ويلهيلم ډېلتي

ويلهيلم ډېلتي ( /ˈdɪltaɪ/؛ الماني: «[ˈvɪlhɛlm ˈdɪltaɪ]»؛ زوکړه: ۱۸۳۳ د نومبر ۱۹؛ مړينه: ۱۹۱۱ د اکتوبر ۱) يو الماني تاريخپوه، روانپوه، ټولنپوه او تفسيري فيلسوف و، چې د برلين پوهنتون د فلسفې برخه کې يې د جي ډبليو اف هيګل “G. W. F. Hegel” څوکۍ يا رياست دنده تر سره کړه. د يوpolymathic فيلسوف په توګه د څېړنې په يو معاصر پوهنتون کې په کار کولو سره د ډېلتي د څېړنې لېوالتياوې د پوهنيزې ميتود پوهنې، تاريخي ثبوت يا دليل او د پوهې په توګه د تاريخ د دريځ په اړه پوښتنې رانغاړي. نوموړی هغه وخت په المان کې د خپور ايډياليزم خلاف د ازمايښت او قياس د پلوي په توګه ګنل کېدلی شي، مګر د نوموړي هغه دليل چې ازمايښتي او تجربوي نظريې رامنځته کوي، د نوموړي په مرکزي اپيستيمولوژيکي او انتولوژيکي انګېرنو کې له برتانوي ازمايښت او قياس پلوۍ او مثبت پلوۍ څخه توپير لري، چې له الماني لوست او فلسفي دودونو څخه تر لاسه شوي دي. [۱۲][۱۳]

ويلهيلم ډېلتي
(الماني: Wilhelm Dilthey د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويلهيلم ډېلتي
ويلهيلم ډېلتي

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Wilhelm Christian Ludwig Dilthey)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۹ نومبر ۱۸۳۳[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 1 اکتوبر 1911 (78 کاله)[۲][۹][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف [۸]
ارواپوه [۸]
دينپوهنه
ښوونکی [۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
فکري تاریخ   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر امانوېل کانت
گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل
جان ستورات میل   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک لوېديځه فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ژوند سمول

ډېلتي په ۱۸۳۳ ز کال کې د ناساو په ديوکي “Duchy of Nassau” کې د بيربېچ “Biebrich” په کلي کې د سمون يا اصلاح شوي “Reformed” پادري د زوی په توګه وزېږېد. د نوموړي د زوکړې سيمه اوسمهال د المان هيسي “Hesse” سيمه ده. نوموړي د يو ځوان په توګه په هيډلبيرګ پوهنتون “Heidelberg University” کې د دين پوهنې په لوستلو سره د خپلې کورنۍ دودونه وڅارل، چې د پوهنتون د استادانو له ډلې څخه يې يو هم ځوان کنو فيشر “Kuno Fischer” و. نوموړی وروسته د برلين پوهنتون ته لاړه او د نورو استادانو له منځه د فريدريک اډولف ټرينډيلينبرګ “Friedrich Adolf Trendelenburg” او اګوسټ بويخ “August Boekh” له لورې ورته تدريس وشو، چې ياد دواړه استادان يې د فريدريک شلييرماچر “Friedrich Schleiermacher” پخواني زده کوونکي وو. د ۱۸۶۴ ز کال په جنوري کې ډېلتي د شلييرماچر د اخلاقي اصولو په اړه په لاتيني ژبه د تيسس په ليکلو سره له برلین پوهنتون څخه خپله دکتورا تر لاسه کړه او د همدې کال په جون کې يې د اخلاقي شعور په اړه يو پای ليک سره يې د پوهنتون د لوړې درجې د تر لاسه کولو بهير هم تر لاسه کړ. نوموړی په ۱۸۶۵ ز کال برلين کې يو “privatedozent” [په لوړه کچه د غوره شوي مضمون د ښوونکي لپاره د ځينو اروپايي پوهنتونو له لورې وړ نوم دی يا لقب دی] شو. [۱۴]

په ۱۸۵۹ ز کال نوموړي د شلييرماچر ليکونه سم يعنې ايډيټ کړل او ورڅخه لږه موده وروسته ورته د يو ژوندليک ليکنې دنده هم ورکړل شوه، چې لومړی ټوک يې په ۱۸۷۰ ز کال کې خپور شو. ډېلتي په ۱۸۶۷ ز کال په باسيل پوهنتون “University of Basel” کې د پروفيسرۍ دنده تر لاسه کړه، مګر وروسته نوموړی په ۱۸۸۲ ز کال کې بېرته برلين ته ستون شو، چې هملته يې د پوهنتون د فلسفې برخه کې امتيازي څوکۍ يا رياست وکړ.

