هېلن ادامس کېلر (په انګلیسي: Helen Adams Keller ) (د ۱۸۸۰ ز کال د جون ۲۷مې نېټې څخه د ۱۹۶۸ز کال د جون تر لومړۍ نېټې پورې) یوه امریکایۍ لیکواله، د معلولینو د حقونو مدافع وکیله، سیاسي فعاله او د پوهنتون ښوونکې وه. نوموړې د الاباما ایالت په لوېدیځه تسکومبیا کې زیږېدلې وه. دې خپل لید او اورېدل د خپل عمر په ۱۹ میاشتنۍ کې د یوې ناروغۍ له تېرولو څخه وروسته له لاسه ورکړي وو. هغې وروسته یواځې تر اووه کلنۍ پورې تر هغې چې له خپلې لومړنۍ ښوونکې او د ټول ژوند له ملګرې ان سولیوان (Anne Sullivan) سره مخ شوه یواځې اشاروي ژبه کاروله. دغې ځوانې ښځې کېلر د لوستلو او لیکلو په ګډون د ژبې زده کړه ورکړه. په ځانګړو او عمومي ښوونځیو کې له یو لړ زده کړو وروسته، کېلر د هاروارډ پوهنتون راډکلیف کالج ته ولاړه او لومړۍ د کوڼ والي  او ړوندوالي معلولیت لرونکې وه چې په هنرونو څانګه کې یې د لیسانس درجه تر لاسه کړه.

هېلن کېلر
(انګلیسي: Helen Adams Keller د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېلن کېلر
هېلن کېلر

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Helen Adams Keller د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۷ جون ۱۸۸۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 1 جون 1968 (88 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ناروغي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۳]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د امریکا سوسیالېست ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکنیت د نړۍ صنعتي کارکوونکي (۱۹۱۲–)  د (P463) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ليکوال [۱۴][۱۵]
د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۶][۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هېلن کېلر
هېلن کېلر

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کېلر د ړندو لپاره په امریکايي خیریه بنسټ (AFB) کې له ۱۹۲۴ز کال څخه تر ۱۹۶۸ز کال پورې کار وکړ. په دغه کاري دوره کې دا په متحده ایالاتو کې وګرځېده او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د لید د نه درلودونکو لپاره د مدافع وکیلې په توګه ۳۵ هېوادونو ته سفرونه وکړل.[۱۸]

نوموړې یوه خلاقه لیکواله هم وه، چې له حیواناتو نه نیولې تر مهاتما ګاندي پورې اړوندو مطالبو باندې یې ۱۴ کتابونه او په سلګونه مقالې لیکلې دي. کېلر معلولیت لرونکو کسانو ته، د ښځو له خوا د رایو ورکولو حق ته، د کارګرانو حقونو او نړیوالې سولې ته  کمپاین کاوه. په ۱۹۰۹ز کال کې دا د امریکا د سوسیالېست ګوند غړې شوه. نوموړې د امريکا د مدني ازاديو د اتحادیې له بنسټ اېښودونکو غړو څخه وه.

د کېلر د ۱۹۰۳ز کال د ځان ژوندلیک زما د ژوند کیسې له سولیوان سره د نوموړې زده کړو ته شهرت وروباښه. له یاد ژوند لیک څخه د ویلیم ګیبسون له خوا د معجزه یی کارکوونکې  په نامه یوه تمثیلي ډرامه او همدارنګه تر عین نامه لاندې یو فلم جوړ شوی دی. د هغې د زېږېدو ځای د یوې ملي تاریخي نښانې (څلي) په توګه ټاکل شوی او ساتل شوی دی. له ۱۹۵۴ز کال نه را په دې خوا یاد ځای د یو کورني موزیم په توګه کارول کېږي او هر کال یو ځل د "هېلن کېلر د ورځې" تر نامه لاندې برنامې کوربه توب کوي.[۱۹]

