د انسان د ذهن مطالعې په برخه کې، هوښ (په انګلیسي: intellect)، سمو پایلو ته د رسېدلو او په واقعیت کې د سم او ناسم ترمنځ توپیر کولو لپاره د انسان وړتیا ښیي؛ او یا د ستونزمنو لانجو په حل کولو کې د انسان تکړه‌والی بیانوي. دغه ګړنه د لرغونې يوناني فلسفه «nous» ګړنې څخه راځي، چې «intellect» په خپل وار سره له لاتین وییکي «intelligere (پوهېدل)» څخه اخېستل شوی دی او په فرانسوي او انګلیسي کې یې ریښه «intelligence(ځیرکتیا)» ګړنې ته رسېږي. د هوښ بحث د پوهې په دوو برخو کې رامنځ‌ته کېږي چې د ځیرکتیا او هوښ ترمنځ اړیکې ته اړوند دی.[۱]

  • په لرغونې فلسفه او د منځنیو پېړیو فلسفه کې، هوښ (nous) د دغې پوښتنې سکالو ده چې: خلک، څیزونه څنګه پېژني؟ په وروستۍ لرغونې زمانه او منځنیو پېړیو کې، هوښ د توحید دیني عقیدې او طبیعت په هکله د فلسفې او علم د واقعیتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځ‌ته کولو یا په اصطلاح، د روغې جوړې کولو لپاره مفهومي معنی درلوده، داسې یوه پخلاینه چې د هغې پر مټ، هوښ، د انسان اروا او له کیهان څخه د الهي پوهې ترمنځ د پیوستون وسیلې په بڼه راڅرګندېږي. د منځنیو پېړیو په ورستیو کې، فیلسوفانو ځیرکتیا په دوو حالتونو کې سره جلا کوي: فعال هوښ، غیرفعال هوښ.[۲]
  • په ساپوهنه او عصبي علومو کې، د څوګونو ځیرکتیاوو تیوري، له نړۍ او رښتینوالي څخه د وګړو د پوهې د څرنګوالي بیانولو په موخه، له ځیرکتیا (احساس) او هوښ (ذهن) ګړنو څخه کار اخلي.[۳]

هوښ او ځیرکتیا سمول

هوښ، د ځیرکتیا د یوې څانګې په توګه، د انسان د ذهن منطقي او عقلاني کارکړنو پورې تړاو لري او په ټولیز ډول واقعیتونو او پوهې ته محدود دی. هوښ، د خطي منطق پر کارکړنو او د صوري منطق پر بېلګو سربېره، د خوروُر (فازي) منطق او دیالکتیکي منطق غیرخطي کارکړنو بهیر هم پرمخ بیایي.[۴][۵]

هوښ (intellect) او ځیرکتیا (intelligence) د آرپوهنې له‌مخې له یو بل سره په توپیر کې څرګندېږي؛ د «intelligence» ګړنه د لاتین وییکي «intelligere» له اوس‌مهال کړ ستاینوم څخه اخېستل شوی او «په منځ کې راغونډېدلو» معنی لري، په داسې حال کې چې د «intellect» ګړنه د «intelligere» له تېرمهال بېچار ستاینوم څخه راځي او د «راغونډ شوي څه» معنی لري. نو له‌دې امله، ځیرکتیا، د ورته‌والو او توپیرونو پر بنسټ د پوهاوي نویو پښوییزو ټولیو رامنځ‌ته کېدلو پورې تړاو لري او هوښ د شته پښوییزو ټولیو پوهاوي ته ویل کېږي.[۶]