نوموړي په ۱۸۷۴ ز کال له کاترين پوټمان “Katherine Puttmann” سره واده وکړ او ورڅخه يې يو زوی او دوه لورګانې درلودې.

ډېلتي په ۱۹۱۱ زکال ومړ. [۱۵]

کار سمول

د تفسير پوهه سمول

ډېلتي د تفسير پوهنې په اړه د فريدريک شلييرمارچر له کارونو څخه يو څه هڅېدلی و، چې نوموړي يې په بيا ژوندي کولو کې مرسته وکړه. دواړه څېرې په الماني رومانتسسيزم “German Romanticism” پورې تړلې دي. رومانتسسيزم د اتلسمې پېړۍ هغه فلسفه ده، چې په ادب کې پر احساساتو او تخيل او د شخص په فکر او بيان باندې ټينګار کوي. شلييرماچر له الماني روماتسيسم څخه سخت اغېزمن شوی و، چې د دې لامل شو چې نوموړی پر انساني احساس او خيال باندې لا زيات ټينګار وکړي. ډلتي په خپل وار د شلييرماچر په اړه د يو پراخه پايليک د ليکوال په توګه د ډرويسن “Droysen” او رانکي “Ranke” له لورې د بشري علومو د فلسفي مشروعيت په اړه راپورته شويو پوښتنو ته ځواب وايي. نوموړی استدلال کوي چې د طبيعت پوهنيزه سپړنه يا تشرېح بايد په هغه نظريې سره بشپړه شي، چې نړۍ په نمونه يي يا سمبوليک ډول د منځنيو لارو چارو له لارې څه ډول انسانانو ته ورکړل شوې ده. د دې ډولو نظريې چمتو کول د انسان پوهنې د فلسفې نښه ده. ياده فلسفه د څېړنې هغه برخه ده، چې ډېلتي ورته خپل ټول پوهنيز مسلک ځانګړي يا وقف کړ. [۱۶]

د رومانتيک يا خيالي تفسير پوهنې مکتب ټينګار وکړ، چې په تاریخي ډول ځای پر ځای شوي ژباړونکي، چې د کارتيسي “Cartesian” دوه ګوني اصالت يا «نظرياتي» موضوع په پرتله ژوندی موجود دی، هغه پوهېدنه او ژباړه کاروي، چې په قرينو کې د متنونو او د هغوی د ليکوالانو د ستر ې پوهې د تر لاسه کولو په موخه انفرادي او روانپوهنيزه او ټولنيزه او تاريخي تشرېح او شننه سره يو ځای کوي. که څه هم ډېلتي پر «تاريخيت» باندې د خپل ټينګار له لارې له نورو الماني رومانتيک پوهانو او د ژوند فيلسوفانو څخه لرې پاتې کېږي. نوموړي انسان د يو تاريخي موجود په توګه درک کړ. که څه هم تاريخ د تېر يا ماضي د يو توکي يا مفعول په اصطلاحاتو کې نه تشرېح کېږي او د نړيوالو نظرياتو په يوه لړۍ کې بيانېږي. انسان د انعکاس او ځانته د ځير کېدنې له لارې خپل ځان نه شي درک کولی او يوازې د هغه څه په واسطه يې درک کولی شي، چې تاريخ يې ورته وايي...، چې دا هيڅکله په عيني يا واقعي مفاهيمو کې نه دي، مګر تل په هغه ژوندي ازمايښت کې دي چې د نوموړي د خپل شتون له ژورو څخه سرچينه اخلي. ډېلتي د ټولې پېژندنې پر حقيقي ماديت باندې ټينګار کوي، چې د انسان پوهېدنه يا ادراک د نړۍ په اړه پر پخوانيو نظرياتو، ژباړو او ګډې نړۍ باندې تکيه کوي. [۱۷][۱۸]