د کېلر نوم په ۱۹۷۱ز کال کې د الاباما د مشاهیرو ښځو په تالار کې اضافه کړای شو. نوموړې یوه له هغو لومړنیو دولسو مشاهیرو ښځو څخه وه چې د ۲۰۱۵ز کال د جون په اتمه نېټه د الاباما د لیکوالانو په نوي تاسیس شوي تالار کې شامله شوه. [۲۰]

د ماشومتوب لومړني وختونه او ناروغي سمول

کېلر د ۱۸۸۰ز کال د جون په ۲۷مه نېټه د الاباما ایالت په تسکومبیا ښار کې زیږدلې ده، د ارتور هنلي کېلر (۱۸۳۶-۱۸۹۶ز کلونه) او د هغه د دویمې مېرمنې په "کتي" نامه مشهورې کاترین اورېټ (آدام) کېلر (۱۸۶۵-۱۹۲۱ز کلونه) لور ده. کورنۍ یې په خپله یوه کورنۍ کرونده اېوي ګرین کې اوسېده چې د هېلن پلرني نیکه له لسیزو مخکې جوړه کړې وه. هېلن څلور خویندې وروڼه لرل: سکه خور یې مېلډریډ کمپل کېلر ټایسون او سکه ورور یې فیليپ بروکس کېلر وو او دوه مشران ناسکه وروڼه یې جېمز مکډونالډ کېلر او ویلیام سېمپسون کېلر وو، چې د پلار د لومړني واده ثمره یې وه.[۱۹][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د دې پلار د ډېرو کلونو لپاره د تسکومبیا د شمالي الامبیایۍ مجلې د لیکنو اصلاح کوونکي په توګه کار کاوه. نوموړي په ائتلافي پوځ کې د جګړن په توګه دنده تر سره کړې ده. کورنۍ یې له جنګ نه مخکې د غلام ساتونکو اشرافو یوه برخه وه چې وروسته یې خپل دغه حیثیت له لاسه ورکړ. مور یې د چارلس ډبلیو آدامس چې په ائتلافي پوځ کې جنرال و، او د هغه د مېرمنې لور وه.

د کېلر پلرنی نسب کاسپر کېلر ته چې د سویزرلنډ اصلی وګړی دی، رسیږي. د هېلن له سویسي نیکونو څخه یو یې په زوریخ (Zurich) کې د کڼو لومړنی ښوونکی و. کېلر دغه حقیقت په خپل لومړني ژوند لیک کې داسې منعکس کړی دی چې وایي: "هېڅ داسې پاچا نشته چې د خپلو نیکونو له منځه یو غلام ونه لري او داسې غلام نشته چې د نیکونو په منځ کې پاچا نه وي تېر شوی."[۲۷][۲۸]

کله چې کېلر د ۱۹ میاشتو وه، په یوې نا معلومې ناروغۍ اخته شوه چې ډاکترانو د "په معدې او مغز کې د وینې حاد اخلاط" په توګه شرح کړې ده. معاصر ډاکتران په دې باور دي چې نوموړې ناروغي ښایي مننجیت وه چې د منینګوکوکوس بکټریا (Neisseria meningitidis) او یا هم کېدای شي د هېموفېلیوس انفلونزا په واسطه رامنځته شوې وه. (دغې ناروغۍ عین اعراض او علایم درلودل خو په هغه وخت کې یې د کوچینیانو د ٪۹۷ مرګونو کچې ته په کتو سره د دې ناروغۍ احتمال لږ دی.) یادې ناروغۍ کېلر کڼه او ړنده کړه، هغې څرنګه چې په خپل ژوند لیک کې یادونه کړې ده، "په سمندر کې په یوه غلیظه لوخړه کې ژوند کاوه". [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په هغه وخت کې، کېلر وکولی شول چې له مارتا واشنګټن سره چې له دې څخه دوه کاله مشره او د کېلر د کورنۍ د آشپز لور وه، تر یوې پولې اړیکه ونیسي، او د دغې نجلۍ اشارې یې درک کولی شوې؛ په اووه کلنۍ کې هغې له ۶۰ څخه زیاتې اشاروي نښې درلودې چې له خپلې کورنۍ سره یې ورباندې اړیکه ټینګوله او اشخاص یې د دوی د قدمونو له اهتزاز څخه تشخیصولی شول.[۳۳][۳۴]