د هوښ پرمختیا سمول

د واقعیت په اړه د یوه وګړي فکري پوهاوی، د واقعي مادي نړۍ د نومېرنې او ادراک پر بنسټ د واقعیت له جاجي موډل څخه منځ‌ته راځي. د ذهن د جاجي موډل جوړښت له ذهني او احساسي بهیرونو څخه رامنځ‌ته شوی، چې د هغو پر مټ یو وګړی د ژوند د ستونزو منطقي حل‌لارې لټوي، مومي او دغه حل‌لارې کاروي. یو وګړي هغه وخت د هوښ د بشپړ توان خاوند دی، چې په ذهن کې د منعکس شوې واقعي نړۍ په هکله، په واقعي توګه «کره» پوهاوی ترلاسه کړي. رسېدلی او پوخ هوښ، د عاطفي او احساسي ځان-ادارې وړتیا د درلودلو له‌لارې پېژندل کېږي، چې په هغو سره وګړی کولای شي، په احساساتو کې له ډوبېدلو پرته، د ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخ شي، مقابله وکړي او هغه حل کړي.[۷]

د رښتینې نړۍ تجربه د یوه وګړي د هوښ ودې او پرمختیا لپاره اړینه ده، ځکه چې د ژوند ستونزو په اوارولو کې، یو وګړی کولای شي، له فکري او عقلي اړخه، پر ټولنیزو شرایطو (مهال او مکان) باندې پوه شي او په ټولنه کې د نورو وګړو له کړنو سره سم خپل ټولنیز چلند تنظیم کړي. هوښ هغه وخت وده کوي چې وګړی د یوې ستونزې لپاره د ډاډمنې عاطفي حل‌لارې په لټه کې وي؛ د یوه وګړي ذهني پرمختیا، د ژوند د ستونزو لپاره د ډاډمنو حل لارو په لټولو سره رامنځ‌ته کېږي. یوازې د رښتینې نړۍ تجربه کولای شي د رښتینوالي په اړه هغه پوهاوی رامنځ‌ته کړي، چې د وګړي فکري پرمختیا کې مرستندوی څرګندېږي.[۸]

د هوښ جوړښت سمول

په ۱۹۵۵ ز کې ساپوه جوی پاول ګیلفورډ (۱۸۹۷ تر ۱۹۸۷ ز) د هوښ جوړښتي موډل په درې اړخونو کې وړاندې کړ: ۱) فعالیتونه؛ ۲) محتوا؛ ۳) محصولات. هر پارامتر کې ځانګړي او مجزا عنصرونه شامل دي چې د انسان د ذهن خپلواکو واحدونو په توګه، به جلا ډول، اندازه کېږي. فکري فعالیتونه/عملیات د ادراک او حافظې له‌لارې او فکري محصول د «نارېونده» تفکر، «هم‌رېونده» تفکر او ارزونې په وسیله ښودل کېږي. محتوا بڼه‌ییزه، نښه‌ییزه، معنی‌پوهنیزه او چلندي ده. محصولات په واحداتو، ټولګو، اړیکو؛ سیسټمونو، بدلونونو او پایلو کې دي.[۹][۱۰]

هوښ په سادرملنه کې سمول

تعقل، د شدید فکري پر تمرکز ولاړ د سادرملنې میتود دی او له هغو ستونزو څخه، چې د یوه وګړي پاملرنه ځان ته اړوي، د مخنیوي په موخه پلي کېږي. د ساپوهنې په دود دستور کې، تعقل یو دفاعي میکانیزم دی چې احساسات راایساروي ترڅو د وګړي سا ته د اضطراب او فشار له تداخل او اغېزې څخه مخنیوی وکړي؛ چې پرته له‌دې، د وګړي د رښتیني ژوند په کارکړنو کې اختلال رامنځ‌ته کوي. په سادرملنه کې، تعقل د هغو ذهني ستونزو پر وړاندې چې له روحي اړخه وګړي ته اختلال رامنځ‌ته کوي، یوه منطقي، هوسا او علمي تګلاره ګڼل کېږي.