د تفسيري پلټنې هغه بهير يا پروسس چې د شلييرماچر له لورې رامنځته شو، هغه څه راونغاړل چې ډېلتي تفسيري کړۍ “hermeneutic circle” وباله، چې د څرګند او ضمني او ځانګړي او ټول تر منځ بيا پېښېدونکی خوځښت دی. شلييرمارچر “Schleiermacher” د سپېڅلو کتابونو (لکه: د پاولين ليکونه يا رسالې) او لرغونو متنونو (لکه: د افلاتون فلسفه) د ژباړنې په موخه يادو لارو چارو ته د هغه څه د يو څه زياتو مشخصو بڼو په سترګه وکتل، چې نوموړي د «عمومي تفسير پوهنې» په توګه وړانديز کړل. شلييرمارچر تفسير پوهنه «د پوهېدنې د هنر» په توګه درک کړه او د يو متن په ژباړه کې يې د ژبې او د ليکوال د فکرونو دواړو ارزښت وپېژنده [ومانه]. [۱۹]

ډېلتي ادراک د طبيعي پوهو خلاف د انساني پوهو د کليد په توګه وګڼله. طبيعي پوهې يا علوم طبيعت په پام کې نيسي او تشرېح کوي يي، مګر انساني پوهې د ژوند انساني څرګندونې درک کوي. له کومه وخته چې پوهه يا ساينس د ژوند، څرګندونې او ادراک تر منځ پر يوه منظمه اړيکه باندې د بهير يا پروسيجر له لارې موږ ته د لاسرسي وړ دی، ډيلتي د انساني پوهو د برخې په توګه وګڼه. [۲۰][۲۱][۲۲]

د فريدريک نېتزچي “Friedrich Nietzsche”، جورج سيميل “Georg Simmel” او هينري بيرګسن “Henry Bergson” تر څنګ د ډيلتي کار د شلمې پېړۍ د لومړيو “Lebensphilosophie” او “Existenzphilosophie” اغېزمنې کړې.

Bernhard Groethuysen, Hans Lipps, Herman Nohl, Theodor Litt, Eduard Spranger, Georg Misch او Erich Rothacker د ډيلتي له زده کوونکو څخه دي. د نوموړي فلسفې مذهبي فيلسوف مارتين بوبر “Martin Buber” هم اغېزمن کړ. [۲۳][۲۴]

د ډيلتي کارونو د نوموړي د تدريس په لومړنيو دورو کې تفسير پوهنې ته د پخواني مارتين هيديګر “Martin Heidegger” لاره چاره وپوهوله، چې نوموړي په کې د «حقيقي ژوند تفسير پوهنې» او «شته والي او وخت» (۱۹۲۷ز) ته وده ورکړه. مګر هيديګر په زياتېدونکي ډول د ډيلتي مخالف دريځ ته وده وکړه او د ژباړې او انساني شتون د شونتياوو د يو څه زيات بنسټيزې «نامذهبي کېدنې » بحث يې کاوه. [۲۵]

په “Wahrheit und Methode” (حقيقت او مېتود، ۱۹۶۰) نومي کتاب کې هانس او جورج ګاډامير “Hans-Georg Gadamer” چې له هيډيګر څخه اغېزمن شوي وو، د ډيلتې له لورې په ټوله کې د هنري او موضوعي او همدارنګه مېتود ته متمايل او «مثبتيت» دواړو په توګه د تفسير پوهنې ګڼلو باندې نيوکه وکړه. د ګادامير په اند د ډېلتي تفسير پوهنه په نابسيا ډول د حقيقت له انټولوژيکي پېښې سره تړاو لري او په نامناسب ډول هغه کارونې په پام کې نيسي، چې ژباړونکی او د ژباړونکي ژباړې څه ډول له دود څخه د باندې نه دي، مګر د هغه په دننه کې يو ځانګړی ځای نيسي. لکه: د دنيوي اسمان څنډه درلودل.