په ۱۸۸۶ز کال کې د کېلر مور د چارلس دیکن د امریکایي یادښتونو له یو روایت څخه چې یوې کڼې او ړندې ښځې لورا برېګمن د بریاليو زده کړو په اړه و، په الهام اخیستنې سره، ځوانه کېلر او پلار یې په بالتیمور کې د غوږونو، سترګو، او ستوني یو متخصص ډاکتر جې. جولیان چیسولم ته د مشورې لپاره واستول. چېسولم نوموړي الکساندر ګراهام بېل ته چې په هغه وخت کې یې له کڼو ماشومانو سره کار کاوه، راجع کړل. بېل ورته د ړندو لپاره د پرکینس انستیتیوت سره د اړیکې نیولو توصیه وکړه، چېرته چې برېګمن زده کړې کړې وې. چې یاد انستیتیوت په هغه وخت کې په سویلي بوستون کې موقعیت درلود. مایکل اناګنوس چې د ښوونځي مدیر و، د یادې ښونځۍ له یوې شل کلنې فارغې ان سولیوان څخه چې د لیدو په اختلال اخته وه، وغوښتل تر څو د کېلر ښوونکې شي. چې دا د یوې نږدې پنځوس کلنې اړیکې یوه پیلامه وه: په دې معنا چې سولیوان د کېلر روزونکې او بیا وروسته د هغې ملګرې (companion) شوه. [۳۵][۳۶][۳۷]

سولیوان د ۱۸۸۷ز کال د مارچ په پنځمه نېټه د کېلر کور ته ورورسېده، دا هغه ورځ وه چې کېلر د تل لپاره د زما د روح د کلیزې په توګه په یاد ساتله. سولیوان سمدستي هېلن ته د لاسونو په واسطه د کلیمو په املا کولو سره د اړیکې ټینګولو ښوونه پیل کړه، چې دا کار یې د هغې نانځکې - "d-o-l-l" په کلیمې سره پیل کړ کومه یې چې کېلر ته د ډالۍ په توګه راوړې وه. کېلر په لومړیو کې له زده کړې سره په ستونزو کې لاس او ګرېوان وه ځکه دا یې نشوی درک کولی چې د هر څه د پېژندنې لپاره یوه کلیمه شته ده. کله چې سولیوان هڅه کوله چې کېلر ته د "ګیلاس" کلیمه ورزده کړي هغه دومره ناهیلې شوه چې ګیلاس یې مات کړ. خو هغې ډېر ژر د سولیوان د لاسونو د اشارو تقلید پیل کړ. کېلر په یاد راوړل چې: "زه په دې نه پوهېدم چې څنګه یوه کلیمه ولیکم او تر دې چې نه پوهېدم چې یادې کلیمې شتون لري". "ما مې په عادي توګه خپل ګوتې د بیزو د تقلید په شان خوځولې".[۳۸][۳۹][۴۰]

راتلونکې میاشت کېلر  چې کله په هغو حرکتونو وپوهېده چې ښوونکې یې د لاس په ورغوي باندې تر سره کول، په داسې حال کې چې په بل لاس یې اوبه ورتویولې، یو پرمختګ ته ورسېده، چې د "اوبو" د نظریې نښه ییز کول وو. څرنګه چې کېلر په خپل ژوند لیک زما د ژوند کیسه  کې لیکلي دي، دې خپله هغه لحظه رایاده کړې:  "زه لا هم ولاړه وم، زما ټول تمرکز د هغې د ګوتو په حرکاتو باندې و. ناڅاپه مې یو داسې تت احساس وکړ لکه چې یو څه مې هېر کړي وي ــ د بېرته راستنېدونکي فکر یوه څپه؛ او د ژبې پټ راز راته یو څه ښکاره شو. زه له هغه وروسته پوهېدم چې د اوبو املا (w-a-t-e-r) د یو په زړه پورې یخ څیز معنا ورکوله چې زما په لاس بهېدې. دغې ژوندۍ کلیمې مې روح راویښه کړه، روښنایي او هیله یې وروبښل او ازاده یې کړه! " کېلر ژر تر ژره غوښتنه وکړه چې سولیوان ورته د هغې په نړۍ کې د نورو ټولو اشنا څیزونو نومونه نښاني کړي.  [۴۱]

