نوموړي په دې ځای کې له ۱۸۰۷ ز نه تر ۱۸۰۹ز کال پورې خدمت و کړ او په ۱۸۱۰ ز کال کې د شمالي کرولاینا د وېلېمېنګټن ښار حقوقي سلاکار شو. نوموړی د کانګرېس په دوولسمه، ديارلسم هاو، څوارلسمه دوره کې د استازي په توګه وټاکل شو چې د ۱۸۱۱ ز کال د مارچ له ۴ مې نه د ۱۸۱۶ ز کال د نومبر تر ۴مې پورې یې تر هغه وخته پورې خدمت وکړ، چې له دې چوکۍ یې استعفا ورکړه او د ويلیم پنکني د سکرتر په توګه و ټاکل شو، چې د روسیي په چارو کې د دولت وزیر او د نیپال د ډيپلوماتیک ماموریت لپاره ځانګړی استازی و. کېنګ یوازې ۲۴ کاله عمر درلود، چې د لومړي ځل لپاره یې کانګرس ته لاره وموندله (هغه د استازو د مجلس لپاره د دورې تر پیل پورې  د ۲۵ کلونو قانوني عمر ته نه و رسېدلی، خو د کانګرس دوولسمه دوره، د ۱۸۱۱ ز کال د نومبرله ۴ مې پیل نه شوه او کېنګ تر هغه وخته پورې د لوړې مراسم نه وو ترسره کړي.)

کله چې نوموړی په ۱۸۱۸ ز کال کې متحده ایالاتو ته راستون شو، د لوېدیځ پر لور په وړاندې سویل کې یې د پنبې کاروبار پیل کړ، چې د الاباما په دالاس ناحیه کې د الاباما سیند په اوږدو کې د اوسنیو سیلما او کاهابا سیمو تر منځ، چې په وروستیو کې له مسیسیپي نه جلا شوې وې، ملکیت وپېرود چې وروسته د کېنګ بېنډ په نوم مشهور شو. نوموړي د غلام کارګرانو پر مټ د پنبې لوی کښت رامنځ ته کړ چې د "چیسټنټ هیل" په نوم یادېده. کېنګ او د هغه خپلوان د دې ایالات د غلامانو ترټولو لویه درلودونکې کورنۍ شوه ،چې په ټولیزه توګه یې نږدې ۵۰۰ غلامان درلودل.  

وییم روفس کېنګ د هغه کنوانسیون استازی و، چې د الاباما ایالتي حکومت یې تشکیل کړ. کله چې الاباما په ۱۸۱۹ ز کال کې د ۲۲م ایالت په توګه را منځ ته شوه، نوموړی د ایالت د مقننه قوې له خوا د ډیموکرات - جمهوري غوښتونکو په استازیتوب د متحده ایالاتو د سنا مجلس ته وټاکل شو.

کېنګ د انډریو جکسن ملاتړی و او نوموړی چې د ۱۸۱۹ ز کال د ډسمبر له ۱۴ مې نه په سنا کې خدمت پیل کړ، په ۱۸۲۲، ۱۸۲۸، ۱۸۳۴، ۱۸۴۱ ز کلونو کې د جکسن د پلوي په توګه سنا ته و ټاکل شو او د ۱۸۴۴ ز کال د اپریل په ۱۵ مه یې استعفا ورکړه. د دې مودې په اوږدو کې، د ۱۸۲۴ ز کال د مارچ او اپریل په میاشتو کې نوموړي د دیموکرات جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا د ۱۸۲۴ز کال په ټولټاکنو کې د مرستیال ولسمشر د چوکۍ د نوماندۍ لپاره د رایو په لومړي پړاو کې د ټاکل کېدو ویاړ ترلاسه کړ. نوموړي وروسته د ۲۴ نه تر ۲۷ دورې پورې د متحده ایالاتو د سنا د لنډمهاله رئیس په توګه دنده ترسره کړه. کېنګ به سنا مجلس کې د عامه ځمکو او د سوداګرۍ د کمېټې رئیس هم و.

نوموړی له ۱۸۴۴ ز کال نه تر ۱۸۴۶ ز کال پورې د فرانسې په چارو کې د وزیر (سفیر) په توګه وټاکل. کېنګ متحده ایالاتو ته د راستنیدو سره سم، په سنا کې بېرته دنده پیل کړه، او د ارتور پی د استعفا له امله د هغه تشې چوکۍ ته وټاکل شو. هغه د ۱۸۴۸ ز کال د جولای له لومړۍ نېټې نه د ۱۸۵۲ ز کال د ډسمبر تر شلمې  نېټې پورې په خپله چوکۍ پاتې شو، خو په دې وخت کې نوموړي د ناروغۍپه سبب، د امریکا د مرستیال ولسمشر د ټاکل کېدو له امله استعفا ورکړه.  

کېنګ د هغو شخړو په ترڅ کې چې د ۱۸۵۰ ز کال د جوړجاړي لامل شوې، د غلامۍ ضد غوښتنو په وړاندې، د سنا د اوږده بحث د منعې له قانون نه ملاتړ وکړ او د کولمبیا په ولسوالۍ کې د غلامۍ د پای له وړاندیز سره چې د کانګرس له خوا پلی کېده، مخالفت وکړ. کینګ د غلامۍ پلوه درېځ ملاتړ وکړ او استدلال یې وکړ چې: اساسي قانون په سویلي ایالتونو او فدرالي سیمو کې د غلامۍ بنسټ خوندي کړی. نوموړي په دې سیمو کې د غلامۍ د پای د پلویانو د هڅو او هم د غلامۍ پلوه سخت درېځو له خو،ا د سويل د تجزیې له غوښتنې سره مخالفت وکړ.[۸]

د ۱۸۵۰ ز کال  د جولای په ۱۱ مه نېټه د ولسمشر زکاري تایلر له مړینې دوه ورځې وروسته، کېنګ د سنا د لنډمهاله ولسمشر په توګه وټاکل شو، ځکه چې میلرډ فیلمور د ولسمشرۍ چوکۍ ته وټاکل شو، نو د مرستیال ولسمشر چوکۍ خالي وه، چې د هغه وخت د قانون پر بنسټ کېنګ د ولسمشر د مرستیال ځایناستۍ شو. نوموړي د سنا په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې او د تقاعد د کمېټې د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-Rufus-de-Vane-King — subject named as: William Rufus de Vane King — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vt1w1f — subject named as: William R. King — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1788 — subject named as: William Rufus Devane King — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ NCpedia ID: https://www.ncpedia.org/biography/king-william-rufus-devane — subject named as: William Rufus Devane King — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: NCpedia
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=kingw — subject named as: William R. King
  6. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  7. Daniel Fate Brooks (2003). "The Faces of William R. King" (PDF). Alabama Heritage. University of Alabama, University of Alabama at Birmingham, Alabama Department of Archives and History. 69 (Summer): 14–23. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  8. "U.S. Senate: William Rufus King, 13th Vice President (1853)". www.senate.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)