روانپوهنه سمول

ډېلتي له روانپوهنې سره لېوالتيا درلوده. نوموړي د «هغه نظريات چې د روانپوهنې په يوې تشرېح او تحليل پورې تړاو لري: Ideas Concerning a Descriptive and Analytic Psychology” تر سرليک لاندې خپل کتاب کې د څرګندونې “Explanatory” روانپوهنې او تشرېحي “Descriptive” روانپوهنې تر منځ توپير وړاندې کړ، چې د نوموړي په اصطلاح د څرګندونې روانپوهنه د درېيم شخص له نظره د روانپوهنيزو ښکارندو څېړنه ده، چې د سببيت يو سيستم ته د دوی لاس لاندې والی رانغاړي، په داسې حال کې چې تشرېحي روانپوهنه هغه نظم دی، چې «د شعور جوړښتي لړۍ» کې د متمرکزو بېلابېلو ذهني بهيرونو څرنګوالی تفسيروي يا روښانه کوي. [۲۶][۲۷]

ياد توپير له يوه اړخه د څرګندونې پوهو او له بله اړخه د ژباړنې يا تفسيري پوهو (هغه پوهې چې د ويرستيهين «د پوهېدلو» مېتود پر بنسټ دي) تر منځ د يو څه زيات عمومي توپير پر بنسټ دی.

په خپل وروستي کتاب (Der Aufbau der geschichtlichen Welt in den Geisteswissenschaften, 1910) کې نوموړي د تشرېحي روانپوهنې لپاره مترادف اصطلاح جوړښتي روانپوهنه وکاروله. [۲۸]

سرچينې سمول

  1. http://www.encyclopedia.com/history/encyclopedias-almanacs-transcripts-and-maps/wilhelm-christian-ludwig-dilthey — د نشر نېټه: ۱۹ جون ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118525727  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Wilhelm-Dilthey — subject named as: Wilhelm Dilthey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6575g5q — subject named as: Wilhelm Dilthey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/dilthey-wilhelm — subject named as: Wilhelm Dilthey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2918 — subject named as: Wilhelm Dilthey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/17778 — subject named as: Wilhelm Dilthey — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ https://cs.isabart.org/person/15754 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120266526 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120266526 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6443363
  12. Krech, Eva-Maria; Stock, Eberhard; Hirschfeld, Ursula; Anders, Lutz Christian (2009). Deutsches Aussprachewörterbuch [German Pronunciation Dictionary] (په الألمانية ژبه کي). Berlin: Walter de Gruyter. د کتاب پاڼي 446, 1055. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-018202-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  13. Hans Peter Rickman, Wilhelm Dilthey, Pioneer of the Human Studies, University of California Press, 1979, p. 53.
  14. Iris Därmann, Fremde Monde der Vernunft: die ethnologische Provokation der Philosophie, Wilhelm Fink Verlag, 2005, p. 285.
  15. Makkreel, Rudolf, "Wilhelm Dilthey", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Spring 2011 Edition), Edward N. Zalta (ed.).
  16. Ramberg, Bjørn and Gjesdal, Kristin, "Hermeneutics," The Stanford Encyclopedia of Philosophy, Edward N. Zalta (ed.)
  17. Palmer, Richard (1969). Hermeneutics. Evanston, IL: Northwestern University Press. p. 117.
  18. Palmer, Richard (1969). Hermeneutics. Evanston, IL: Northwestern University Press. pp. 117–118.
  19. Schleiermacher, Friedrich D. E. “The Hermeneutics: Outline of the 1819 Lectures,” New Literary History, Vol. 10, No. 1, Literary Hermeneutics (Autumn, 1978), 1–2.
  20. Palmer, Richard (1969). Hermeneutics. Evanston, IL: Northwestern University Press. p. 105.
  21. Palmer, Richard (1969). Hermeneutics. Evanston, IL: Northwestern University Press. p. 107.
  22. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  23. Martin Buber at http://dibb.de.
  24. "Martin Buber (1878—1965)." Internet Encyclopedia of Philosophy. Retrieved 20 October 2015.
  25. Scharff, Robert C. (January 1997). "Heidegger's "Appropriation" of Dilthey before Being and Time". Journal of the History of Philosophy. Johns Hopkins University Press. 35 (1): 105–128. doi:10.1353/hph.1997.0021. S2CID 96473379. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۰. In a word, I think the record shows that the Dilthey appropriation taught the young Heidegger how to philosophize. [127] الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Full text online on gleichsatz.de.
  27. Makkreel, Rudolf, "Wilhelm Dilthey", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Spring 2011 Edition), Edward N. Zalta (ed.).
  28. W. Dilthey, The Formation of the Historical World in the Human Sciences, Princeton University Press, 2002, pp. 16–7 and 38–9; Rudolf A. Makkreel, Dilthey: Philosopher of the Human Studies, Princeton University Press, 1992, p. 290.