هېلن کېلر ته د یوې انزوا غوښتونکې په توګه کتل کېدل اما نوموړې له بهر نړۍ سره په لوړه کچه په اړیکه کې وه. نوموړې کولی شوی چې له موسیقۍ څخه د هغې د ضربان په حس کولو سره خوند واخلي او کولی یې شوی چې له حیواناتو سره د لمس له لارې غښتلې اړیکه ټینګه کړي. دې ژبه په ځنډ سره زده کړه، خو یاد ځڼد نوموړې د یو غږ له درلودلو څخه ایساره نکړه. [۴۲]

رسمي زده کړې سمول

د ۱۸۸۸ز کال په مې میاشت کې، کېلر د ړندو لپاره د پرکینس په انستیتیوت کې خپلې زده کړې پیل کړې. په ۱۸۹۴ز کال کې کېلر او سولیوان دواړو نیو یارک ښار ته کډه وکړه تر څو د کڼو لپاره په رایټ-هماسون ښوونځي کې حضور ومومي او د کڼو لپاره په هوراس مان ښوونځي کې له سارا فولر څخه زده کړې تر لاسه کړي. په ۱۸۹۶ز کال کې دوی دواړې د ماساچوسېټ ایالت ته راوستنېدې او کېلر مخکې له دې چې په ۱۹۰۰ ز کال کې د هاروارډ په پوهنتون په راډکلېف کالج کې داخله وکړي چېرې چې دا په ساوت هاوس (South House) کې په بریګس تالار کې اوسېده، د کامبریج د ځوانو ښځو په ښوونځي کې شامله شوه. د هغې مینه وال مارک ټوېن نوموړې د سټنډرډ اویل د مشرتابه غړي هنري روګرز ته ورمعرفي کړه، چا چې له خپلې مېرمنې ابي سره په ګډه د هغې د زده کړو لګښت په غاړه واخیست. په ۱۹۰۴ز کال کې کېلر له راډکلیف کالج څخه د في بېټا کاپا د ټولنې د یو غړې په توګه فارغه شوه، چې په دې توګه لومړنۍ کڼه او ړنده وګړې شوه چې په هنرونو کې یې د لېسانس سند تر لاسه کړ. دې له یو اتریشي فیلسوف او روزنپوه ویلیم یوریشلم سره یو لړ مکاتبې درلودې، څوک لومړنی هغه کس و چې د دې ادبي استعداد یې کشف کړ. [۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې   سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118561103  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119095608 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Helen-Keller — subject named as: Helen Keller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cv4gp4 — subject named as: Helen Keller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/567 — subject named as: Helen Adams Keller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/71906 — subject named as: Helen Keller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Helen Keller — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=15384 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/keller-helen-adams — subject named as: Helen Adams Keller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Helen_Keller — subject named as: Helen Keller — سرليک: Store norske leksikon
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Keller, Helen, 1880-1968 — Pontificia Università della Santa Croce ID: https://catalogo.pusc.it/cgi-bin/koha/opac-authoritiesdetail.pl?marc=1&authid=136895
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=kellerh — subject named as: Helen Keller
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/30639 — subject named as: Helen (Adams) Keller — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  13. سمونګر: Thomas Dublin او Kathryn Kish Sklar — سرليک: Online Biographical Dictionary of the Woman Suffrage Movement in the United States — خپرونکی: Alexander Street Press
  14. سرليک: American Women Writers
  15. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119095608 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/42704483
  18. "Speeches, Helen Keller Archive at the American Foundation for the Blind". مؤرشف من الأصل في December 18, 2021. د لاسرسي‌نېټه December 23, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ "Helen Keller Birthplace". Helen Keller Birthplace Foundation, Inc. مؤرشف من الأصل في February 22, 2011. د لاسرسي‌نېټه January 13, 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په June 8, 2015 باندې). Harper Lee Among Inaugural Inductees Into Alabama Writers Hall of Fame. The Huffington Post.
  21. "Kate Adams Keller". American Foundation for the Blind. د اصلي آرشيف څخه پر April 9, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Helen Keller FAQ". Perkins School for the Blind. مؤرشف من الأصل في August 16, 2014. د لاسرسي‌نېټه December 25, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Nielsen, Kim E. (2007). "The Southern Ties of Helen Keller". Journal of Southern History. 73 (4): 783–806. doi:10.2307/27649568. JSTOR 27649568. مؤرشف من الأصل في January 9, 2022. د لاسرسي‌نېټه March 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Ask Keller". American Foundation for the Blind. October 2006. مؤرشف من الأصل في March 3, 2016. د لاسرسي‌نېټه March 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Ask Keller". American Foundation for the Blind. November 2005. مؤرشف من الأصل في January 24, 2018. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Arthur H. Keller". Encyclopedia of Alabama.  Archived July 26, 2011, at the Wayback Machine.