د تعقل په کارکړنه کې «Id، ego او super-ego (ذات، نفس، تر نفس پورته) شامل دي. «اېګو» د انسان د شخصیت د څرګند‌شعور اړخ دی؛ «اېد» د پټ‌شعور او حیواني غریزې اړخ دی؛ او «سوپراېګو» یو کنټرولي میکانیزم دی چې د ټولنې له ټولنیزو معیارونو سره سم د وګړي تفکرات، کړنې او چلندونه تنظیموي. د تعقل موخه، له رښتینې نړۍ څخه د «اېد» جلا کول دي، نو له‌دې امله یوازې د یوه وګړي د څرګندشعور اړخونه راسپړي او پر هغو تمرکز کوي. له‌دې کبله، تعقل له «اېګو» څخه د اېد پر وړاندې (چې د انسان د شخصیت پټ‌شعور اړخ دی او په ټولیز ډول یې کنټرول ناشونی برېښي) ساتنه او دفاع کوي.[۱۱]

له ټولنیز اړخه، تعقل د ساده ژبې په ځای، تخنیکي ځانګړي اصطلاحات او پېچلي علمي ګړنې کاروي. د بېلګې په توګه: یو رنځپوه، له بدو پېښو څخه د ناروغ د پاملرنې د راګرځولو له‌لارې، د «cancer» ګړنې په ځای، «carcinoma» کاروي ترڅو د نه‌رغېدونکۍ ناروغۍ د تشخیص د ناوړو پایلو کچه راښکته کړي. د علمي ګړنې (carcinoma) او ساده ژبې (cancer) بېلابېلې ژبنیزې لیکنې، د ناوړو احساساتو (چې کېدای شي د ناروغۍ د اغېزمنې درملنې پر وړاندې خنډ وګرځي) له ناڅاپي راولاړېدو څخه د مخنیوي له‌لارې، زمینه برابروي ترڅو ناروغ طبي واقعیت او طبي درملنې باندې باورمند شي.[۱۲]

سربېره پر دې، د تعقل دفاعي میکانیزم تر نیوکې لاندې هم نیول کېږي، ځکه چې وګړی د روحي ستونزې پر مټ له رامنځ‌ته شویو خوږمنو احساساتو څخه جلا او منزوي کوي. په دې توګه، وروسته بیا دفاعي میکانیزم له هغه الهام (حدس) څخه د انکار لامل ګرځي، چې ځیني وخت د تصمیم‌نیونې بهیرونو سره مرسته کوي. د عاطفي هڅوونکو د ورکېدنې د ناوړې پایلې له امله کېدای شي د وګړي هڅېدنه له‌منځه لاړه شي او د مالیخولیا په څېر، د خپګان یو حالت رامنځ‌ته شي؛ دا ډول «عاطفي پاینېغ»، د وګړي وړتیاوې له واقعي حل‌لارو سره بدلوي او د دغه بدلون له امله کېدای شي د هغه خلاقیت په کلکه وګواښوي.[۱۳]

سرچینې سمول

  1. Colman, Andrew M. (2008). A Dictionary of Psychology (الطبعة 3rd). Oxford [etc.]: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780191726828. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Davidson, Herbert (1992), Alfarabi, Avicenna, and Averroes, on Intellect, Oxford University Press الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) page 6.
  3. "Intellect and Intelligence". Psychology Today. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sangha, Nithyananda. "Instinct, Intellect, Intelligence, Intuition". Nithyananda Sangha. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rowan, John. (1989) The Intellect. SAGE Social Science Collections, p. 000.
  6. Bohm, David and Peat, F. David. Science, Order, and Creativity (1987) p.114.
  7. VandenBos, Gary R. (2006). APA Dictionary of Psychology (الطبعة 1st). Washington, DC.: American Psychological Association. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59147-380-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Psychology of Knowledge: Development of the Intellect". augustinianparadigm.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Structure of Intellect (J.P. Guilford)". www.instructionaldesign.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Guilford's 'structure of intellect' model". homepages.which.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lemouse, M. "Teaching Psychology — Defense Mechanisms". www.healthguidance.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Khetarpal, A. "Intellectualization: Isolation from Emotions! (A Psychological Tranquilizer) | Mindful Cogitations". abhakhetarpal.in. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "On Finding Out How We Don't Know Ourselves in Therapy and Counselling. (On Defences, Part Seven)". Lucid Psychotherapy & Counselling. 2015-05-19. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)