  27. Herrmann, Dorothy; Keller, Helen; Shattuck, Roger (2003). The Story of my Life: The Restored Classic. W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼي 12–14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-32568-3. د لاسرسي‌نېټه May 14, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Ask Keller". American Foundation for the Blind. November 2005. د اصلي آرشيف څخه پر April 9, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Ask Keller". American Foundation for the Blind. February 2005. د اصلي آرشيف څخه پر September 9, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2017. Helen's illness was diagnosed by her doctor as 'acute congestion of the stomach and the brain' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "What Caused Helen Keller to Be Deaf and Blind? An Expert Has This Theory". Live Science. June 2018. مؤرشف من الأصل في March 1, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Helen Keller Biography". American Foundation for the Blind. مؤرشف من الأصل في July 25, 2017. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Helen Keller's Moment". The Attic. مؤرشف من الأصل في December 5, 2018. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Keller, Helen (1905). "The Story of My Life". New York: Doubleday, Page & Company. مؤرشف من الأصل في January 14, 2016. د لاسرسي‌نېټه March 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Shattuck, Roger (1904). The World I Live In. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781590170670. مؤرشف من الأصل في May 8, 2020. د لاسرسي‌نېټه October 13, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Worthington, W. Curtis (March 1990). A Family Album: Men Who Made the Medical Center. Reprint Co. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87152-444-7. مؤرشف من الأصل في December 8, 2012. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Keller, Helen (1905). "The Story of My Life". New York: Doubleday, Page & Company. مؤرشف من الأصل في January 14, 2016. د لاسرسي‌نېټه March 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Nielsen, Kim E. (2007). "The Southern Ties of Helen Keller". Journal of Southern History. 73 (4): 783–806. doi:10.2307/27649568. JSTOR 27649568. مؤرشف من الأصل في January 9, 2022. د لاسرسي‌نېټه March 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Helen Keller's Moment". The Attic. مؤرشف من الأصل في December 5, 2018. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Wilkie, Katherine E. (January 1969). Helen Keller: Handicapped Girl. Atheneum. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-672-50076-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Helen Keller's Moment". The Attic. مؤرشف من الأصل في March 27, 2019. د لاسرسي‌نېټه February 1, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Helen Keller's Moment". The Attic. مؤرشف من الأصل في December 5, 2018. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Dahl, Hartvig. "Observation on a Natural Experiment". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Herbert Gantschacher "Back from History! – The correspondence of letters between the Austrian-Jewish philosopher Wilhelm Jerusalem and the American deafblind writer Helen Keller", Gebärdensache, Vienna 2009, p. 35ff.
  44. "Phi Beta Kappa Members" Archived April 7, 2020, at the Wayback Machine.. The Phi Beta Kappa Society (PBK.org). Retrieved March 25, 2020.
  45. "HELEN KELLER IN COLLEGE – Blind, Dumb and Deaf Girl Now Studying at Radcliffe". Chicago Tribune: 16. October 13, 1900. مؤرشف من الأصل في February 13, 2016. د لاسرسي‌نېټه March 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)